افغان موج   

 

 

 

نورمحمد غفوری                       

سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه

(دریمه او وروستۍ برخه(

۲ټولواکه (توتالیتار) سیاسی سیستمونه:

 د سیاسی سیستمونو د ډول پیژندنې پدې ټیپ کې (توتالیتاریسم)، چې په پښتو ژبه کې مو ټولواکی ژباړلې ده، د دموکراتیسم (ولسواکۍ) مخالف قطب جوړوی. د توتالیټاریسم (Totalitarism) د کلمې ولیې د ټوټال (Total) لغت ته رسیږی چې لاتینی مبدأ لری او د مطلق، کامل، ټول او مجموعی معنی ورکوی.  ټولواکه (Totalitar)سیاسی سیستمونه هغه دی چې د حکومت او د هیواد د سیاسی واک څښتنان یې نه یوازې د سیاست په ډګر کې تسلط لری، بلکې د ټولنیز ژوندانه په ټولو برخو او د افرادو په خصوصی چارو کې هم مداخله کوی. هر څه تر خپلې څارنې لاندې ساتل غواړی او هڅه کوی چې په هیواد او ټولنه کې ټولې پدیدی او پروسې پخپل زړه برابرې کړی او پر هر څه باندې خپل حاکمیت وساتی. ټوتالیتار رژیمونه ټوله جامعه  د یوې ټاکلې ایدیولوژی له پلوه سیاسی کوی،  د عقیدو او نظریاتو تنوع  ته اجازه نه ورکوی، د وګړو اړیکې څاری، جمعی اطلاعاتی وسایل، د ښوونې او روزنې  او کلتوری فرهنګی چارې د دولت تر کنترول لاندې  راځي. د مدنی ټولنې جوړښتونو ته د طبیعی پیدایښت او نورمالې ودې  موقع نه ورکوی او د هغو پرځای هڅه کوی چې په مصنوعی توګه له پاسه د دولت تر کنترول او لارښونې لاندې جوړښتونه په ټولنه وتپی. په توتالیتر رژیمونو کې د ځوانانو، کارګرانو، ښځو، هنرمندانو، محصلینو او نورو ټولنیزو ګروپونو اتحادیې او سازمانونه د واکمن ګوندپه چوکاټ کې  جوړیږی، سیاسی بڼه نیسی او د دولت په خوښه او د هغه تر کنترول لاندې وی.  د داسې سیستمونو واکداران کله ان تر دې حده د خپلې ارادې په پلی کولو کې وړاندې ځی چې د طبیعت او ټولنې د ودې د عینی قوانینو د عمل او لوری سره هم ډغرو وهلو او زور آزمایلو ته بډې وهی. د سیاسی پوهنې ځینې څیړونکی توتالیتاریسم په« ښی» او «چپ» ویشی او  د ټولواکه (مطلق العنانه) سیستمونو خورا غوره او وتلې ټیپیکې کلاسیکی تاریخی نمونې هټلری فاشیسم او د شوروی سټالینیسم بولی.  دا خبره بیا د ځینو د انتقاد او کره کتنې موضوع ګرزیدلې ده . د شوروی سټالینیسم او هټلری فاشیسم دوه یو د بل ضد څیزونه بولی . یو له بله سره د متضادو ایدیولوژیو لرونکی، د مختلفو اهدافو تعقیبوونکی او په بیلا بیلو اقتصادی او ټولنیزو شرایطو کې یې وده او فعالیت کړی دی. دوی داسې نظریه وړاندې کوی چې سټالینی سیاسی سیستم د هغه وخت د شوروی اتحاد په سوسیالیستی شرایطو کې رامنځته شوی او د بورژوازی تولیدی نظام د له منځه وړلو له پاره یې د پرولتاریا د دیکتاتورۍ په ټینګولو او د لنینی ټیپ سوسیالیستی ټولنې په جوړولو کې کوښښ کاوه. په داسې حال کې چې فاشیسم هغه سیاسی بهیر بولی چې د امپریالیستی بورژوازۍ د ډیرو ارتجاعی کړیو له ګټو څخه ننګه کوی. په نژاد پالنه او ملی تعصب ولاړ او د انحصاری پانګې د دکتاتورۍ یو سخت او تروریستی شکل منځته راوړل او ټینګول یې هدف دی. په پای کې داسې نتیجی ته رسیږی چې ددې دوو متضادو سیستمونو تر منځ کومې پیاوړې شریکې وجهې نشته.  