نورمحمدغفوری     

په افغانی وسله والو ځواکونو کې د خارجی پوځیانو په ضد روحیه غښتلې کیږی


همدا اوس مې په آلمانی مطبوعاتو کې د کاپیسا د تګاب په ولسوالۍ کې  د ۲۰۱۲ م کال د جنوری په شلمه نېټه دجمعې په ورځ د یوه افغان سرتیری له خوا د څلورو فرانسوی پوځيانو د وژلو او د اوه لسو (۱۷) نورو کسانو د زخمی کولو خبر ولوست. دې موضوع د فرانسې په دولتی مقاماتو هم اثر کړی او د فر انسې جمهور رئیس ښاغلی (سرکوزی) په افغانستان کې د فرانسوی عسکرو د عملیاتو  او همدا راز  عجالتا د افغانی اردو د ښوونې او روزنې د پروسې د درولو خبر ورکړ او  ویې ویل چې په دې به هم فکر وکړی چې آیا فرانسه  له ټاکلی وخت تر مخه خپلې قواوې له افغانستانه وباسی؟

 د فرانسې ولس مشر وویل چې «د فرانسې اردو ددې له پاره په افغانستان کې نه ده چې د افغانستان د اردو په لاس وویشتل شی.»   سرکوزی ویلی دی چې که امنیتی تدابیر په بشپړه توګه په نظر کې ونه نیول شی، فرانسه به خپل عسکر له ټاکلی وخت تر مخه له افغانستانه را وباسی. ده  یادونه کړی، چې  دا موضوع به له حامد کرزی سره چې یوه اونۍ وروسته فرانسې ته سفر کوی، وڅیړی. ده ډاډ ورکړ چې «فرانسه د خپلوافغانی متحدینو په خواکې ولاړه ده، خو دا د منلو وړ نه ده چې ان زموږ یو نفر د هم زموږ د متحدینو لخوا زخمی او یا  ووژل شی. .. موږ د افغانستان د خلکو ملګری یو، د افغانستان د خلکو متحدین یو، خو زه دا نه شم منلای چې افغانی سربازان د په فرانسوی سربازانو ټکونه (فیرونه)  وکړی».  دناتو جنرال سکر تر (اندرس فوغ راسموسن Anders Fogh Rasmussen) دا ډول پیښې «ټکان ورکوونکی» وبللې خو دایې هم یاده کړه چې دا ډول واقعې خال خال دی. په دې توګه ده د کارپوهانو هغه نظر رد کړ چې د ایساف د ځواکونو په ضد د افغانی عسکرو لخوا خطر مخ په زیاتیدو دی.   آلمانی تجارتی خپرونه (Handelsblatt) لیکی چې د فرانسې د دفاع وزیر  غواړی چې همدا نن افغانستان ته سفر وکړی او هلته د اوضاع تر څیړلو او روښانتیا پورې به په افغانستان کې د فرانسې د اردو عملیات او د افغانستان له ملی اردو سره ټولې مرستې موقتا ولاړی وی.  د فرانسې د ولسمشرۍ له پاره د سوسیالیست ګوند کاندید (فرانکو هالنډ) د BFM تلویزیونی شبکې له قوله ویلی دی چې د فرانسې اردو باید مخکې له ټاکلی وخته او د ۲۰۱۲ کال تر پایه له افغانستانه را ووزی. فرانسه په افغانستان کې ۳۶۰۰ پوځیان لری چې تر اوسه یې ۸۲ نفره  مړه شوی دی . فرانسې د تیر کال د اکتوبر له میاشتې د خپلو عسکرو ایستل پیل کړی او تر اوسه یې ۴۰۰ تنه له افغانستانه ایستلی دی. داسې په نظر کې وه چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه به زر کسه پوځی له افغانستانه باسی او تر ۲۰۱۴ کاله پورې به  دفرانسې ټول پوځیان له افغانستانه ستنیږی.  د خارجی پوځیانو سره د افغانی  وسله والو ځواکونو دا لومړۍ ټکر نه دی. ددې تر مخه هم په مختلفو حالاتو او مختلفو ځایو کې د افغان ملی اردو او ملی پولیسو لخوا د خارجی پوځیانو سره جنجالونه پیدا شوی او ډیر ځله خبره تر وسله والو نښتو او مرګ ژوبلو پورې رسیدلې ده. ځینې هغه په مطبوعاتو کې ښکاره شوی خو ځینې نور یې مطبوعاتو ته نه دی راوتلی او د مرګ ژوبلې کچه یې نه ده لګیدلې. د نمونې په توګه: څه کم یو کال تر مخه په بغلان کې افغانی سرتیری په آلمانیانو ډزی وکړې او د رسمی معلوماتو پر بنسټ يې درې آلمانی سرتیری ووژل. د ملی اردو د هوایی ځواکونو پیلوټ د بګرام په هوایی ډګر کې اته نفره لوړ پوړی امریکایی پوځیان او یو د هغوی باوری  افغان ژباړونکی او اکمالوونکی ووژل. د آلمان د (زمانې اخبار) (Die Zeit) لیکی چې د ۲۰۰۷ کال را په دیخوا په ۲۶ همداسې پیښو کې ۵۸ غربی ساتونکی وژل شوی دی چې په افغانستان کې د غربی پوځیانو د مړو شپږ سلنه جوړوی.  

