افغان موج

موجیم که آسودگی ما عدم ماست
ما زنده بر آنیم که آرام نداریم

FacebookTwitterDiggDeliciousGoogle BookmarksRedditLinkedinRSS Feed

زموږ په ګران هیواد افغانستان کې څلورپنځوس کاله تر مخه د ۱۳۴۳ هـ. ل. کال د جدیې په یوولسمه نېټه چې د ۱۹۶۵ ع کال د جنوری د میاشتې له لومړۍ نيټې سره برابره ده، د کابل په څلورمه کارته کې د نومیالی لیکوال او سیاستمدار- نور محمد تره کی په کورکې(د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند)د بنسټ ډبره کیښودل شوه. دا په افغانستان کې لومړنۍ مدرن سیاسی ګوند و چې د شاهی مستبد رژیم په موجودیت کې په پټه جوړ شو.  سره له دې چې د هغه وخت د حاکمانو له خوا د نوی اساسی قانون مطابق سیاسی ګوندونو ته د فعالیت جواز ورکړل شوی و، خو هغه یې د ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د فعالیت له پاره د ځانګړی فرعی قانون په تصویب او توشیح پورې تړلی و چې باید د پاچا لخوا توشیح شوای وای چې متاسفانه هیڅکله د هغه له خوا لاسلیک نه شو او د اساسي قانون دې مادې عملی جنبه پیدا نکړه.

 

د سیاسی ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د فعالیت د قانون نشتوالي د هیواد ټول سازمانونه او سیاسی ګوندونه په ګردجنه او نامعلومه سیاسی فضا کی ودرول. د ګوندونو د فعالیت له پاره د قانون او قانونی چوکاټ نشتوالی شاهی دولت ته چې په اصل کې د عامو خلکو په وړاندې د فیوډالانو او محلی خانانو  د ګټو ساتونکی و، امکان ورکاوه چې له هر سیاسی ګوند او ټولنیز سازمان او سیاسی او ټولنیزو فعالینو سره په آزاد لاس او پخپل زړه چلند وکړی. هغوی ته چې د رژیم په ګټه فعالیت کوی، د آزاد فعالیت زمینه برابره او ترې ننګه وکړی، خو هغوی چې کړنې یې د هغه وخت د حاکمو طبقو په زیان وی، تر فشار او شکنجو لاندې ونیسي.  د استبداد او اختناق په همداسې شرایطو کې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند را جوړ او مجبور شو چې په نیمه علنی او یا پټه توګه خپل فعالیت ته په احتیاط دوام ورکړي او ځان د دولت او نورو زورمندانو له تهدید او فشار څخه تر ممکنې اندازې بچ کړی.

سره له دې چې(د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند)  په مؤسسه کنګره کې یوازې ۲۷ کسانو، هغه هم په پټه ګډون کړی و، خو دې ګوند له همغې لومړیو ورځو د هیواد د سیاسی ځواکونو د انډول په بدلون کې غوره رول ولوباوه. د هیواد په پنځه زره کلن تاریخ کې دا لومړی سیاسی مدرن سازمان دی چې د مستبدو حاکمو کړیو په وړاندې یې د ټولو زیارکښانو(بزګرانو، کارګرانو، کسبګرو، وړو او ملی سوداګرو او د نورو مادی او معنوی نعمتونو تولیدوونکو)د ګټو د دفاع له پاره منظم سیاسی مرام وړاندې کړ، د زیار کښانو زامن او لوڼې يې پخپل سازمان کې راټولې کړی او له دې لارې یې د هیواد په سیاسی چارو کې برخې اخیستلو ته چمتو کړې. د ګوند داخلی فعالیتونه یې د تصویب شوې اساسناموی معیارونو پر بنسټ تنظیم کړل. د هیواد سمسورتیا، د خلکو د ژوند د کچې لوړتیا، ملی استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د ارتجاع او امپریالسیم په وړاندې مبارزه ددې ګوند د مرامی موخو اساسی ځوښا(شیره)جوړوي.

د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د جوړيدو تر وخته سیاست او سیاسی فعالیت د حاکمه کړیو او ممتاز قشر په انحصار کې ساتل کيده، خو د ا خ د ګ د سازمانی او روزنیز فعالیت له کبله د خوارانو اولادونه د سیاسی شعور، پاک وجدان او لوړو ټولنیزو اخلاقو څښتنان او د مدنې- سیاسی مبارزې له کلتور سره بلد شول.  

څرنګه چې دې ګوند په سختو ټولنیزو- سیاسی شرایطو کې مبارزه کوله، د علنی فعالیت امکان یې نه لاره، نو خپل فعالیت او تشکیلاتی- سازمانی سیستم یې د همغو شرایطو مطابق جوړ کړ. د ګوند د تشکیلاتو اساسی اسکلیټ یې د هغه وخت په نوی ټیپ انقلابي ګوندونو کې مروج(دموکراتیک مرکزیت)ومانه.

د(دموکراتیک مرکزیت پرنسیپ)د شلمې پیړۍ د اولو کلونو په ټاکلو شرایطو کې د(رضامند مرکزیت)پرنسیپ په وړاندې طرحه شو. په دی اساس  په داسې حال کې چې د(سوسیالیستي انټرناسیونال)غړو کارګري ګوندونو چې په پرمختللو بورژاوزي او آزادو ټولنو کې یې فعالیت کاوه، خپل تشکیلات د(د رضامند مرکزیت)یا د(خپلې خوښې دموکراتیک مرکزیت)پر اصولو پر مخ وړل، د(کومنټرن)په غړو کارګری ګوندونو کې د تشکیلاتو «دموکراتیک مرکزیت» پرنسیپ  رواج وموند.

