داحمد ولی کرزی د وژلو اصلی علت

کابل پرس: استاد قاهر خان ــ کندهار

څه کم یوه نیمه میاشت مخکي د کندهار په عینو مينه کي د احمدولي خان کرزي او محمود کرزي په یوناسته کي لفظي شخړه سوه او دواړو د یو او بل د وژلو ګواښ وکړ ، یاده لفظي شخړه د دوهمي عینو مېني د ښارګوټي پر هغه اته سوه پینځوس میلونه ډالرو پیسو وه چي د محمود کرزي لخوا پرخلکو پلورل سوې وه احمدولي کرزی دمحمود کرزي څخه د څه باندي څلور سوه میلونه ډالرو حصې غوښتنه کول چي دمحمود کرزي لخوا ئې غوښتنه ردیدل . محمود کرزي دنوموړي پروژې ځان یوازنۍ مالک معرفي کوی. یادي پیسې دونه ډيري دي چي هرڅوک خپل او پردي پر وژلای سي .

د ولسمشر کرزي د مشر ورور قیوم کرزي او احمدولي کرزي د کندهار په چارو کي سیالۍ په دې وروستیو کي خپل اوج ته رسیدلې وه چي قیوم کرزي دخپل نفوذ په زیاتیدو د احمدولي کرزي واک راکم کړی و او احمدولي کرزي په دې وروستیو کي سخت ګواښونه د کندهار یوشمیر هغه چارواکو ته کول چي د قیوم کرزي په زور ټاکل سوي وه . دکندهار والي توریالی ویسا د قیوم کرزي لخوا دغه پوست ته په ۱۰ ٪ کمیشن ټاکل سوی دی چي دکندهار څخه د ترلاسه سوي پیسو لسمه برخه به ویسا ته ورکوي . دکندهار ښآروال ، دکندهار اوسنۍ دامینه قومندان جنرال رازق ، د کندهار دملي امنیت ریس او د ولسوالیو ولسوالان ټول هغه کسان دي چي د ولسمشر کرزي د مشر ورور قیوم کرزي په مخامخ واسطه ټاکل سوي دي او احمد ولي کرزي ددغو کسانو ټآکل د خپل ځان او واک خطر په نامه یادول اوپه دې وروستیو کي دې ته اړ سو چي د کندهارڅخه خپل ملاټړي ۲۰۰ تنه قومي مشران ولسمشر کرزي ته ولیږي تر څو نوموړی دوالي په صفت وټاکي او دقیوم کرزي مرموز واک ته دپای ټکی کښیږدي چي ولسمشر کرزي هم دیادو کسانو سره د نوموړي والي کیدل منلي وه . د کندهار والي هم دخپل پوست دلاسه ورکولو په واړاندي کندهار اورته اچوي اوقیوم کرزي هم د کندهار دهغه سلګونو میلونو ډالرو په واړاندي چي دکندهار څخه ئې تر لاسه کوي هرڅه کولای سي . یاده دي وي چي وژونکو سردار محمد هم دقیوم کرزي په سپارښتنه داحمدولي کرزي دکور دامنیت چاري په لاس کي اخیستي وې .

په کندهار کي د الکوزو او یو شمیر نورو قومونو دمشرانو وژل داحمدولي کرزي د مخالفینو پېټئ نور هم دروند کړی و ځکه کندهاریانو په هرڅه کي د احمدولي کرزي لاس د پامه نه غورځاوه . په کندهار کي یو شمیر بانفوذه اشخاصو په عامه قسمونه خوړل چي که په دونیا یوه ورځ ژوندون هم پاته وي د احمدولي دوژلو به لاس وانخلي . او دغه دوژونو او مدعاو اور خو دونه توند وي چي هرڅه سوځلای سي .

دامریکا د فوځ یوجنرال تیرکال خبرداری ورکړ چي احمدولي کرزی په کندهار کي د مخدره موادو لوی قاچاقبر دی او دطالبانو سره مخامخ مرسته کوونکی دی که چیري کوټلي ثبوتونه په لاس ورسي نوداحمدولي کرزي په وړاندي به عملیات وکړي او وبه ئې وژني ، که چیري په دې برخه کي امریکا ته څه په لاس ورغلي وي نو دامریکا په مرمزو وژونو خو دهیچا هم سر نه خلاصیږي .