څرنګه چې د هر انسان مرګ دردونکی دی ، نو باید د داسې پیښو مخه ونیول شی. ددې له پاره چې د دا ډول پيښو د مخنیوی له پاره تدبیر ونیول شی، لازمه ده چې د هغو اصلی علتونه ولټول شی.  دا خبره روښانه ده چې په افغانی وسله والو ځواکونو کې د خارجی ځواکونو په وړاندې کرکه او نفرت ورځ تر بلې زیاتیږی. د مثال په توګه: د وردګو په ولایت کې چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر زیات فشار لاندی دی، څو میاشتې تر مخه د چک د ولسوالۍ  د یولسم صنف زده کوونکی د ایساف له ځواکونو سره په جګړه کې زخمی ؤ. هغه یې خپلوانو او کلیوالو د درملنې له پاره کابل ته راوړ او په ایمراجنسی روغتون کې یې تر درملنې لاندې ونیو. خو په تأسف سره چې د نوموړی زخمی زلمی ژوند ډاکترانو هم ونه شوای ژغورلای. کله یې چې د نوموړی جنازه بیرته وردګو ته وړه، نو په لاره کې د ملی اردو له خوا تلاشۍ درولی دی. دعینی شاهدانو په بیان د ملی اردو غړو چې د مړی ښکلی ځوانی او جذابه څیره ولیده نویې یو بل ته وکتل او قوماندان  (د تلاشۍ مشر) یې نورو ته وویل چې همدا دی اصیل شهید چې د خارجی کفارو سره په جګړه کې شهید شوی دی، تر مخ یې نور اوری. هر څوک دې د ځان له پاره همداسې مرګ او شهادت وغواړی. موږ خو هسی د کفارو په خدمت کې اخته یو... 

 دا ډول نمونې نورې  هم شته.  د حساسیتونو سببونه څه دی؟ د یوه مرض درملنه هغه وخت ښه ممکنه ده چې د هغو علت کشف شی. د غم لړلو پیښو مخنیوی هم هغه وخت ښه کیدای شی چې د هغو اصلی سببونه روښانه شی او د علتونو په وړاندې یې مبارزه وشی.  د خارجې ځواکونو په وړاندې د افغانانو او په دې لړ کې د افغانی وسله  والو ځواکونو د اړوندانو حساسیت او نفرت ډیرسببونه او  اړخونه لری. د ملی اردو منسوبین  ددې حساسیتونوپه را پارولو کې د دولت د دښمنانو تر تبلیغ  زیات ، پخپله د خارجی پوځیانو  او  د حامد کرزی د دولت د واکمنانو رول غوره بولی. د افغانستان د وسله والو ځواکونو منسوبین  د ځینو خارجی روزونکو د کبرجنو چلندونو څخه سرټکوی او د رادیو او مطبوعاتو له لارې دا خبرونه هم تر لاسه کوی چې خارجی سربازان د افغانانو د مړیو له سرونو سره فوټبال کوی، د مړو ګوتی پری کوی او د یادګار او ویاړ په توګه یې له ځانه سره ساتی،  د افغانی میرمنو په وړاندې بد او ناجایز سلوک کوی، د سپین ږیرو نارینه و څخه کالی باسی او لوڅ لپړ  يې دروی، پر ښځو او ماشومانو سربیره پرځوانانو او سپین ږیرو هم جنسی تیری کوی، د خپل غچ د اخیستو او یا «شوق» له مخې پر ملکی او بیګناه افغانانو فیرونه کوی او وژنی یې او ان چې  مړې یې هم تحقیروی او پر جسدونو یې بولې کوی. د خارجی سربازانو دا ډول کړنې د ډیرو افغانی ځوانانو له پاره د تحمل وړ نه دی او د ورته پیښو سبب کیدای شی.  په داسې حال کې چې خارجی پوځیان په خورا لوړو او عصری وسلو سمبال دی، خو په دا لسو کلونو کې د افغانی وسله والو ځواکونو په تقویت کې د پام وړ او د شرایطو د غوښتنو سره مناسب  کار ونه شو. د اردو په منسوبینو کې داسې نظر شته، چې که چیری امریکایان غواړی چې د دوی په خبره «طالبانیسم او تروریسم»  مات کړی، نو باید افغانی اردو سمه او په رښتیاتقویه کړی. دوی موږ په «تش لاس» په خرابو وسلو له طالبانو سره جنګوی، مرګ ته مو ور استوی خو د جنګ له پاره مناسبې وسلې نه راکوی. ډیر جنګیالی د خپلو وسلو څخه شکایت کوی. دوی وایی چې امریکایان ورته له نورو هیوادونو زړې  ګدام وهلې وسلې راټولوی او د نویو جنګی وسایلو له اکمالولو ډډه کوی. ان داسې آوازه شته چې امریکایانو هغه پخوانی روسی کلاشنیکوفونه ورڅخه   ټول کړی او په ځای یې بی کیفیته زاړه چینایی ور  ویشلی دی.  