افغان موج   

تادانګرېزپه دستورجوړدی سترفساد،پنجابه

په شيطانت کې خدای درکړی استعداد،پنجابه

ستاپه وجودکې هرګاونډته،سترجنجال جوړشوی

غواړې دبل چاپه ورانۍ کې،خپل مرادپنجابه

ته یی چې مونږته دې داوربلې لمبې ،راوړي

ستاپه بل کړي اورموسوځي ټول هيوادپنجابه

ته مودادرې لسيزې يوورورپه بل ورورقتلوې

ته ېی زمونږدهرشهيد قاتل جلاد،پنجابه

ته په هرکار لکه يهود،اسلام ته زيان رسوې

بريښي چې اخلې هدايت ته له موسادپنجابه

هسې په خوله نارې وهې،اسلام اسلام يادوې

خوپه اسلام باندې دې نه شته اعتقاد،پنجابه

دمنافق په نوم دې ،ټول مسلمانان پيژني

هيڅ مسلمان درباندې نکړي اعتماد،پنجابه

يامسلمان شه،داسلام په لاره سم روان شه

ياپه جرئت وکړه اعلان دارتداد،پنجابه

ته چې افغان غيورملت ته،تل ذلت لټوې

قيام دې غواړي دواړه(دين،دنيا)بربادپنجابه

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی