د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم
عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم
سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم
بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم
د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم
ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم
په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم
د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم
امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم
زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم
د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه نـــه ویــریـږمــــــه، د خــــدای پــه توکل یم
چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا
(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم
نورمحمد غـفوري
۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴ معادل است با 12.11.2015