په کندهارکي د امریکا دسپیشل فورس لخوا د یارمحمدخان کرزي مرموزه وژنه هم دکرزیانواو پوپلزو په منځ کي دير لوی درزونه راوسپړل او زیادت شمیر پووپلزي دکرزیانو څخه زړه توري سول . په یارمحمدخان کرزي چي دولسمشر کرزي اکا کیده مړینه د کرزي او احمدولي کرزي لخوا دونه عادي وګڼل سوه چي جنازې ته ئې یو هم دیادو کسانو څخه حاضر نسول . چي دغه چاري دپوپلزو غوسه راوپارول او دغه وژونکئ سردارمحمد هم دیارمحمدخان له مخلصینو څخه و .

دولسمشر کرزي او مارشال فهیم ترمنځ هغه شخړي چي دافغان پارلمان پر روانو جنجالونو راوړ سوي دي او کرزي د قانون په ړنا کي دځانګړي محکمې پریکړه عملي کیدل غواړي او فهیم په خپله بدماشي دبرحاله وکیلانو چي ده ته ئې میلونه ډالر په رشوت کي ورکړي دي ملاتړ کوي او څو ځله د مارشال لخوا ولسمشر کرزي ته ګواښونه سوي او داچي ولسمشر کرزي د احمدولي خان کرزي په ځواک هم نازیده ، نو بېا خو دښمن خپل لومړې وار د مقابل لوري د ځواک درښوو دوچولو په واړندي اخلي .او احمدولي کرزي ان دننګرهار او هرات پوري خپله ولکه پراخه کړې وه چي مارشال فهیم دا چاره د پنجشیري جینایتکارانو په وړاندي لوی ګواښ ګنله .

یاد پورته لاملونه هغه څه دي چي هر یو د احمدولي خان کرزي د مړیني سبب کیدای سي او یا ئې هم دمړيني اساسي هدف وي . خو هرڅه چي و احمدولي خان کرزئ د ولسمشرکرزي راسته لاس او دجنوب غرب حوزې چي دافغانستان په سیاست کي کلیدي رول لري یو ځواکمن ، غښتلی او په کندهاریانو ولاړ شخصیت وي . نوموړي که څه هم په ځینو جرمونو تورن بلل کیده خو په کندهار کي ئې د زیاتو ګډوډیو درامنځته کیدو په مخنوي کي برخلیک ټاکونکئ رول لوباوه . داحمدولي خان کرزي په موجودیت کي دکندهار بېکفایته چارواکو یوډول ویره احساسول او په ښکاره ئې خره په ګنډه نسوای وهلی خو اوس چي نوموړي په منځ کي نسته نو په دې چغالي میدان کي چي دغه دچوراتلان د کندهاریانو ویني څنګه زبیښي په هغه یو خدای خبر دی.

 

علل اصلی قتل احمدولی کرزی

کابل پرس :  ترجمۀ خان

چیزی کم یکونیم ماه قبل در ناحیه عینومینه در یک مجلس بین احمدولی و محمود کرزی بر خورد لفظی صورت گرفت یکی دیگر را اخطار و تهدید به کشتن میکردنند , جنجال بر سر قسمت دوم شهرک عینو مینه وهشتصدو پنجاه میلون دالر بود احمد ولی از محمود کرزی چیزی کم و بیش چارصد میلون دالر حق میخواست که محمود کرزی انررد و قبول نمی کرد و محمود کرزی خود را تنها مالک ان پروژه میدانست .

پول متذکره انقدر زیاد که هر کی میتواند از خود و بیگانه را بخاطر ان بکشد .

برداربزرگ حامد کرزی قیوم و احمد ولی رقابت در امور قندهار را به اوج اش رسانیده است , قیوم کرزی نفوذ خود را نسبت به احمد ولی بلند برده و نقش او را کم تر کرده بود , در این اوخر احمدولی کرزی به انعده مقامات ولایت قندهار که از اثر توجه و یا از جانب قیوم گماریده شده بودند اخطار های سخت میداد,والی قندهار توریالی ویسا از جانب قیوم کرزی در برابر ده فیصد کمیشن از او مقرر شده است که قسمت دهم پول بدست امده از قندهار به ویسا داده میشد, شهر دار قندهار , جنرال رازق قوماندان امنیه فعلی , ریس خاد و ولسوالهای قندهار همه ان های اند که بواسطه برادر کرزی قیوم کرزی مقرر شده اند , که احمدولی کرزی انان را خطر به اقتدار و منافع اش پنداشه و در این اوخر مجبور شد که دوصد نفر بزرگان قومی (طرفدار اش )رانزد کرزی فرستاد تا او را منحیث والی مقرر نماید تا قدرت مرموز قیوم کرزی را در انجا خاتمه دهد کرزی هم والی شدن وی را برای انان وعده داده بود والی قندهار بخاطر از دست ندادن مقام ولایت میتواند قندهار را اتش بزند, قیوم کرزی نیز بخاطر صد ها میلون دالر که از قندهار بدست اش می اید هر کاری کرده میتواند !!!بیاد داشته باشد که سردارمحمد (غازی)نیز بنابر گوشزد قیوم کرزی منحیث محافظ خانه کرزی تقرر حاصل کرده بود.

