افغان موج   

 

لومړۍ برخه

د کمینټرن د بنسټ ایښودلو لومړۍ نړیواله کنګره

نور محمد غفوري

ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده) تر سرلیک لاندې مې درنو لوستونکو او مینه والو ته د نورو مطبوعاتو او خپل فیسبوک له لارې وړاندې کړه؛ د کارګري انترناسیونال د راپیدا کیدو، فعالیت، ودې او انحلال په اړه لنډ معلومات ځای کړی دي. اوس غواړم چې په دې لیکنه کې چې په مختلفو برخو کې به خپره شي، د کمینترن د رامنځته کیدو، فعالیت او انحلال په اړه ځانګړی معلومات وړاندې کړم.

 

د پانګوالي نظام د بین المللی کرکټر له پيژندلو سره سم د کارګري جنبش رهبران هم دې پایلې ته ورسیدل چې د کپيټالیسم په وړاندې د کارګرانو مبارزه هم باید بین المللی خصلت ولري. دې هدف ته د رسیدو په خاطر یې د ۱۸۶۴م کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۸مه نېټه په لندن کې د (کارګرانو د نړیوالې ټولنې Internationalen Arbeiter-Assoziation) تر نامه لاندې د لومړي کارګري انترناسیونال د بنسټ ډبره کېښوده. په دې غونډه کې د کارګري ګوندونو او سازمانونو تر ۲۰۰۰ تنو زیاتو استازو له فرانسې، انګلستان، ایتالیا، آلمان، پولند، سویس او نورو هیوادونو څخه برخه واخیسته. لومړی کارګري انترناسیونال د نورو فکټورونو تر څنګ د انارشیستي او کمونیستی کارګري ایدیولوژیو د ټکر په پایله کې په ۱۸۷۶م  کال کې منشعب او منحل شو.

د کارګري جنبش لومړی انټرناسیونال د نړیوال جنبش له پاره ښه ازمویښت و چې تر انحلال وروسته یې هم دا اړتیا پر ځای پاته شوه چې د نړیوال پانګوالي نظام د لويي غوښتونکو هڅو د مخنیوي له پاره باید کارګران هم د دفاع نړیوال دیوال جوړ کړي، تر څو د مختلفو ملتونو تر منځ د امپریالیستی جګړو او په ځانګړو هیوادو کې د کارګرانو د غیر انساني استثمار مخه ونیولای شي. همغه و چې په ۱۸۸۹م کال کې په پاریس کې (دوهم سوسیالیستي انترناسیونال) جوړ شو. دوهم سوسیالیستی انټرناسیونال هم د لومړۍ نړیوالې جګړې د راتلو سره له منځه ولاړ.

 په ۱۹۱۷م کال کې په روسیه کې سوسیالیستي انقلاب بري ته ورسید او دولتي واک د کارګرانو په استازیتوب د شوروي اتحاد کمونست ګوند په لاس کې واخیست. په دې وخت کې د کارګرانو دریم انترناسیونال یا کمینټرن رامنځته شو چې د پخوانیو په شان یې ټول کارګري سوسیالیستي ګوندونه په ځان کې راټول نکړل، بلکې یوازې د بلشویکي مفکورې پلوي کمونیستي ګوندونه پکښې راټول شول او د (کمونیستي انټرناسیونال) په نوم ونومول شو.

