د کال 1392 هـ.ش د تلې یا میزان په شپږمه، په افغانستان کې په لسګونو زره ښځې، نارینه، سپین ږیري او ځوانان، په ډېرو ناامنه شرایطو کې ټاکنیزه مراکزو ته لاړل او خپلې رایې یې وکارولې.

که چېرته په ګران هېواد کې د روانې جګړې او ناامنیو وېره، د وینو او باروتو د یو شمېر سوداګرو سیاسیونو د تورو څېرو اغېزه او په دولتي بنسټونو او په تیره بیا د ټاکنو په بهیر باندې د خلکو د باور کمزورتیا نه وای، په ملیونونو خلکو به په ډولونو، اتڼونو او ولولو په ټاکنو کې برخه اخسته او خپل مسوولین به یې ټاکل؛ خو په دې ټاکنو کې د خلکو حضور دومره پیکه وو چې ویسا ورځپاڼې ولیکل چې خلکو ټاکنې تحریم کړې!

واقعیت دا دی چې خلکو ټاکنې نه دي تحریم کړي؛ خو جګړو، ناامنیو، مهاجرتونو، وزګارتیاوو، ستونزو، کړاوونو، غلاوو، غضب، د کلاشینکوف او زور فرهنګ، اداري او اخلاقي فساد او د یو شمېر تش په نامه سیاسیونو استخباراتي اعمالو خلک دومره ناهیلي کړي چې باور یې په ولسواکه بهیرونو او بنسټونو کمزوري شوی او هر څه ورته درواغ ښکاري!

دلته به په ټاکنو کې د خلکو د لږ ګډون په دلایلو فکر وکړو.

1- په تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا، مؤتلفینو، ناتو او مرستندویه ټولنو د سیاستونو، تګلارو او کار څرنګوالی، دومره تت او په ځینو برخو کې ګونګ او مرموز و چې د دوی او د خلکو تر منځ لوی واټن رامنځ ته شو او له همدې امله ډېر خلک هغه کارونو ته د شک په سترګه ګوري چې امریکا- ناتو او مؤتلقین یې شا ته ولاړ دي.

2- په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان دولت د مشروعیت، هیبت او میمنت هغه پړاو ته ونه رسېد چې د هېواد په ټوله جغرافیه واکمن شي او خلک یې په خپلو کورونو کې د امنیت او خدماتو له لارې احساس کړي. له بده مرغه چې دا دولت په دې اوږده موده کې په دې بریالی نه شو چې خلک په ځان ټول کاندي. ډېر چارواکي هر وخت په پردیو پوځونو او مشاورینو اتکا خپل ویاړ بولي. ښکاره خبره ده کله چې د دولت عمومي مشروعیت زیانمن وي، ډېر خلک یې په خبرو او کارونو باور نه کوي او ملاتړ ته یې نه ورځي.

3- په تېرو لسو- دوولسو کلونو کې، د ټاکنو او ټاکنیزه شکایتونو کمېسویونونو کاري ظرفیت او وطن ته اخلاص دومره کمزوري شو چې په ځان یې د خلکو باور له لاسه ورکړ. په دې موده کې د ټاکنو د کمیشنرانو په ټاکلو کې سیاسي او مصلحتي ملحوظاتو، کمیسیونونو ته دا وس او واک ورنکړ چې واقعاً خپلواکه واوسي او د خپل کار په وخت کې خدای، وطن او خلک حاضر او ناظر وبولي! کله خو داسې هم اورېدل شوی چې رایې او حتمي بریالیتوب په پیسو او د سفارتونو په مشوره دي او په سرای شهزاده کې سمه کمیشن کاري روانه وه!

4- جګړې او ناامنی له هغه عواملو څخه دي چې خلک له ټاکنو څخه ګرځوي. له بده مرغه چې د افغانستان نیمه جغرافیه د وسله والو مخالفینو یا غیرمسووله وسله والو ډلګیو او جهادي او مقاومتي قوماندانانو په لاس کې ده، هره ورځ د رسینو د سر خبرونه د جګړې، اور، وینو او چاودونو خبرونه دي، په داسې حالاتو کې ډېر خلک دې ته زړه نه ښه کوي چې له خپلو خویندو، میندو- مېرمنو او پېغلو لورانو سره د ټاکنو مراکزو ته لاړ شي او داسې خلکو ته رایه ورکړي چې څو ځلې یې په خپلو خبرو او ژمنو پښه ایښې او خلکو ته یې درواغ ویلي دي!

