کابل ـ د ۱۳۹۳ هـ ش کال د تلې  میاشتې دریمه نېټه

داوږدې مودې تر انتظار وروسته د ولسمشریزو ټاکنو جنجالمنه پروسه د ملیوحدتحکومت د جوړولو په موافقې سره پای ته ورسېده او د انتخاباتو د کمیسیون لخوا ډاکتر محمد اشرف غنی احمد زی د ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرائیويرئیس په توګه اعلان شول. د وطن د ترقۍ ملی ګوند  د ملیوحدتحکومت اعلانولو ته په ښه نظر ګوری او ډاکتر اشرف غنی احمدزی، ډاکتر عبداللهاو د هغوی مرستیالانو ته د نویو له مسئولیته ډکو دندو د نیولو مبارکی وایی او هیله کوی چې د پنځو راتلونکو کالونو په موده کې د هیواد د سمسورتیا او ملت د هوساینې په لاره کې د واحد او غښتلی حکومتي ټیم په توګهلویې بریاوې تر لاسه کړي.

د وطن د ترقۍ ملی ګوندد خپلې کړنلارې سره سم چې ټاکنی د ولسواکۍ د ټینګښت او پایښت لپاره یواځنۍ لار ګڼې، په انتخاباتي بهیر کې د خلکو د زیاتې برخې اخستنې په هیله ډېري هلی ځلی کړی دي او د راتلونکی ملی یووالی حکومت څخه دا هیله لري،څو د هیواد د ټولو اوسیدونکو په وړاندې بې پرې ملی سیاست پرمخ بوزي، د یوه او یا بل قومي، ژبني، نژادی، او مذهبي ګروپ په ګټه موقف ونه نیسی او د قانون په وړاندې د ټولو اتباعو حقوقوته په  یو شان نظروکړي، په هیواد کې امن او ثبات رامنځته او د دموکراسۍ، ټولنیز عدالت، انسانی کرامت، بشری حقونو، په دولتی ادارو او ټولنیزو چارو کې د ښځو او ځوانانو د ونډې د زیاتولو، ملي یووالی او د هیواد د ولایتونو د متوازن انکشاف پر اصولو باندی  د یوې هوسا او پرمخ تللې ټولنې بنسټ کیږدی. د اداري، سیاسی، ټولنیز او اقتصادی فساد جرړې وباسياوکار د کار وړ کسانو ته د هغوی دوړتيا ،صداقت او وطن پالنې د روحيې پر بنسټ وسپاری او په دې اړوند د روابطو پرځای ضوابط لوړ وبولي. د هیواد د اقتصادی نظام د ښه مدیریت په پایله کې پیاوړی شي، د ټولنیزو ګروپونو تر منځ د کرکې او زور زیاتی روحیه بدله او په حکومتي چارو کې د خلکو غوښتنې په رښتیني ډول په پام کې ونيول شي .

ښکاره خبره ده چې ژور بدلونونه د ژورو اصلاحاتو غوښتونکی دی چې د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیمونو د برنامو سرلیک او پیاوړې برخه جوړوی. بې له شکه چې د دواړو ټیمونو په موخو کې د ژورو بدلونونو، د فساد په ضد مبارزې ،ښې حکومتدارۍاودنه حذف كولوسياستوعدې ورکړل شوی دي. موږ هیله من یو چې په حکومت کې دواړهټیمونه خپلووعدوته وفادار پاتي شي نوځكه دټولوګډون به د ملی یووالی د حکومت په پروګرام کې  ژورو بدلونونو او پراخو اصلاحاتو ته لا نوره هم لاره پرانیزي.

د بدلون او اصلاحاتو د برنامو پلی کول په کار پوه، متخصص، متعهد، صادق او په عصری علومو سمبالو ماهرانو ته اړتیا لري. د وطن د ترقۍ ملی ګوند په اند په راتلونکی حکومت کې باید فاسد اشخاص ځای ونه لري، د حرفوی چاپلوسانو او زورواکانو مخه ونیول شی او نه یوازې په دواړو ټیمونو پورې اړوندو کسانو، بلکې ټولو افغانانو ته د هغوی د تخصص، تعهد، تجربې، پوهې، لیاقت، سپېڅلتیا او وطندوستۍ د معیارونو پر بنسټ په حکومت کې د ګډون زمینه برابره شي.

د وطن د ترقۍ ملی ګوندچې په بیلا بیلو مسلكونوکې د لوړو تحصیلاتو او کاری او مدیریتی تجربو لرونکو، صادقو او متعهدو کادرونو در لودونکیدي، تياردی  چې خلکوته د چوپړ په نیت د یادو برنامو او پروګرامونوپه  پلی کولوكيبرخه واخلي .

ومن الله التوفيق

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس