سریزه
هره انساني ټولنه د خپلو عیني او طبیعي قوانینو د عمل په پایله کې د حتمي بدلون او تاریخي پرمختګ په لور روانه وي. ټولنه هېڅکله په یوه حالت نه پاتې کېږي؛ بلکې ورځ تر بلې، کال تر کال او نسل تر نسل بدلون مومي
.
د بدلون دا بهیر که د ټولنې د قانونمندې طبیعي ودې له مخې پر مخ ولاړ شي او که د انسانانو د کړنو په واسطه ګړندی یا پڅ شي، په هر حال د ټولنې په فکري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ـ کلتوري جوړښتونو کې حتمي بدلون راولي.
په سیاسي مبارزه کې هدف یوازې دا نه دی چې موجود رژیم نسکور شي، بلکې موخه دا ده چې د اوسني حالت پر ځای یو نوی، اغېزمن او د خلکو اړتیاوو ته نږدې نظام رامنځته شي. دا بدلون د یوې طرحې، بدیل یا «الترناتیف» جوړونې ته اړتیا لري.
که د نوي بدیل د جوړېدو او پخېدو نه مخکې موجود نظام راوپرځول شي، دا کار ټولنه د نیکمرغۍ پر ځای د ګډوډۍ پر لور بیایي. له همدې امله، "بدیل" یا "الترناتیف" جوړونه یوازې د نظام پر وړاندې انتقاد نه دی، بلکې د مثبت بدلون لپاره یوه علمي، منطقي، نظری او عملي طرحه ده.نو مخکې له دې چې د "بدلون" غوښتنه وکړو، اړینه ده چې د بدیل علمي بنسټونه، عملي وړتیاوې او ټولنیز شرایط په ژوره توګه وپېژنو.
۱. د بدیل جوړونې د بهیر درې اساسي بنسټونه
د بدیل جوړونې لپاره باید درې علمي او بنسټیز اړخونه په پام کې ونیول شي:
· تحلیلي بنسټ:د ټولنې اوسنی حالت باید په عیني، بېطرفه او د کره شواهدو پر بنسټ وڅېړل شي؛ نه د احساساتو یا شخصي تمایلاتو له مخې. علمي تحلیل د بدیل د منطق او واقیعت تر منځ توازن ساتي.
· طرح او منطق:بدیل باید د یو منظم فکري او مفهومي چوکاټ لرونکی وي،داسې چې سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او ټولنیز اړخونه یې یو له بل سره منسجم وي. د بدیل طرح باید د اوږدمهالو موخو پر اساس ولاړه وي، نه د لنډ مهالو عکسالعملونو پر بنسټ.
· ټولنیز منل:هیڅ بدیل تر هغه وختهعملي کېدای نه شي ، تر څو د ولس ملاتړ، باور او ګډون ورسره نه وي. بدیل که له ولسي ارادې جلا وي، یوازې یو فکري تصور او تش خیال پاتې کېږي.
۲. د موجود نظام د بدلون اړتیا
د بدلون غوښتنه یوازې هغه وخت علمي او اخلاقي بنسټ لري، چې موجود نظام د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکړی وي.په ډېرو هېوادونو کې حکومتونه د دریو بنسټیزو عواملو له امله د بدلون اړتیا مومي:
· د حساب ورکونې نشتوالی:کله چې واک لرونکي ځان د خپلو کړنو، پرېکړو او منابعو د کارونې په وړاندې مسوول ونه ګڼي، فساد او بېباوري رامنځته کېږي.
· د ټولنیز عدالت کمزورتیا:کله چې د شتمنیو، فرصتونو او امکاناتو وېش نابرابر وي، د عدالت روحیه له منځه ځي او ټولنه د نارضایتۍ لور ته ځي.
· د فکري رکود حالت:کله چې نظام د نوي فکر، علمي اصلاح او انتقاد د منلو توان له لاسه ورکړي، د زوال بهیریېپیل کېږي.
په داسې شرایطو کې، د علمي تحلیل پر بنسټ باید وڅېړل شي چې بدلون د تدریجي اصلاح له لارې مؤثر دی، که د ژور بنسټیز بدلون او انقلاب له لارې.د بدیل جوړونې لپاره غوره لاره دا ده چې دواړه احتمالونه (اصلاح او بنسټیز بدلون) په متوازنه توګه وڅېړل شي، تر څو بدلون د پرمختګ او ښېګڼې لامل شي، نه د تخریب او ګډوډۍ.
۳. د بدیل نظام علمي معیارونه او ځانګړتیاوې
هر هغه بدیل چې د علمي معیارونو پر بنسټ ولاړ وي، باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:
· شفافیت:واک باید د خلکو د سترګو لاندې وي، او د ملت پراخه کتلې باید د پرېکړو او نظارت په بهیر کې ګډون ولري.
· حساب ورکونه:چارواکي باید د خپلو کړنو، پرېکړو او منابعو د مصرف په اړه ولس، قانون او اړوندو ادارو ته ځواب ووايي. واک او صلاحیت د شخصي امتیاز وسیله نه ده، بلکې د ملي باور امانت دی.
· عدالت:ټول وګړي باید د قانون او فرصتونو په وړاندې برابر وي، پرته له قومي، ژبني، مذهبي یا سیاسي توپیر څخه.
· ګډون:د خلکو اراده او ګډون باید د تصمیم نیولو اصلي محور وي، څو نظام د ولس له ارادې سرچینه واخلي.
· پراختیا او زدهکړه:هر پرمختللی نظام د علم، څېړنې او نوښت ملاتړ کوي. د علمي ودې نشتوالی د هر نظام د زوال نښه ده.
دا اصول د هر ډول بدیل د علمي او عملي بریا بنسټ جوړوي.
پایله
بدیل جوړونه یوازې یو شعار نه، بلکې یو علمي، فکري او اخلاقي ماموریت دی چې وخت، تدبیر او ملي شعور ته اړتیا لري.که یو ملت غواړي له اوسني حالت څخه غوره وضعیت ته ولاړ شي، باید د علم، فکر، تجربې او ګډ شعور پر بنسټ خپل بدیل طرح کړي.بدیل باید د احساساتو پر ځای د شواهدو، تجربو او ملي ګټو پر اساس رامنځته شي.
د حکومت یا نظام بدلون هغه وخت ګټور تمامېږي، چې له یوې خوا د بدیل علمي طرحه بشپړه وي، له بلې خوا د خلکو ملاتړ او د عملي کولو ظرفیت ورسره موجود وي.له دې وړاندې، که د ټولنې عیني او ذهني شرایط د بدیل د پخېدو لپاره برابر نه وي، نو د حکومت راپرزول یوازې د بحرانونو د زیاتېدو لامل ګرځي، نه د نیکمرغۍ.
21.10.2025
نور محمد غفوری
Ghafury
