درنو، زړورو او په هیواد مینو مترقی مبارزينو!
اسلام علیکم و رحمة الله و برکاتهُ،
تر هرڅه د مخه له انګریزی زاړه استعمار څخه د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو ۹۸ یمه کليزه تاسې هر یوه او ستاسې له لارې ټولو ملی، دموکراتو، وطنپالو او پرمختګ غوښتونکوشخصیتونو ته د زړه له تله مبارکی وایم.

د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند چې په ۱۳۴۳ ه ش کال کې د جدیې په ۱۱ نېټه د کابل په څلورمه کارته کې ئې د لومړۍ کنګرې په واسطه د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د افغانستان په تاریخ کې لومړنی سراسری سیاسی مترقی او خلقی ګوند دی چې د طبقاتی ظلم او استبداد پر ضد ئې د افغانستان د رنځپلو خلکو د ګټو د دفاع جنډۍ لوړه کړه. ددې ګوند نومیالیو او سرښندونکو غړو د ۱۳۵۷ کال د غوايي د میاشتې په اوومه نېټه په هیواد کې د ثور ستر ملی او دموکراتیک انقلاب بریالیتوب ته ورساوه او د امانی اصلاحاتو لړۍ یې په نویو شرایطو کې بیا پیل او په سرعت او ژوره توګه دوام ورکړ.
د ثور ستر ملی او دموکراتیک انقلاب او د هغو لارښود (د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند) د داخلی ارتجاع او اشرافیت له مقاومت او د خارجې دښمنانو له سترو او ژورو توطیو سره مخامخ شو. ارتجاعی او استعماري ځواکونو د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند په وړاندې له هغو وسيلو او ذريعو څخه کار واخيست چې د اماني دولت د رانسکورولو له پاره یې ترې په بریالي ډول کار اخیستی ؤ. دا زموږ د پاک زړو او معتقدو مسلمانانو له ديني باورونو سره عوام غولوونکي چلند ؤ چې د امیر امان الله خان په شان یې د افغانستان د خلکو په دموکراتیک ګوند هم د کُفر او کمونیسم ټاپه ووهله. د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د واکمنۍ په راپرځولو سره یو ځل بیا د هیواد د آبادۍ او د ولس د سوکالۍ آرمانونه او پلانونه له ناکامۍ سره مخامخ شول.
خو لکه څنګه چې د امانی اصلاحاتو له پاره د ملی او مدنیت غوښتونکو مبارزینو فعالیت دوام درلود، همدا شان د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند افکار، پلانونه او ارمانونه هم زموږ د ولسونو په زړونو کې ځای لری او د افغانستان د پرمختګ، سوکالۍ، سولې، دموکراسۍ، فردي آزادۍ، مدرنیسم او ټولنیز اتفاق او عدالت پلوو ځواکونو د هغو د تر سره کولو له پاره خپله مبارزه په مختلفو ډولونو جاری ساتلی ده. اوس ددې وخت رارسیدلی چې خلقی وطنپاله مبارز ځواکونه د هیواد د ژغورنې او د ولس د سوکالۍ له پاره یو ځل بیا تر واحد بیرغ لاندی راټول شی او په یوه خوله او یوه زړه د ارتجاعی ځواکونو په وړاندې غښتلی غبرګون وښئي.
ملګرو!
ددې وخت رارسیدلی او د وطن، سیمې او نړۍ عینی او ذهنی شرایط په افغانستان کې د مترقی متحد ځواک د راجوړيدو او عملی فعالیت اړتیا را په ګوته کوی. موږ او تاسې باید د وخت همدې نه ځنډیدونکې اړتيا او قانونمندې غوښتنې ته بې له ځنډه په جرئت او مهارت مناسب ځواب ووایو. د اوسني عصر له حالاتو سره سم د خلکو دموکراتیک ګوند د اساسی ارمانونو غږ په ژوره بشردوستانه محتوی او خلقي مضمون خو په نوي شکل او معاصر ميتود را پورته کړو.
د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند اساسی ارمانونه او غوره موخې چې مظلومو، تر زبيښاک لاندی او محکومو طبقو او رنځپلو ټولنيزو ګروپونو ته خدمت او د هغوی له حقه حقوقو څخه دفاع ده، نه زاړه دي او نه له موده لويدلي دي. د هیواد د ځمګنۍ بشپړتیا او ملی استقلال ساتنه، د خلکو د پراخه کتلو له پاره د اوسیدو د مناسب ځای، د آبرومند ژوند د تأمين په خاطر د جامو او خوړو برابرول، د هيواد ټولو اوسیدونکو ته د مسلک او تخصص سره سم کار موندل، د ښوونې او روزنې د شرایطو برابرول او د روغتيايی او نورو اجتماعي بیمو رامنځته کول نن هم د پخوا په شان د دولت له اصلی دندو او مکلفیتونو څخه دي. د بشر د حقوقو تأمين، د فردي او اجتماعي آزاديو عملی کول، د افرادو د مصئونیت رامنځته کول، په ټولو باندې د قانون یو شان تطبیقول، د خلکو له پاره د منلي دموکراتيک نظام جوړول، د نرو او ښځو ترمنځ د تبعیض له منځه وړل، د ټولنیز عدالت رامنځته کول او داسې نور لوړ انسانی اهداف نن تر پخوا ډیر اړين شمیرل کيږي.