کمونیستی انترناسیونالKommunistische Internationale  (KI) چې د دریم انترناسیونال او کُمینټِرن Komintern په نوم هم یادیږي، د کمونستو ګوندونو نړیوال سازمان دی چې په ۱۹۱۹م کال کې د لینین په ابتکار په مسکو کې جوړ شو. دا د شلمې پیړۍ د لومړۍ نیمایي ډیره مهمه پیښه بلل کیږي. د شوروی اتحاد د کمونست ګوند تر څنګ او د شوروي څخه د باندې لویه برخه او غښتلي رول ورپکې د آلمان غښتلي کمونست ګوند لاره او د امپریالیسم او جګړه ایز چاپیریال د تسلط په شرایطو کې یې د نړیوال پرولتري انقلاب له پاره هڅې اساسي هدف منل شوی و. نړیوال پرولتري انقلاب چې د کمنترن په فکر په ۱۹۱۷م کال کې په روسیه کې پیل شوی و، باید په نورو هیوادونو کې هم دا نمونه عملي شوې وای. نور پرولتری (کارګري) ګوندونه د همدې انقلاب او بلشویزم د ایدیولوژیک او تشکیلاتي اصولو تر اغیزې لاندې راغلي و او په ډیرو ځایو کې د انقلاب د بریا له پاره د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د دولت مالي مرستو هم خپل رول لوبولی شوای. په لنډه ویلای شو چې د شوروي اتحاد کمونست ګوند او د اکتوبر سوسیالیستي انقلاب د ډیرو هیوادونو په کارګري ګوندونو اغیزه وکړه او د شوروي تاثیر او نفوذ یې پر هغوی زیات کړ.

د کُمينتِرن تر جوړېدو وروسته او په ځانګړي ډول کله چې په ۱۹۲۴م کال کې سټالین د شوروي سوسیالیستي جمهویتونو ګوندي او دولتي واګې په لاس کې واخیستې، داسې سیاست یې پرمخ کې ونیو چې غوښتل یې دریم انټرناسیونال د شوروي دولت موخو ته (په تیره بیا په خارجی سیاست کې) د رسیدو په آله واړوي.  په دې ډول د کُمینترن اصلی هدف چې د نړیوال پرولتري انقلاب بریا وه، ورو ورو د هغه د مرکزي سیاست څخه لرې شو. د شوروي اتحاد د ګوند او دولت د دیکتې سیاستونو د نورو هیوادو په کارګري ګوندونو باندې ناوړه اغیزه وکړه، له ځانه یې لرې کړل، د کمينترن د اغیز او اهمیت اندازه په ډیرو هیوادونو کې کښته راغله او په ۱۹۴۳م کال کې منحل شو. وروسته بیا د پرولتري کمونستو ګوندونو د نړیوالې همغږۍ له پاره په ۱۹۴۷م کال کې، بیا هم د مسکو په ابتکار کمونیستی معلوماتي دفترKommunistische Informationsbüro  یا کومینفارم (Kominform) د هغو په ځای جوړ شو.

تر لومړۍ نړیوالې جګړې او د اکتوبرد سوسیالستي انقلاب له بریا وروسته په ۱۹۱۹م کال کې د کُمینترن لومړۍ کنګره د ۳۰ هیوادونو د کارګري کمونیستي ګوندونو په ګډون په نړیوالو بحراني او انقلابي شرایطو کې جوړه شوه او د بورژوازۍ په وړاندې یې د پرولتاریا د دفاع او نړیوال پرولتري انقلاب له پاره له هرې (سوله ایزې او جګړه ایزې) وسیلې کار اخیستل مشروع وبلل. په کارګري ګوندونو یې غږ وکړ چې د امپریالیسم په مقابل کې وسلو ته لاس کړي. شعارونه یې دا و چې د وسلې په ضد وسله!، د زور په وړاندې زور!

د کُمینترن د لومړۍ کنګرې د اکثریت غړو په نظر د مبارزې نورو ټولو میتودونو، په دې لړ کې پارلمانی مبارزې هم باید د وسله وال مقاومت او فعالیت په خدمت کې قرار لرلای وای.

