یو ډیرمشھور ھوښیار ، د نړۍ ستر مُتفکردی

ډیرستر اقتصادپوه دی ، په ھرکارکی مُدبردی

بل سترد مرګ قاصد دی ، په ورانیوکی اتل دی

په خپلو ورانکاریو ، نه پښیمان دی، نه مُنکردی

د دواړو شخصیت ھم یو له بل متفاوت دی

یو ډیرپوه او خاکساردی ، بل ناپوه مُتکبردی

دایو یی په ټول ژوند کی د قلم سره لوبیږي

دا بل یی توپکماردی،لامُنکرندی ، مُقردی

دایویی سپین سپیڅلی،نه جاني دی،نه قاتل دی

دا بل په ګران وطن کی د جنګونو مُبتکر دی

دا یود خپل ملت ، بل د پردیو ګټی غواړي

دا یویی خپل ملت ته ، بل پردیوته مُثمردی

د دواړو پیژندل درته ، مھم اوضرور بولم

چی کوم درته په ګټه دی اوکوم درته مُضردی

چی کوم یوموخوښیږي،انتخاب موخلکوخپل دی

قیام مو قضاوت ته اوس لیوال دی مُنتظردی

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۵/۰۶/۲۰۱۴