کشتار بزرگان الکوزی و یک تعداد بزرگان قومی از جانب احمدولی کرزی کمی بار او را وزمین تر کرده بود ,

از همین رو قندهاری ها در همه چیز ( کشتن و سوختن بر طرف کردن از وظایف...)نقش احمد ولی کرزی را از چشم انداخته نمی توانستند, اشخاض با نفوذ و مطرح قندهار تندو تیز قسم میخوردند که اگر یک روز هم از زندگی انان باقی مانده باشد از کشتن احمدولی کرزی دست بر دار نخواهد شد ادعای انان انقدر با اطیمنان بود وقدرت این را داشتند که هر چیز را بسوزانند (از بین ببرنند).

قوا امریکایی ها پارسال گفته بودند که احمدولی کرزی بزرگترین قاچاقبر مواد مخدر در قندهار و با طالبان همکاری مستقیم دارد هرگاه اسناد موثق در رابطه بدست بیاید, دست به عملیات زده و یا او را خواهند کشت , اگر در این رابطه چیزی بدست امریکایی رسیده باشد و از کشتن مرموز امریکایی ها هیچ کسی سر در نخواهد اورد .

کشتن مرموز چندی قبل یار محمد خان کرزی از جانب قوت های مخصوص امریکایی در قندهار ,درز بزرگ را در بین کرزی ها و پوپلزایی ها (هردو طایفه وابسته به محمد زایی های لوی قندهار اند) ایجاد و پوپلزایی ها از کرزی ها دل شان سیاه شده بود , کشتن یارمحمد کاکا کرزی برای کرزی و احمدولی .. انقدر عادی و بی تفاوت جلوه نموده بود که حتا در مراسم جنازه او نیر اشتراک نکردند , این بود که غم و غصه پوپلزی ها به غلیان امده و سردارمحمد قاتل هم از مخلصان یارمحمد کرزی بود .

جنجال پارلمانی میان کرزی و فهیم که کرزی میخواهد در روشنی قوانین فیصله محکمه اختصاصی را اجرا نماید و فهیم مانند بدماش ها از وکلا ( وکلا کنونی راه یافته در پارلمان) که ملیون ها دالر را به او رشوت داده اند حمایه کند , از این رو فهیم کرزی را اخطار میداد و کرزی به زور و قوت احمدولی می نازید , خوب طرف مقابل یا دشمن اولین حمله را اغاز و تا ریشۀ طرف مقابل را از قبل خشک کند, احمد ولی کرزی نفوذ و قوت خود را به هرات وننگرهارگسترش داده , مارشال فهیم و پنجشیری های جنایتکار او را یک خطر بزرگ در مقابل شان میدانستد.

دلایل ذکر شده بالاهر کدام میتواند سبب از بین بردن احمدولی کرزی دست راست حامد کرزی شده باشد که در حوزه جنوب غرب و سیاست اوغانستان نقش کلیدی را دارا بود چونکه فرد با نفوذ و حقوق خواه قندهاری ها بود نامبرده اگر چه در بعضی جرایم نقش داشت اما از هرج و مرج که در بین مردم قندهار واقع میشد از ان جلوگیری میکرد ( پس همه کاره قندهار بوده )با موجودیت احمدولی کرزی در قندهار رهبری و مقامات بی کفایت قندهار احساس ترس میکردند اما انان علنی و مستقیم اهداف خود را بر اورده نمی توانستند حال که او در بین نیست میدان شغالی شده است خدا میداند که از این به بعد قهرمانان چور و چپاول قندهار خون مردم راچه قسم خواهد مکیدند( قاهر خان وروره یکدفعه ده میخ میزنه یکدفعه در نعل خود میگوید احمدولی کرزی قندهااریان را می دوشید مافیا زمین ومخدر و نوکر امریکایی ها بود , یکبار هم نبود او را خساره جبران ناپذیر برای مردم انجا قلمداد میکنند ).

ترجمه کار اسانی نیست ولو که زبان دوزخ هم که باشد اگر خلا ونواقص در زمینه وجود داشت انرا به حساب کم سوادی و عجله تشویش مزد کار ... قلمداد فرماید