د کُمینترن دوهمه نړیواله کنګره په ۱۹۲۰م کال کې جوړه شوه چې غوره اجندا یې پخپله د کُمینتِرن او کارګري ګوندونو تشکیلاتي جوړښټ و. د کُمينتِرن په دې کنګره کې د بلشویکانو او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند مسلط رول تثبیت شو. په کُمينتِرن کې د غړیتوب منلو ۲۱ لنینی شرطونه بې له بحثه ومنل شول. همدا شان د لنین لخوا طرحه شوی ګوندي تشکیلاتي او د رهبرۍ پرنسیپ د (دموکراتیک مرکزیت Demokratische Zentralismus) تر نامه لاندې د کُمينتِـرن د ټولو غړو ګوندونو لخوا ومنل شو، د ځانګړو هیوادو د پرولتري ګوندونو استقلالیت یې محدود کړ او د مستقلو هیوادو پرولتري ګوندونو ته د کُمينټِرن د ملي څانګو حیثیت ورکړل شو. همدې شرایطو لکه په انټرناسیونال کې، همداسې په ډیرو هیوادو کې په پرولتري ګوندونو کې د نظرونو اختلاف او انشعابونه له ځانه سره راوړل.

د کُمينټِرن د پریکړو عالی ارګان د غړو ګوندونو (نړیواله کنګره) ومنل شوه چې هر کال باید دایره شوې وای، خو په عمل کې د هغه د ژوند په ۲۴ کاله عمر کې دا کنګره یوازې اوه ځلې، هغه هم د شوروی د کمونست ګوند او دولت په غوښتنه په مسکو کې جوړه شوه. د کُمینټِرن په (اجرائیوي کمیټه) کې چې د دوو کنګرو ترمنځ یې ددې جوړښت چارې سمبالولې،  شوروي اتحاد اوږد لاس لاره او د هر هیواد د پرولتري ګوند په دندو کې یې ځان ته د پلټنې او لاسوهنې حق ورکاوه.

د کُمينټِرن د تشکیلاتی سیستم له پاره د یوویشتو لینینی لارښود اصولو منلو د هغه په عضویت کې د هغو ګوندونو د منلو له پاره موانع رامنځته کړل چې په پریکړو کې د خپلو غړو د پراخې برخې اخیستو او نظر ښکارولو ته یې وخت او اهمیت ورکاوه. دا ددې سبب شول چې د کمينټِرن د غړو هیوادو په کارګري ګوندونو کې مرکزي پریکړې او قوماندې وچلیږي او د ګوند داخلي دموکراسي خفه کړي. په ډیرو هیوادو کې کارګری ګوندونه د بلشویکي او غیر بلشویکي ملي مستقلو طرحو، تکتیکونو او ستراتیژیو د منلو او نه منلو له کبله له انشعابونو سره مخامخ او بې ځواکه شي. د مثال په توګه د آلمان، فرانسې او ایټالیا غښتلی پرولتري ګوندونه منشعب شول او یوازې کوچنۍ څانګې یې په کمینټرن کې داخلې شوې.

د کومینټرن په دوهمه کنګره کې  چې ۴۱ ګوندونو پکښې ګډون لاره، د کمونستانو لخوا د امپریالیسم سره د مبارزې د اعلان تر څنګ د پرولتري جنبش له ټولو نورو بهیرونو سره د دښمنۍ او سختو ټکرونو پریکړه وشوه. د کمینټرن غړو ګوندونو ته هدایت ورکړل شو چې «د ریفورمیستانو هر ډول سیوری دې په سیستماتیک ډول او بیرحمۍ سره په نښه» او وټکول شي. ریفورمیستان او سنترالیستان دې له ټولو سازمانونو وشړل شي. «کُمینټرن ټولو غړو ګوندونو ته اخطار ورکوي چې دا تغیرات به حتماً او په کم وخت کې عملي کوي». د کُمینټرن دوهمې کنګرې وغوښتل چې مطبوعات، پارلمان او صنفي اتحادیې دې د ګوندي رهبرۍ له پریکړو سره سمې او د هغو تر نظر لاندې جوړې او ګوندي سیاست د تعقیب کړي. په کنګره کې دا پریکړه هم وشوه چې د کُمينټِرن غړي ټول ګوندونه مکلف دي چې غیر علني "موازي تنظیمي وسیلې رامینځته کړي چې په مهمه شیبه کې به له ګوند سره مرسته وکړي چې خپله انقلابي دنده سرته ورسوي." په حقیقت کې، دا د ځمکې لاندې تنظیم او په دې لړ کې د وسله وال او پولیسي تنظیم غوښتنه وه چې باید ټولو ګوندونو رامینځته کړي وای.

