افغان موج

موجیم که آسودگی ما عدم ماست
ما زنده بر آنیم که آرام نداریم

د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم          فرق یی نشته په(ماربورګ)که په(کابل)یم

عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې          د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم

سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم           ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم

بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې         ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم

د بـــــازار د مـینې(لــــنډه کـیسه)نـه یم          د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ(نــــاول)یـــم

ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم            ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم

په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی          خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم

د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو           یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم

امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم            خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم

زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم            نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم

د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه             نـــه ویــریـږمــــــه،  د خــــدای پــه توکل یم

چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا

(غـــفوری)د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم

نورمحمد غـفوري

۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴ معادل است با  12.11.2015