ډیر سربازان وایی چې دوی داسې ټوپک (کلاشینکوفونه) لری چې پس له څو ډزو سل یا پنځوس متره وړاندې هدف نه شی ویشتلای، میل یې سور کیږی او باید په اوبو کې غوټه شی او که نه کار نه کوی، په داسې حال کې چې پخوانیو کلاشنیکوفونو به جاغور  خالی کول، خو میل به یې نه سور کیدا.  نتیجه داچې د افغانی وسله والو ځواکونو ډیر کسان داسې انګیری چې امریکایان پر موږ باور نه کوی، دوی طالبان له منځه نه وړی او په هیواد کې سوله نه غواړی. پر دوی له مونږ څخه طالبان ګران دی. طبیعی ده چې دا روحیه بیرته مقابلا دخارجیانو په وړاندې د باور روحیه کم زورې کوي

ځینې کارپوهان په دې نظر دی چې په وسله والو ځواکونو کې د ځینو تنظیمونو سیاسی اغیز هم شته. هغوی چې فکر يې کاوه چې ایساف د تروریسم او طالبانو پر  وړاندې جګړه کوی او د دولت  په دفاع کې ولاړدی، له ډیری مودې راهیسی داسې باور ورته پیدا دی چې ځینې خارجی ځواکونه دی چې له یوې خواله افغانی دولت سره مرسته کوی او  وسله وال ځواکونه یې ورته روزی، له بلې خوا همدوی له طالبانو سره هم مرستې کوی او ان چې وسلې او مهمات  ور رسوی. کله چې طالبان ضعیف او له ماتې سره مخامخ شی، نو همدا خارجیان یې بیرته راغښتلی کړی. ځینې افغانی افسران او مسلکی جنرالان چې ادعا کوی چې پخپله  د جګړو او د دښمن په وړاندې د مقابلې د پلانونو په جوړولو او عملی کولو کې پوره مهارت او اوږدې تجربې لری، وایی چې کله کله  خارجی پلان جوړوونکی داسې جګړه ایز پلانونه جوړوی او داسې یې عملی کوی، چې په نتیجه کې يې د طالبانو لوړپوړو قوماندانانو ته زیان  نه رسی او یوازې په ټيټه کچه طالبانو سره زموږ عسکر جنګویدا آوازه څو کاله وړاندې ډیره خپره وه چې د طالبانو لوړپوړی قوماندان ملا داد الله دوه  وارې د افغانی عسکرو لخوا محاصره شوی ؤ او د ژوندی نیولو امکان یې هم ؤ، ولې د خارجیانو په طرحه، مشوره  او چل د اردو له منګلو خلاص  او د مخصوص کوریدور له لارې په تيښته بریالی شو.  کله چې په دریم ځل د افغانی اردو په ګیر ورغلی، د ایساف د پوځي قوماندانانو له مشورې  او خبر پرته یې ځای پر ځای وژلی.   د نوموړی په مړینه خارجی قوماندانان ناراضه و او افغانی جنرال یې په دې تور   تورن کړ چې له خارجیانو سره نظامی فعالیتونه نه کواردینه کوی، د هغوی خبرو او مشورو ته غوږ نه نیسی چې په پایله کې نوموړی   جنرال له دندې لرې کړای شو.  پخپله د افغانستان ولس مشر حامد کرزی هم په مطبوعاتو کې  دا خبرې کوی چې خارجیان د هیواد شمال ته طالبان پخپلو الوتکو کې نقلوی او وسلې او مرستې ور  رسوی.  د ولسی وګړو تر منځ دا ډول خبری او انګازې، چې پخپله خارجیان طالبانو ته وسلې، مهمات او ان موترسایکلونه او نقلیه وسایط ورکوی، ډیرې خپریږی او مشخص مثالونه یې هم  راوړل کیږی.  دا حالت  داسې اندیښنې رامنځته کوی چې خارجیان  په افغانستان کې سوله نه غواړی، بلکې په لوی لاس د کورنیو جګړو دوام غواړی او زموږ په هیواد کې ورور وژنې ته لمن وهی.  . په افغانستان کې همدا اوس ۴۸ هیوادونه نظامی حضور لری او ټول د اتیا هیوادونو په شاوخواکې  د بشری مرستو او د هیواد د بیا رغونې تر نامه لاندې په ډول ډول فعالیتونو بوخت دی. د افغانستان خلک د مطبوعاتو له لارې اوری چې په میلیاردونو ډالر افغانستان ته راغلی او د هیواد دبیارغونې په پروسه کې کارول شوی دی.