5- له طالبانو سره د امریکا نه میاشتنیو پټو او ښکاره خبرو او د سولې تړون د لاسلیک احتمال، د افغانستان ډېر خلک وډار کړل چې لوی ځواکونه هر وخت د خپلو ګټو له پاره په خپلو ملګرو دولتونو او جوړښتونو معامله کولای شي. دې وېرې خلک له څو میاشتو راهیسې دې ته هڅولي وو چې هسې سوله او طالبان راتلونکي دي؛ نو د ټاکنو د ورځې خطر ولې په غاړه واخلي!

6- د کال 2014 د ټاکنو برخلیک او د جان کري د ملي یووالي پنځوس - پنځوس حکومت هم خلک په دې پوهول چې په افغانستان کې د امریکا او ناتو د برلاسي په شرایطو کې، دا ټاکنې نه دي چې ولسمشران ټاکي؛ بلکه دا د لویو ځواکونو غوښتنې دي چې په بېلابېلو نومونو په خلکو تپل کېږي!

7- د ولسي جرګې د کال 2017 د ټاکنو د پایلو د اعلان اووه میاشتنی ځنډ، خلک وپوهول چې په اوسني افغانستان کې په ټاکنو کې د بریا له پاره زده کړې، پوهه، تجربه، مسلک، هېوادپالنه، تقوی او پاک لمنتوب مهم نه دي؛ خو تنظیم، له تش په نامه تنظیمي رهبرانو سره اړیکې، په اداري او اخلاقي فساد کې ډوبتیا، غلا، غضب، چور، حرامه شتمني، بادیګاردان، امنیتي شرکتونه، کلاشینکوفونه او د پردیو جاسوسي هغه عوامل دي چې یو څوک بریالیتوب ته رسولای شي. دا اصل که اوس سل په سلو کې عملي نه دي، پنځوس په سلو کې خو ضرورعملي دی. که څوک باور نه کوي، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پایلو ته دې وګوري!

7- د اوسنیو ټاکنو ډېرو نوماندانو له بده مرغه، د همغه لومړي پیله توافقي لیکلی اجنداوې نه درلودې او په هره غونډه او رسنۍ کې به یې خپلې غیرعملي او حتی غیرمنطقي خبرې، د خپلو ټیمونو د اجنداوو په توګه یادولې!

په دې حضراتو کې داسې کسان هم وو چې حتی د دوو دقیقو عقلاني او منظمو خبرو ظرفیت یې نه درلود او له همدې امله یې په نورو نوماندانو وردانګل، شخصي حریمونه یې ماتول او حتی سپکې سپورې خبرې یې کولې!

8- که د ولسمشرۍ او د ولایتي شوری ګانو ټاکنې په یو وخت شوې وای، د رایې ورکوونکو شمېر به ډېر وای؛ ځکه د ولایتي شوری ګانو نوماندانو د خپلو ځانونو له پاره، ډېر خلک ټاکنو ته هڅولی شوای؛ خو اوس چې د هغوی ټاکنې بیلې شوې، لږو خلکو په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخسته چې د یو سل او شل ملیونه ډالرو لګښت په وړاندې، د ډېرې خواشیني وړ بل کېږي.

9- د ټاکنو له پاره د خلکو په عام پوهاوي کې هم ستونزې وې. د ټاکنو کمېسونونه، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او ټاکنیز کمپیانونه معمولاً په ښارونو کې لګیا وو، په لکونو کلیوال ښځې او نارینه د راډیو- ټلویزیون، فیسبوک، واتساپ، وایبر، وایمو، ورځپاڼو، جرایدو او مجلاتو له لارې نه خبرېږي دا ملایان او منبرونه دي چې د افغانستان په لویه جغرافیه واکمن دي چی ډېر د لویدیځو تګلارو، ولسواکئ، ټاکنو، ښاري ژوند او مدنیت مخالفین دي، د پردیو اجنداوې مخ ته وړي او حتی په وسله والو جګړو کې فعاله برخه اخلي!

10- د ټاکنو او د ټاکنیزه شکایتونو د کمیشنرانو ژر- ژر بدلودن، هغه ظرفیت ته زیان رسوي چې دې ملي بنسټ باید درلودلای وای. نوي کمیشنران په کمه موده کې له ټول اخلاص سره- سره، دومره امکانات نه شي موندلای چې په 650000 کیلومتره مربع جنګي جغرافیه کې سمې، رڼې، سراسري او عادلانه ټاکنې وکړي. دا خبرې د کاغذ په مخ یا د تلویزیون په پرده آسانه ښکاري؛ خو عملي نه دي او تر ډېره وخته پورې به لا عملي نه وي.