خو نن د کارګرانو، بزګرانو، وطنپالو روښانفکرانو، کسبګرو، وړې او ملی بورژوازۍ د ګټو ساتونکي په دې ښه پوهیږی چې د هيواد، سیمې او نړۍ حالات له نیمې پیړۍ مخکي وضعیت سره توپیر لري او باید پورته یادو شوو هدفونو ته د رسیدو لارې او روشونه له پخوانيو فرق ولري. ددې انساني ضروري هدفونو د ترلاسه کولو ډول او د هغو له پاره د سیاسی دولتي نظام او اړوندو ارګانونو د عملي کار روشونو ته باید بدلون او د نننيو حالاتو سره مطابقت ورکړل شی. په نویو ذریعو، وسیلو او روشونو سره د خلکو د اساسی ګټو او ارمانونو مطرح کول او د هغو د پلي کولو له پاره د مبارزینود پاخه سازمان جوړول د هیواد نه ځنډیدونکی دنده تشکیلوي. موږ او تاسې نن د همدې مشکل حل او غوره او تاریخی ضروری اقدام ته ملا تړلې ده او باید دوام ورکړو.
موږ په داسې حال کې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند تر نامه لاندې په بشر دوستانه، غریب پالونکي، پرمختګ غوښتونکي او مدرن سوله ایز سیاسي فعالیت پیل کوو چې د نوموړی ګوند له تنې څخه بیلابیلې لویې او وړې ټوټې بیلې شوې او هره یوه په یوه او یا بل شکل د خپل پخوانی ګوند د ارمانونو له پاره بیله بیله مبارزه کوی. موږ په سرعت او جدیت سره له هر ډول تبعیض او امتیاز پرته د ټولو خلقی قوتونو د وحدت پلویان او د همدې ارمان له پاره مبارزه کوو.
موږ پوهيږو چې دا آسانه کار نه دی. له یوې خوا همدا وطنپاله سازمانونه او اغیزمن شخصیتونه یو له بله سره معین مخالفتونه، رقابتونه او تفاوتونه لري چې زموږ د ځواکونو د وحدت په لار کې خنډونه رامنځته کوي او له بلې خوا په ملي کچه د مافیايی او ارتجاعي کړيو له سخت مقاومت، سیالیو او دښمنیو سره مخامخ یو. خو مبارزه جرئت، مهارت، پوخ تدبیر، د تداوم اراده او سرښندنه غواړی او موږ پخپلو ملګرو کې دا خاصیتونه وینو، له ټکرونو څخه نه هیریږو، قربانیو ته چمتو یو او د سوله ایزې سياسي مبارزې په سيالیو کې د ځان پر بریا باوري یو.
د اوسنیو شرایطو سره سم سیاسی ستراتیژی او تکتیک سنجول، د سیاسی ګوندی فعالیت ځانګړی میتودونه جوړول او د هغو عملی کول زموږ په بریالیتوب کې ښه رول لوبولای شی. په داسې حال کې چې په هر ځای او مشخصو شرایطو کې د هر ملګری او هر ولایتی او محلی سازمان شخصی ابتکار د قدر او درناوی وړ دی، خو په دې فعالیت کې باید ټول مبارزین له ځان ځانیو، افراطی او تحریکوونکو عملونو او له هغو خپل سرو کړو وړو څخه ځانونه وساتی چې د ټاکلي محل او یا ټول هیواد په کچه ملګرو ته ستونځې را پیداکولای، د وحدت پروسه ځنډولای او د مبارزې شرایط سختولای شی. له دې کبله لازمه ده چې په ښه ترتیب او تر منظم دسپلین لاندې په کامل احتیاط او عالی مهارت یو له بله سره په مشوره او تفاهم کې خپل فعالیتونه پر مخ بوزو. دلته له خپلو محلی او ولایتي ملګرو سره نږدی اړيکې او مشورې او په خاص ډول له لوړ ارګان او مرکز سره د فعالو اړیکو ساتل او د معلوماتو تبادله، مشوره، همغږی او پوښتنه ډیر اهمیت لري.
