افغانستان- کابل:

د ۱۳۹۱هـ ش کال د اسد میاشت   او د ۲۰۱۲ ز کال د اګسټ میاشت

 

د افغانستان پر سرحدی سیمو د پاکستان د توغندیو د توغولو په اړه

دافغانستان ملی ګوند د اجرائیه شورا اعلامیه

ډیره موده کیږی چې دپاکستان له خاورې د افغانستان د کونړ  پر ولایت باندې د توغندیو بریدونه کیږی او د تروریستی ګروپونو را استول دوام لری. د دولتی سرچینو له مخې د څیړنیز هیئت د څیړنو په پایله کې ښکاره شوې ده چې دغه بريدونه د پاکستان اردو او استخباراتي اداره کوي. د کورنیو او دفاعی چارو وزارتونو مسئولین دا موضوع تائیدوی او وایی چې ددې توغندیو د توغولو له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ شوی دي. د کنړولایت ټولو دولتي او امنیتی ارګانونو څو وارې ددې موضوع د تائید خبر د دولتی مشرانو او د ناټو پوځیانو ته ورکړی او د کنړ اوسیدونکو ولسونو هم په دې اړوند څرګندونې او لاریونونه کړی دی.

د افغانستان مرکزی دولت تر ډیره دا موضوع کوچنۍ او بې اهمیته بلله، مطبوعات یې پر دې متهمول چې موضوع بیځایه پړسوی. خو اوس د مشرانو او ولسی جرګی په وړاندې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د درنو پرمختللو راکټونو انځورونه وښودل  او ویې ویل چې دا د پاکستان د پوځیانو مال دی او هیڅ بله ډله هغه په اختیار کې نه لری. د ملي امنيت اوپراتيفي مرستيال هم وويل، چې د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه د پاکستان اردو او استخباراتي اداره کوي. په هیواد کې د ناتو ځواکونو عمومی قوماندان هم په کنړ باندې د توغندیو د بریدونو په اړه د پاکستان له اړوند مقام سره د خبرو له پاره پاکستان ته سفر غوره کړ. ددې سره سره زموږ د ګران هیواد په خاوره د راکټونو بریدونه تر اوسه دوام لری، بې ګناه وګړی وژنی او ټپیانوی، د خلکو ملکیتونو ته زیان اړوی او هغوی د کډوالۍ ستونزوته اړباسی. په مطبوعاتو کې دا هم ویل کیږی چې پاکستاني پوځیان د افغانستان خاورې ته را ننوتلی او خپلې پوستې یې د افغانستان  خاورې ته را مخکې کړې دي.

د افغانستان ملی ګوند چې د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا، ملی حاکمیت، ملی نوامیسو او د ټولو هیواد والو له عامو ګټو څخه دفاع خپله اساسي دنده بولی، زموږ پر خاوره او خلکو باندې د ګاونډی هیواد پاکستان دا بریدونه په کلکه غندي. دا ډول لمسوونکی بریدونه د ټولو نړیوالو منل شوو حقوقی نامونو، ګاونډی توب د اصولو، انسانی اخلاقو او اسلامی نصوصو او معیارونو تر پښو لاندې کول دی او موږ د پاکستان له چارواکو ټینګه غوښتنه کوو چې دا بریدونه زر تر زره ودروی.

د افغانستان دولت چې د خپلې خاورې او د ملت د ټولو افرادو د دفاع دنده ور په غاړه ده، باید ددې سترې ملی مسئلې په وړاندې پټه خوله کښیننی او د ټولو دیپلوماتیکو او دفاعی کانالونو او تدبیرونو په واسطه د پردیو یرغلونو په وړاندې د خپل وطن او ولس څخه مناسبه او ډاډمنه دفاع وکړی. موږ د افغانستان له دولت او حکومت څخه په ټینګه غواړو چې په افغاني عزم د ویاړلی افغان ملت په ملاتړ ددې ملی ناورین مخه ونیسی.

 د افغانستان ملی ګوند له نړیوالو هیوادونو او اغیزمنو ځواکونو څخه غوښتنه کوی چې د افغانستان پر خاوره د تیری او په عامه وګړو باندې د راکټي بریدونو د مخنیوی له پاره د نړیوالو منل شوو حقوقی اصولو او نارمونو سره سم غبرګون وښئی او د انسان دوستۍ د اخلاقو پر بنسټ له افغان ولس سره مرسته وکړی.

د افغانستان ملی ګوند اجرائیه شورا د افغانستان له ټولو اوسیدونکو او د ملت له هر وګړی څخه غواړی چې د خارجی پټو او بربنډو تیریو په وړاندې سره یو موټی شی او په داسې حساسو شیبو کې خپل ملی یووالی ټینګ وساتی.

د افغانستان ملی ګوند د هیواد پر ټولو سیاسی ګوندونو، مدنی ټولنو، ډول ډول جوړښتونو او هر وګړی غږ کوی چې د هیواد د ځمکنۍبشپړتیا  او د خارجی یرغلونو په وړاندې د ولس په دفاع کې د عمل د وحدت پرخوا زغرد پل پورته کړی، تر څو وکولای شو چې پر ګډه د ټولو ظرفیتونو او امکاناتو د پکارولو له لارې د خپلو ملی ګټو او ملی نوامیسو په دفاع کې بریالی ګامونه واخلو.

ژوندی او سر لوړی د وی افغانستان!