11- له ټاکنو څخه فقط یوه میاشت مخکې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه وکړه چې د رایې له پاره به ښځې هم په بایومتریک ماشین کې عکس اخلي. دا ستونزه هلته ډېره درنه پرېوزي چې د ټاکنو د مراکزو مامورین هم نارینه وي. که له غربه راغلې خلک په دې نزاکتونو سم نه پوهېږي، د افغانستان خلک خو په دې خبر دي چې په افغاني کلتور کې د ښځو بحث ډېره پوهه او سخت تاریخي دقت غواړي.

د غازي امان الله خان د حکومت د ړنګېدو یو عمده دلیل دا و چې ملکه ثریا یې په لوڅ مخ اروپا ته بوتله او افغاني پېغلې یې د لوړو زده کړو له پاره ترکیې ته واستولې او د ښځو له پاره یې د عفت ښوونځی او د مستورات روغتون جوړ کړ!

12- په تېرو دوه میاشتو کې خلکو ته ښکاره شوه چې ځینې ټاکنیز ټیمونه، د افغانستان د سترو ملي ګټو او د خلکو د هیلو او ارمانونو د تحقق له پاره نه؛ بلکه د خپلو ځانونو، ډلګیو، کورنیو او د چور، غضب او فساد د ملګرو د ګټو د خوندیتابه له پاره جوړ شوي دي. د ځینو ټکټونو نوماندانو خو له همغه لومړی پیله یو د بل په ضد خبرې کولې او خپلې غوښتنې یې د ټیم د غوښتنو په ځای یادولې. دې خلکو فقط د مناصبو، امکاناتو او لا نور غضب او فساد داسې ماتېدونکي ائتلافونه جوړ کړي وو چې دوام یې امکان نه درلود.

13- ځینو نوماندانو او ټکټونو له خپلو خوله څخه غټې خبرې کولې او اساسي قانون یې په ښکاره تر پښو لاندې کاوه. د افغانستان فدرالي کېدل، د اجراییه ریاست یا صدارتی نظام جوړول او د داسې بدلونونو راوستل چې د دوی په واک کې نه وو او په اساسي قانون کې یې ژور تعدیلونه غوښتل.

14- ځینو نوماندانو او ټکټونو په ټاکنو سم باور نه درلود. له طالبانو سره یی د سولې، د ټاکنو د ځنډېدو او حتی د لنډمهاله ادارې د جوړېدو خبرې کولې او خلکو ته یې داسې روحیه ورکوله چې د اوسني جمهوريت په ځای د یو نوي جوړښت راتلو ته چمتو اوسي!

15- له دې پرته تخنیکي ستونزې هم د دې باعث شوي چې ځینې خلک د رایې له ورکولو څخه محروم پاته شي. د رایې ورکولو د سلګونو مراکزو بندوالی، د ځینو مراکزو په ځنډ پرانستل، ځینو مراکزو ته د کمیسیون د مامورینو ناوخته تک یا نه تګ، په ځينو لستونو کې د خلکو د نومونو نشتوالی، په ځینو محلاتو کې د بایومتریک ماشینونو کم کار یا نه کار، د ځینو ماشینونو د چارچ خلاصون، په ځینو ولسوالیو کې د تلفوني اړیکو ستونزی او د انترنت بندیدو یا کمزوری کار، په ځینو سیمو کې د طالبانو بندیزونه، له ځینو خلکو څخه د رایې د مراکزو لریوالی او داسې نور هغه عوامل وو چی خلک یی د ټاکنو مراکزو ته له تګ څخه وګرځول. له همدی امله ټاکنې پیکه پیل شوي او پیکه پای ته ورسېدې!

پاسنیو عواملو او په لومړي سر کې جګړو او ناامنیو، ټاکنیزه مراکزو ته د ډېرو خلکو او په ځانګړې توګه ښځو، د تګ مخه ډب کړه او پایله داسې شوه چې اوس ټول وایي په ټاکنو کې د خلکو حضور پیکه و!

هغه حقیقت چې ډېر تریخ دی؛ خو واقعیت دی!

که نور څوک په دې دلایلو سربیره نور عوامل هم مهم بولي، ښه به دا وي چې دا لیکنه په ګډه سره بشپړه کړو!

پای