د پاسنیو توضیحاتو له په نظر کې نیولو سره لازمه ده چې په اوسنۍ مشخصه اوضاع کې په عملی فعالیت کې دا لاندې ټکی د ولایتی، ولسوالۍ او ځايي فعالينو له خوا په نظر کې ونیول شي:
1. تاسو ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان اوسنۍ جغرافیه د ګلدارې قالینی په څیر ده. د هر ولایت، ولسوالۍ، او کلي امنیتی، سیاسی او اقتصادی وضعیت له بل سره فرق لرلای شي. له دې کبله لازمه ده چې د مبارزې د ښه پرمخ وړولو له پاره (په مشخصه اوضاع کې د مشخص تحلیل) پرنسیپ په نظر کې ونیول شی او د هغو سره سم د عملي سازمانی او سیاسی کړو وړو تکتیک له لوړ ارګان او مرکز سره په مشوره کې غوره شی.
2. په وروستیو پنځلسو کالونو کې ټولو ملګرو ته جوته شوه چې په نویو نومونو د نویو «ګوندونو» ایجادولو او له خلقی نامه، ارمانو او ویاړونو څخه لرې کیدو او انصراف د هیواد ملی، دموکراتیک او خلقی جنبش ته د ګټې پر ځای زیانونه واړول. نویو ګوندونو او رهبرانو ونه شوای کړای چې د متفاوتو فرکسیونونو ملګری په ځان راتول کړی، د ولسی تودو ترمنځ نفوذ وکړی او د هیواد په کچه په عملی سیاست کې ور داخل او د پام وړ رول ولوبولای شی.
دې ګوندونو ونه شوای کولای چې حتی خپل نوم او رهبر ته د خلکو ترمنځ شهرت او اعتبار ورکړی. دوې اوس هم د خلقیانو په نامه پیژندل کیږی او غړو ته یې همغه د خلقی اعتبار ترنامه لاندې احترام کیږی. د مثال په توګه: که همدا اوس د هیواد د پلازمینې د سرچوک په میدان له زرو نفرو څخه پوښتنه وشی، ښایی چې کوم یو نفر په تصادفی ډول د همدې کوندونو څخه د کوم یوه نوم او د هغو رهبر وپیژنی، خو اهداف به یې یو له بله فرق نه شی کړای. اما دا هر یو به بیله شکه د خلق او خلقی له نامه او تر یوه حده د هغو له مرامونو خبر وی؛ (صرف نظر له دې چې څوک به ورته ښه او څوک به بد نظر ولری). ډیر متعهد او تجربه لرونکي مبارزین د همدې اوسنیو «ګوندونو» د نفاق او جنجالو ترمنځ بې تصمیمه ولاړ دی او سازمانی مبارزې ته زړه نه ښه کوۍ. لنډه دا چې د ګوند له واحدې تنې څخه د را ټوکیدلو «ګوندونو» د مبارزې اوسني چلندونه او روان میتود زموږ د هیواد ملی، مترقی، دموکرات او خلقی ځواکونه د بریا خواته نه، بلکې د انحطاط په لور بیایی. نو ځکه د ملی، دموکراتو او وطنپالو ځواکونو د یووالی د پیل له پاره د خلقيانو وحدت او قوت ته اشد ضرورت دی.
که بې له تعصبه، بی پرې او دقیقه څیړنه وشی، په لومړی ګام کې زموږ ملګری یوازې د خلکو دموکراتیک ګوند تر نامه لاندې را ټولیدای او وحدت ته رسیدای شی. د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند نوم په ملی او بین المللی سطحه د ټولو له پاره آشنا نوم دی او زر تر زره ئې پلویان په یوه سازمان کې سره راټولیدای او په ملي او نړیوال سیاسی ډګر کې ښه ځلیدای شی. نوی نومونه او سازمانونه د وحدت پرځای ملګری د نفاق او انشقاق په لور بیایی. له دی کبله د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند ترنامه لاندې د ټولو ملګرو په ګډون د وحدت د پروسې او بیباکه زړورې مبارزې اړتیا ده. (البته د اړتیا په وخت کې کیدای شی چې ګوند وروسته بیا خپل نوم ته د ټولو په خوښه بدلون ورکړی.)
3. د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند ترنامه لاندې د هغه د اساسی ارمانونو د پلی کیدو له پاره د وحدت پلویانو ته اړینه ده چې زر تر زره د ملګرو د انسجام له پاره خپل فعالیت پیل کړي. داسې چې بي له غوغا او شور ماشوره له خپلو ملګرو سره تماسونه ونیسی او سره منظم شی.
هغوی چې فی الحال د وحدت پلوی دی، د کمیت له په نظر کې نیولو پرته په چټکۍ سره د خپلو سازمانونو په جوړولو پیل وکړي. د ممکنو ژورو او عصری دموکراتیکو اصولو له لاری د خپلو کمیټو، ولسوالی واحدونو، خارجی هیوادونو او ولایتي او شهري کمیټو په جوړولو لاس پورې کړي. سازمانی واحدونو ته منشی، د منشی مرستيال او نور اړین کسان وټاکل شی او زر تر زره د لوړو ارګانونو او مرکز سره اړیکی ټینګې کړي.