 په عمل کې یې ټول وینی چې دا ډالر د ولس د پرګنو د ژوند په سمون کې مناسب او متناسب رول نه لری، بلکې برعکس په هیواد کې د ملی شتمنیو د چورګرو، غلو او جګړه مارانو له پاره  د عادی خلکو د زبیښاک او فشار  زمینه برابروی. له ډیرو سره داسې عقیده پیدا شوې چې همدا خارجی ځواکونه په افغانستان کې د ښه دولت د جوړولو مخه نیسی او هر یو یوازې خپل پلویان حمایه کوی او هغوی ته پیسې او قدرت ور سپاری. په دې ډول د خارجي ځواکونو حضور د افغانی ټولنې د انقطاب لوی عامل بولی.  دا خبره بیا دا حقایق هم مظبوطوی چې ځینې هیوادونه له خپلو پلویانو سره مرسته کوی او ددې له پاره چې هغوی د ځان په پلو وساتی او د نورو په وړاندې یې وکارولای شی، نو ډیر ځله د هغوی د قومی، دینی او تنظیمی احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوی. دا  چې ځینې وزیران او لوی دولتی مامورین، چې په رشوت، فساد او بیکارۍ مشهور دی او د ټاکلو خارجي هیوادونو په زور او حمایت په قدرت کې ساتل کیږی او یا د چوکۍ څخه د لرې کیدو څخه وروسته هم په خارجی هیوادو کې آرام ژوند کوی، د ډیرو  افغانانو تر منځ بد عکس العمل را پاروی. د دولت  مشر حامد کرزی هم څو وارې یا په مستقیم او یاپه غیر مستقیم ډول په کابینه  او لوړو دولتی چوکیو کې د پردیو هیوادو د اجنټانو له موجودیت څخه نالیږی.   کله چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د طالبانو اسلامی امارت د امریکایی او انګلیسی قواوو په زور د شمال د جبهې په مرسته  له منځه ولاړ، نو د افغانستان  په سیاسی چارو او نوی دولت کې   نوموړې جبهې  واک ورکړل شو. د وسله والو ځواکونو په جوړولو کې هم هغوی غوڅ رول درلود. دا اوسنی نوی را ټوکیدلی  وسله وال ځواکونو لیکې تر زیاتې کچې دشمال د جبهې د تنظیمونو له غړو او طرفدارانو ډکې شوې.  په اولو وختو کې داسې ښکاریده چې امریکایان به د نورو  په وړاندې  له دوی څخه دفاع وکړی. خو وروسته بیا  ناهیلی شول.

