افغان موج   

چی ننګ په لیلا ونکړي مجنون خوداسی نه وي

چی سرپه وطن ورنکړي پښتون خوداسی نه وي

د مینې په جنون کی ھرعاشق له سره تېروي

چی سرته پکی خیرغواړي جنون خوداسی نه وي

داځېنې د ښکیلاک اوخلاصون فرق کولای نه شي

پردي موچی مشران ټاکي خلاصون خوداسی نه وي

د ژوند په ځای مونږبیرته د جنګونوپه لاربیايي

که دې ته څوک بدلون وايي بدلون خوداسی نه وي

ملت چی په قومونواوقومونه په خېل ویشي

دې کارته که څوک یون وايي نویون خوداسی نه وي

د ګډ ژوند بنسټونه موټول وران شول لاورانیږي

وراني که څوک سمون بولي سمون خوداسی نه وي

بیځایه نومول دي وروروژنه (قیام ) بولي

چی وروڼه یوبل وژني نوپاڅون خوداسی نه وي

الحاج الھام الدین قیام

03/11/15