د کُمينټرن دې کنګرې نړیوال کمونستي جنبش د لنین د بلشویکي ایدیولوژۍ په تنګه کڅوړه کې واچاوه او په ایدیولوژیک لاک کې یې ونغښت. نه یوازې له پانګوالي نظام او پانګوالانو سره یې مستقیمی جګړې ته وهڅاوه، بلکې له لبرالانو او مختلفو کارګري او سوسیالیستي نظریو سره یې هم خپله بې رحمه دښمني اعلان، ځان یې له عام پرولتري جنبش څخه را بیل او د نړیوال پرولتري جنبش ترمنځ یې ټکرونو ته بهانې جوړې او لارې خلاصې کړې.

د پانګوالۍ پر ضد د وسله والې مبارزې طرحې دا هم اړینه کړه چې په ګوندونو کې د دموکراتیک مرکزیت تر نامه لاندې کلک شبهِ نظامي (اردو ته ورته) دسپلین ټینګ شې، د ګوندي داخلي دموکراسۍ مخه ونیول شي، د رهبرۍ د پریکړو عملي کول د ګوند هر غړي ته حتمي او د رهبر اراده او تصمیم پر ټول ګوند تحمیل شي. په دې توګه یې کولای شوای چې ګوندي لیکې د وسلو اخیستلو او وسله وال پاڅون ته وروزي او انقلابې اوسپنیز دسپلین ورباندې پلی کړي.

 د کُمینټِرن د دوهمې کنګرې پریکړو له ځانه سره ډیر منفی جانبي عوارض هم لرل. د کُمينټِرن د غړو ګوندونو لخوا تر ځمکه لاندې د پټو ګوندي، پولیسي او وسله والو تنظیمونو جوړولو ددې زمینه برابره کړه چې پانګوال دولتونه چې د بشر د حقوقو مدعیان او د بیان آزادي ورپکې عملي کېده، په پرولتري ګوندونو د تروریستي سازمانو تهمت ولګوي او د پټو تروریستي ګروپونو څښتن او روزونکي یې وبولي. په دې بهانه  او په همدې علت یې تر جدی پولیسي تعقیب لاندې ونیسي، پټ سازمانونه یې کشف او تر ضربو لاندې راولي او ګوندونه هم په همدې بهانه وټکوي او کمزوري یې کړي.

له ټولو نورو سیاسي بهیرونو او په دې لړ کې له نورو پرولتري ګوندونو (لکه سوسیالیستانو، سوسیال دموکراتانو، انارشیستانو، ریفورمیستانو، سنترالیستانو او نورو...) سره چې د کارګرانو له ګټو او حقوقو یې پخپل ډول دفاع کوله، د دښمنۍ اعلان دوې نامطلوبې پایلې له ځانه سره راوړې:

 یوه داچې د بین المللي کارګري جنبش د مختلفو طرحو او ډلو ترمنځ یې سرې کرښې وایستې، غښتلی پرولتري عمومي ځواک یې منشعب، بې اتفاقه او په کوچنيو ډلو وویشه.

او بله دا چې د همدې ټوټو ترمنځ بحثونو او ټکرونو د پرولتري جنبش ډیره انرژي، وخت او امکانات بې ځایه ضایع کول. ددې پر ځای چې د دوی ټولو قوه د امپریالیسټي دولت پر ضد پر یوه واحد جهت موازي عمل وکړي، د دوی د استعداد یوه برخه پخپلو منځو کې په مصرف رسیده.

کمینترن د خپلې دوهمې کنګرې د سیاسي او تشکیلاتي پریکړو غلطیو ته متوجه شو او په دریمه او څلورمه نړیواله کنګره کې د هغو د اصلاح له پاره لاس په کار شو.

(نور بیا)