د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي پلوه تل له امنیتي، سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو ډکې پاتې شوې دي.
د دې اړیکو یو له تازه بحثونو څخه دا دی چې پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د «تحریک طالبان پاکستان»(TTP) ډله د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي. په دې خاطر د ځان څخه د دفاع تر نامه لاندې ځان ته حق ورکوي چې د افغانستان په داخل کې ددې ډلې پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه وکړي.خو له نړیوال حقوقي، سیاسي او اخلاقي نظره دا ډول کړنه نه یوازې غیر قانوني ده، بلکې د سیمې ثبات ته هم جدي زیان رسوي.
د ملګرو ملتونو د منشور په دوهمه ماده کې څرګند شوي چې هېڅ هېواد حق نه لري د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخلهوکړي یا د هغه پر خاوره برید ترسره کړي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د هغه پر خاوره هر ډول پوځي برید د نړیوال قانون له مخې تېری ګڼل کېږي. د هر هېواد د خپلواکۍ یو بنسټیز اصل د ملي حاکمیت درنښت دی. نو د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره د توغندیو ویشتل یا هوایي بریدونه، د افغانستان پر ملي حاکمیت واضح تیری دی چې افغانان یې په وړاندې د عکسالعمل حق لري او نړیوالې ټولنې باید دا ډول اقدامونه وغندي.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یو نړیوال مسؤلیت دی، خو دا مبارزه باید د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې او د اړوندو جایزو لارو سره سمهترسره شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا د افغانستان د حکومت له همغږۍ پرته یو اړخیز عملیات مشروعیت نه لري. یو اړخیز برید د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د بېباورۍ فضا نوره هم غښتلې کوي. د ولسي ملکي خلکو وژل د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای پخپله ترهګري بلل کېدای شي او په افغانانو کې د غچ اخیستنې او انتقام غوښتنې احساس پاروي.
پاکستاني چارواکي ډېر وخت دTTP فعالیتونه د افغانستان له خاورې سره تړي، خو حقیقت دا دی چې د دې ډلې بنسټ او فکري رېښې تر ډېره د پاکستان په دننه کې موندل کېږي. د قبایلي سیمو اوږدمهاله بېثباتي، د عدالت نیمګړتیاوې، اقتصادي شاتهپاتېوالی او د افراطیت په خپرولو کې د تېرو پالیسیو رول دTTP د راټوکېدو اساسي عوامل دي. تر څو چې پاکستان دغو داخلي عواملو ته د اصلاح له زاویې ونه ګوري او د ستونزې د حل عملي تدابیر ونه نیسي، د افغانستان پر خاوره د توپچي او هوایي بریدونه به د ستونځېواقعي حل نه وي،بلکې د امن پر لور به د پرمختګ خنډ پاتې شي.
له ورایه ښکاري چې اوسنيافغان حاکمانادعا کوي چې له خپلې خاورې د هر ډول تروریستي عمل په مخنیوي کې ژمن دياو په ځینو مواردو کې تر یوې اندازې بریاليهم دي؛ خو باید په پام کې ونیسو چې د هغویامکانات محدود دي. طالبان پخپله په کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په نړیوال ډګر کې هم د رسمیت او ملاتړ د نشتوالي ستونزې تجربه کوي. د نړیوال تروریزم د مخنیوي دروند بار د ټولې نړۍ ګډ مسئولیت دی، نو دا انصاف نه دی چې دغه بار یوازې پر یوه دولت واچول شي، په تېره بیا که ځینې ګاونډي او نور هېوادونه د سیاسي موخو لپاره تروریستی او افراطيډلوته پناه ورکړي، ملاتړ یې وکړياو د سیاسي موخو له پاره یې د کابل په وړاندې استعمال کړي.
په تېرو کلونو کې داسې ادعاګانې ډیرې وې چې پاکستان د افغانستان په ضد د ځینو تروریستي ډلو ملاتړ کوي، وسلې یا استخباراتي معلومات ورکوي او هغوی ته د عملیاتو لپاره لارښوونې کوي. که څه هم د دغو ادعاګانو په تړاو بېلابېل رپوټونه او علائم موجود و، خو له دې ټولو سره سره د افغانستان لخوا د پاکستان خواته یو عمدي ډز هم نه کېده او د پاکستان ملی حاکمیت ته یې تل په درنه سترګه کتل او تر اوسه یې هم د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره د پاکستان په خاوره او هوا کې کوم اقدام نه دی کړی. ددې خبرې یاد ساتل پهکار دي چې د لانجېحل د دواړو خواوومسؤلیتونومنل، د شفافو پلټنو او د قانوني تعقیب له لارې ممکن دی. کله چېد پاکستان لخوادافغانستانپه ځینو سیمو کې د درنو وسلو په واسطه بریدونه کېږي، تر ټولو زیات زیان یې ولسي خلکو ته رسیږي،ښځې، ماشومان او بېګناه کروندګرزخمي او وژل کیږي.
په تکرار سره وایم چېد افغانستان پر خاوره هر ډول پوځي برید، که د «ترهګرۍ پر ضد عملیات» ونومول شي یا د «ځان دفاع»، له نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور سره ښکاره ټکر لري. هیڅ هېواد د بل هېواد د خاورې پهداخلي چارو کې د زور له لارې د مداخلې حق نه لري. دغه ډول اقدامات نه یوازې قانوني مشروعیت نه لري بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېباوري ژوره کوي او د سیمهییز ثبات پر ضد عمل کوي.
یو اړخیز بریدونه، د سرحدي شخړو زیاتول او د ولسي خلکو وژل د ترهګرۍ د له منځه وړلو لاره نه ده؛ ترهګري د توپ او بم په زور له منځه نه ځي، بلکې د باور، همکارۍ، عدلې او اغیزمنوقانونې تعقیبې لارو څخه کنترول او کمېدای شي.
پاکستان باید درک کړي چې د افغانستان په هوا اوخاوره یرغلنه د قانون له مخې روا ده او نه د اخلاقو له مخې توجیه کېدای شي.که د سیمې امنیت غواړو، نو باید د خبرو، همکارۍ او متقابل درناوي لاره خپله شي، نه د بمونو او بریدونو.
نور محمد غفوری
22.10.2025