 اوس چې امریکا غواړی چې د دوی له اساسی دښمن (طالبانو) سره مخامخ  د سولې خبرې اترې وکړی، نو دوی داسې فکر کوی چې امریکا  د خپلو ګټو له پاره غولولی او ورڅخه یې افزاری ګټه اخیستی دهد دوی په نظر امریکایان پخپلو وعدو وفا نه کوی. دا هم یوله هغو علتونو څخه دی چې په اردو کې ورځ تر بلې د خارجیانو پر ضد روحیه غښتلی شی. په دې توګه ددې احتمال شته چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې د افغانی وسله والو ځواکونو او خارجی پوځیانو ترمنځ ټکرونه لازیات شی.  د وسله والو ځواکونو منسوبین  وینی چې په هیواد کې ډیر تکړه سیاستمداران، پوه او مدبر روشنفکران، ترقی پلوه ملی شخصیتونه، روزل شوی مسلکي افسران او د رڼه زړه څښتن روحانیون بې واکه او بیکاره ګرزی، خو همدا اوسنۍ دولت چې د خارجې ځواکونو په زور پر ولس حکومت کوی، د مفسدو، رشوت خورو، حرام خورو، بیکاره، غیر ملی، ناپوهو، ځان غوښتونکو  او ځان پلورونکو څخه ډک دی.  داسې ویل کیږی چې که ان ولس مشر وغواړی چې خپل وزیر او نور لوړرتبه مامورین بدل کړی، نو د یوه او یابل خارجی هیواد له تهدید سره مخامخ کیږي او د خپلو مرستو د درولو او بندولو اخطار ورکوی. داسې چې همدا خارجی هیوادونه لکه چې زیار باسی  چې په افغانانو کې له افغان دښمنو کړیو څخه خپل اجنټان او پلویان را پیدا او چې څومره کولای شی د ټيټ شخصیت  او کمې پوهې څښتنان  واک او ځواک ته ورسوی.  همدا علت دی چې د لسو کالو په اوږدو کې څو ټاکلی کسان له یوه بسته بل ته او له هغو بیا بل ته پورته او کښته کیږی. دا حالت چې د دولت په فاسده اداره کې  باید د تذکری داخیستلو او د نکاح خط د ثبتولو له پاره هم  زیات رشوت ورکړی افغانان ځوروی. هر څوک په هرګام او اقدام کې د دولت فساد پخپل پوست احساسوی او پخپلو سترګو یې وینی. نو هغه څوک چې له دې حالت څخه متضرر وی، طبعا به ددې حالاتو د راوستونکو او ساتونکو په ضد اقدام کوی.  ډیر داسې روشنفکران، مدبر سیاستوال  او ان د پوهنتونونو استادان او پروفیسوران  چې  د طالبانو سره جوړ نه دی، وایی چې که  طالبانو له دولت سره وسله وال جنګ نه کولای او د مقاومت رهبری د طالبانو په لاس کې نه وای، نو دوی به د دې فاسد نظام پر ضد  د مبارزې مدنی او مناسبه لار موندلی او پلې کړې وای.  اوس که دوی د دولت په ضد فعالیت کوی، میوه یې طالبانو ته رسیږی. داسې آوازې هم شته چې د اوسنی دولت په وړاندې د وسله والې مبارزې ابتکار د خارجیانو له خواد طالبانو په لاس  ورکړای شوی دی، تر څو چې بل  هوښیار ملی او معتدل سیاسی ځواک ته،  چې ورباندې  د عام ولس د راټولیدو امکان موجود وی، د تبارز او جوړیدو موقع برابره نه شی. که چیری یو ملی، وطندوسته او دموکرات ځواک د ولس د رښتینو ګټو د ساتونکی په حیث سر راپورته او د سولې او ملی وحدت غږ جګ کړی، نو دا به د خارجی ځواکونو په اشاره  او مرسته هم د  دولت او هم د طالبانو  لخوا وهل کیږی. داچې په دا لسو کالونو کې هیڅ ملی، دموکراتیک  او وطن دوست ځواک د تشکل او غښتلتیا موقع تر لاسه نه کړه، د همدې خارجیانو د پلانونو  او چلونو محصول یې ګڼي.  اوسنی دولتی واکمنان هم د خپلې بیکارۍ، بې علاقګۍ او نافهمۍ له مخې د  وسله والو ځواکونو د معنویت  او په دولت باندې د باور د ساتلو په خاطر اغیزمن پلان او پروګرام نه لری او په دې  اړوند د لازمو تدبیرونو د نیولو او عملی کولو څخه عاجز دی. په وسله والو ځواکونو کې د دولت د مخالفینو او وسله والو دښمنانو د تبلیغ له پاره ښه زمینه مساعده ده او دولت د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوی فهم او توان نه لری. دا ټول علتونه به یو ځای په راتلونکی کې د افغانی وسله والو ځواکونو د اړوندانو او خارجی پوځیانو ترمنځ د ټکرونو په راوستلو کې مرسته وکړی. که دولت او خارجی ځواکونه په ګډه ددې ورځ په ورځ ډیریدونکو ستونځو د مخنیوی په لار کې زغرد ګامونه وانخلی، امکان لری چې دواړو لورو ته به ډیر  تاوانونه ورسوی