دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او مطرح دی. د دموکراسۍ په اړه ما ډیرې مقالې لیکلې. په هغې لړ کې مې په 

۲۰۱۱م کال کې یوه لیکنه د «دموکراسي (ولسواکي)» تر سر لیک لاندې نشر کړې ده.

 په هغې کې د دموکراسۍ یا ولسواکۍ په اړه بنسټیز علمی معلومات وړاندې شوی دی. هلته مې لیکلي چې د دموکراسۍ اصطلاح یونانيجرړې لريچې له دوو اجزاوو، (dēmos)ډیموس (خلکو) اوکراتوس(kratía) (حکومت کولو) څخه جوړه شوی ده. لغوی معنا یې په پښتو ژبه کې د ولسواکيیا پر خلکو باندې د خلکو حکومت کول دي. ولسواکۍ ته مختلفو کسانو او علمی سیاسی کړیو راز راز تعریفونه ورکړي چې په ټولو کې دا موضوع ځلیږي چې دولتيځواک په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د ولس په اختیار کې وي.

په لنډ ډول، دموکراسي داسې نظام دی چې خلک د ټاکنو، رايو او ګډون له لارې د دولت واک ته نظمورکوياو مهمېځانګړنې یېد خلکو د رايې له مخې د مشرانوټاکل؛ قانون پر ټولو برابر عملي کول؛ د بیان، غونډو او نظر د ازاديو تضمین او د بشري انفرادي او ټولنیزو حقونو درناویاو داسې نور یادولای شو.

سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دموکراسي د معینو شاخصونو پر بنسټ پر مختلفو ډولونو ویشل کیدای شي چې یو له هغو یې سوسیال ډموکراسي(Social Democracy) ده. سوسیال دموکراسي دمډرنې(عصري) دموکراسۍ يوه ځانګړې بڼه دهچې د کپیټالیسم دبازارداقتصادي نظام له دوام سره سره د ولسي کتلو په ځواک او ملاتړ د پرله پسې ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو له لارې د خلکو د هوساینې او ټولنیز عدالت د تأمین په خاطرد داسې رفاهی ټولنیز نظام جوړولو ته مبارزه کوي چې ورپکې هدف د ټولنې هر وګړي ته د ژوند اساسي څیزونه او خدمتونه برابرول دي. د هېواد هر اوسیدونکي ته د خوراک او څښاک د موادو رسول، د کور او جامو تأمینول، د کار او زده کړو د شرایطو برابرول، د تقاعد او روغتیایی بیمو پراخول او د اړتیا په وخت کې د داسې نورو ټولنیزومرستوبرابرولد سوسیال دموکراسۍ په سیاست او فعالیت کې لوړ ځای نیسي. سوسیال دموکراسي او ټولنیز رفاهي سیستم یې د مالياتو او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د عامه شتمنۍ د نابرابرویش او د کپیټالیسم د یاغی ودې مخنیوی او د کارګرانو، د وروسته ساتل شوو ټولنیزو ګروپونو او بې وزلو خلکو ملاتړ کوي. په ټولنه کې د سولې، ټولنیز پیوستون او دموکراتیکو اصولو، لکه انتخابات، د بیان ازادي، سیاسي سیالۍاو نورو ساتنه کوي. په بله ژبهویلای شو چېسوسیال دموکراسي غواړي د سرمایه‌داري نظام ښیګڼې او امکانات د خلکو د ګټو اود ټولنیز عدالت سره یوځای او همغږي کړي.

نور محمد غفوري

۲۶/۸/۲۰۲۵م

نوټ: د زیاتو معلوماتو له پاره مینه وال کولای شئ چې زما په فیسبوک پاڼه او ویبسايټونو کې دا لاندې علمي او رهنمودي لیکنو ته مراجعه وکړئ:

.  دموکراسی (ولسواکي)

.  مبارزه سیاسی دموکراتيک در نظام دموکراتیک ...

.  دموکراسي یعنې د نورو نظر ته احترام کول

.  د بیان آزادي

.  دین و دموکراسی

.  سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه

.   دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دیاو ډیرې نورې ...