هغه ملګری چې ددې حرکت سره فی الحاله نه یوځای کیږی، د ژورې ملګرتیا اړیکی ورسره وساتل شی او د نه یوځای کیدو علتونو او سوالونو ته يې په دقت او پوره غور غوږ ونیول شی، تر څو چې د راتلونکو له پاره ورسره د کار شرایط او لوی واحد حرکت ته د هغوی د تشویق او راشریکیدو له پاره فکر وشی او تدبیرونه یې وسنجول شی.
د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د غړو په لوی لښکر کې به داسی کسان هم وی، چې د مبارزې حوصله او عقیده به یې له لاسه ورکړې اوناامیده شوي وي. له دې ډول ملګرو سره باید د منظمو اړیکو او د هغوی د روحيې د راژوندی کولو تدبیرونه تر لاس لاندې ونیول شی.
4. سره له دې چې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند تر نامه لاندې مبارزې له پاره په هیواد کې عینی او ذهنی شرایط ښه برابر دی، خو بیا هم باید ملګری په لومړیو شیبو کې له لازم احتیاط څخه کار واخلی او په ځانګړې توکه په ناامنه او خطری ځایو کې ځانونه له بې وخته فشار څخه وساتي. داسی چې بې غالمغاله یو له بل سره اړیکې ټینګې کړی، په آرام او تدریجی ډول په ډیر مهارت خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. دا باید په نظر کې ونیسو چې زموږ لومړی کار د خپلو ملګرو سره تماسونه او د هغوي انتظام او انسجام دی. په ملي کچه لوی سیاستونه به د مرکز او د افغانستان د خلکو د ملی- دموکراتیکې شورا له لارې سنجول کيږی او د عملي کیدو تدابير به یې نیول کيږي.
5. هغه ملګری چی تر اوسه د نویو راټوکیدلو «ګوندونو» غړی او د واحد، اغیزمن، سراسری او غښتلی ګوند د جوړیدو پلویان دی، باید پخپلو رهبرانو او رهبری ارګانونو فشار واچوی چې په لومړی ګام کې د عملی وحدت د تأمین له پاره د افغانستان خلکو په ملی دموکراتیکه شورا کې د ګډ سیاسی فعالیت له پاره چمتو شی او په عین حال کې د سازمانی وحدت روحیه په ځان کې غښتلې کړي. که د ځینو دې نویو «ګوندونو» په رهبرانو باندې د صفوفو فشار نه وی، کیدای شی چې دا پروسه وځنډوی.
6. تاسې به خبر یاست چې ځینی ملګرو د نورو مخالفو او سیالو ګوندونو په سازمانی اپاراتو کې کارونه نیولی او خپل استعدادونه او تجربی یې د هغوی په اختیار کې ورکړی دی. له هغوی څخه ځینی یې په نوموړو ګوندونو کې د لوړ نفوذ، حیثیت او اعتبار څښتنان هم دی چې د اړتیا په وخت کې د خلقی جنبش د تقويې له پاره ښه کار کولای شی. هغوی باید تر هغو پورې چې د سنجول شوی سیاست له مخی نوی تصمیم نیول کیږی، همغلته خپل کار ته دوام ورکړي.
7. ملګرو ته باید دا توضیح او روښانه شی چې تر څو چې پخپلو کې وحدت ونه کړی او په غښتلی قوت وانه وړی، له نورو سره د سیال سازمان په شان د وحدتونو طرحه کول عملی نه دي، بلکې تر ډیره حده ورته د تسلیمیدو مفهوم لري. ټول ملګري باید په لومړي ګام کې د خپلمنځي وحدت شعار پورته او عملی کړي. له نورو سازمانونو او ګوندونو سره د اړیکو، تفاهم، ګډفعالیت او وحدت موضوع به بیا وروسته په ګډه تر بحث لاندې نیسو.
په پای کې دا خبره د یادولو وړ بولم چې زموږ اساسی غايي هدف د هیواد په کچه د ارتجاعی ځواکونو په وړاندی د لوی مترقی الترناتیف جوړول دی، خو موږ په دې پوهیږو چې دا کار وار د واره زموږ له توانه وتلی، بلکې باید په تدریج او مرحله په مرحله ددې جګ غره سرته ور پورته شو. موږ دې لوړې څوکې ته د ورجګيدو سفر د خلقی ځواکونو د وحدت له بهیر څخه پیلوو.
مشکل است، اما ازین بن بست باید بګذریم
از مـــیان این دیــوان مسـت بایـد بـګذریـم
(شاعر)