زموږ په هیواد کې د دموکراتیک دولتی- سیاسی نظام او د سیاسی ګوندونو له پاره د فعالیت د قانوني چوکاټ په نه شتون کې د(دموکراتیک مرکزیت)په اصل جوړو شوو ګوندي تشکیلاتو د خپلو مثبتو اغیزو تر څنګ د ګوند په فعالیت ډیرمنفی اغیزې هم وکړې. د سیاسی فعالیت مخفی شرایطو د ګوندي غړو ترمنځ اړیکې محدودې کړې. ګوندي تشکیلات د ټاکلو رهبرانو سره د مستقیمو ځنځیری اړیکو په ډول جوړ شول. داسې چې له یوه رهبر سره د نورو رهبرانو لخوا د راجذب شوو ګوندی غړو د تماس امکانات کم او پیژندګلوي یې ناکافی پاته کیده. د ګوندي غړو او ګوندي سازمانونو ترمنځ د معلوماتو او فکری- تیوریکی موضوعاتو د شراکت او د اختلاف په ټکو د علنی بحث کولو امکانات نه و. طبیعی وه چې هر رهبر تر خپله رهبرۍ لاندې غړو ته هغه څه رسول، چې دده له نظره سره جوړ و. په دې ډول د ګوند په د ننه کې د هر رهبر تر لارښوونه لاندې لیکو کې خاصې اړیکې ټینګې او مشخص نظرونه ترویج او مسلط شول چې د مختلفو فرکسیونونو په رامنځته کیدو کې یې خپل رول ولوباوه.

د دموکراتیک مرکزیت تشکیلاتي پرنسیپ او د سیاسی پټ فعالیت شرایطو په ګوندي ژوند کې د مرکزیت او ګوندي دموکراسۍ ترمنځ تعادل له منځه یووړ. په ټول ګوند او په تیره بیا په ولایتی او محلی سازمانو کې د جمعی پریکړو په نسبت له پاسه د را رسیدلو دستورونو عملی کولو تفوق او حتمیت وموند. د(دموکراتیک مرکزیت)پرنسیپ سیاسی ګوند په داسې نیمه نظامی(شبه نظامی)سازمان بدل کړ چې له پاسه را رسیدلې قوماندې د سازمانونو کلکتیفی پریکړې بې اهمیته او ماتولې او د ګوندي غړو فردی آزادي یې له منځه وړله. څرنګه چې ولایتي او محلي ګوندي سازمانونو ته د رهبرۍ دستورونه د مشخصو مسئولینو له لارې رسیدل، په ګوندی غړو کې د نظر اختلاف، د فرکسیونونو ایجاد او د شخصیتونو پالنه یې طبیعی محصله بلل کیږي. په نتیجه کې ویلای شو چې د ګوند داخلی فرکسیونونه د رهبرانو له فردی ارادې څخه زیات د هغه وخت د مبارزې او د معلوماتو د تبادلې د عینی شرایطو او د مروج تشکیلاتي پرنسیپ زیږنده دي. ښه او سمه به داوي چې د مضرو فرکسیونونو او د ګوند په داخل کې د کشمکشونو او تقابل غوره مسئولیت د ګوندی رهبرانو پر ځای د هغه وخت د استبدادی رژیم په واکمنانو، د ټولنې او د مبارزي پر عینی او ذهنی شرایطو او همداراز په ګوند کې د مروج تشکیلاتی سیستم په غاړه واچول شی. که عیني شرایط او د سیاسی فعالیت تشکیلاتی روشونه د ذهنیتونو جوړوونکی وبولو، دې نتیجې ته رسیږو چې د ا خ د ګ بریاوی او ماتې د افرادو د شخصی ارادې پر ځای عمدتا د ټولنې په عیني شرایطو، آزاد حزبی فعالیت له پاره د قانون نشتوالی او ګوندي تشکیلاتی سیستم کې ولټوو.

  د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په داخل کې د زیانمنو فرکسیونونو د ایجاد غوره فکټورونه د ګوندې رهبرانو له ارادې بهر او تر ډیره حده پر ګوند او رهبرانو تحمیل شوی و. ګوندي دموکراسۍ او د متقابل زغم کلتور هم په کافی اندازه وده نه وه کړې. رهبرانو نه شوای کولای چې د اختناق په شرایطو کې د اختلاف ټکې په سیمینارونو، کنفرانسونو او کنګرو کې د آزاد بحث له لارې د ګوندی غړو پراخه کتلې ته ورسوی، د ټول ګوند قضاوت ته یې وړاندې او مرحله په مرحله ورباندې په آزاده فضا کې تفاهم او په دموکراتیکو اصولو جمعي پریکړې وکړي.

د ا خ د ګ او د نړۍ د نورو ورته سیاسی ګوندونو سازماني- تاریخي تجربې موږ ته دا را زده کوی چې د افرادو پر سر د بحث او اختلاف پر ځای د نظری طرحو او تشکیلاتی پرنسیپونو پر سر تفاهم او توافق ولټول شي، تر څو وکولای شو چې د خلقی، ملی او دموکراتو مترقي ځواکونو ترمنخ د وحدت او اتحاد مسئلې حل کړو. په نویو شرایطو کې د عصری اهدافو په شاوخوا د دموکراتیکو اصولو په منلو سره کیدای شی چې په هیواد کې د غښتلی خلقی او عدالت غوښتونکی سیاسی ګوند تشه ډکه شي. دموکراتیک تشکیلاتی اصول د ګوندي سازمانونو په پریکړو او فعالیت کې د ګوندي غړو د آزاد او زغرد فعالیت او د واحد نظر د رامنځته کیدو او بنسټیز کیدو زمینه برابروی!

 

نور محمد غفوری

۱/۱/۲۰۱۹