د سیاسی سیستمونو د نویې تر بحث لاندې ډول پیژندنې (ټیپولوژۍ) د تیوری پر اساس د دولتونو ایدیولوژی، اهداف او د هغوی د ایجاد او فعالیت ټولنیز، اقتصادی او تاریخی شرایط د موضوع اساسی مسئله نه ده او یو له بله سره د دوی پرتله کول او له یوه څخه د بل غوره ګڼل یې هم هدف نه دی. د سیاسی سیستمونو په دې ډول پیژندنه او ټيپولوژۍکې د حکومت کولو، د سیاسی واک د نیولو او د هغو د ساتلو تخنیک، میتودونه او چلونه  او په فرد او ټولنه باندې دهغواغیزې او پایلې تر هر څه ړومبی په نظر کې نیول کیږی او تر بل هر څه غوره رول لوبوی. په دې ځای کې نه یوازې داچې د هټلریزم او سټالینیسم ترمنځ ورته والی له شکه وتلی، بلکې د ایټالوی فاشیسم،  ماؤ، چایسسکو، او ډیرونورو دولتونو او حکومتونو ترمنځ هم مشترکې وجهې شته چې کیدای شی هغه په لاندې ډول په دریو غوره علامو کې څرګندې شی •    یو ګوندیز سیستم:   په ټوټالیتر رژیمونو کې معمولاً یو سیاسی ګوند موجود وی چې هغه پخپله د دولت واګې په لاس کې لری او د سیاست په ډګر کې د نورو ډلو او مخالفو ګوندونو موجودیت نه شی زغملای. د مخالف غږ د پورته کیدو زغم نلری او د سیاست په ډګر کې د سیالیو موجودیت ته غاړه نه ږدی. په داسې شرایطو کې په سیاسی ډګر کې ماتې خوړلوډلو او کسانو ته په سپکه سترګه کتل کیږی او د منحرف او ګنهګار په حیث معرفی کیږی. د مرتدو، منحرفو او دوه زړو عناصرو څخه د ګوند تصفیه ورپکې رواج وی.  دولت د ټولنې د بیلا بیلو او متضادو ګټو لرونکو ډلو ترمنځ د منځګړی رول نه لری، بلکې د خپلو ګټو مخالفین له منځه وړی.  د توتالیتر رژیم واکمنان داسې انګیری چې ملت پخپله ګټه او تاوان سم نه پوهیږی، له دې کبله باید حاکم ګوند او واکمنه ډله د هغوی پرځای تصمیم ونیسی او د ملت استازیتوب وکړی. ښي اړخه توتالیتاریسم بیا په ټولنه کې د ټولنیزو ډلو تفاوتونه او طبقاتی تضادونه له بیخه نفی کوی.  دولت ځان تر هرچا لوړ، د ټولنې د اخلاقی او سیاسی وحدت سمبول او د ټول ملت د ګټو استازی او مدافع بولی.   دا ډول سیاسی سیستم نه یوازې چې د خلکو د پراخه کتلو د ګټو څرګندوی نه شی کیدای، د ولس رضامندانه ملاتړ له ځانه سره نه شی لرلای او د ملت اراده د خپل واک ملاک نه ګڼی، بلکې برعکس، داسې زیار باسی چې خپلې غوښتنې، هیلی او نظریات د ټول ملت د ارادې په ځای مستقر، خپلې ګټې د خلکو ګټې وبولی اوخپله اراده په ولس وروتپی.     د یوه یوازینی نړۍ لید شته والی:  په ټولواکه رژیمونو کې یو نړۍ لید چې د واکمن ګوند نړۍ لید وی، چلیږی. دا نړۍ لید معمولا د مذهب او دین تر سطحې لوړ ځی او دا ادعا لری چې دا بیخی سمه او صحیح او له هرډول غلطۍ څخه خلاصه ایدیولوژی ده. زیاتره داسې ادعا هم کیږی چې د حاکم ګوند نړۍ لیدد ټولو ټولنیزو سیاسی او اقتصادی بهیرونو او پروسو راتلونکی وده او وروستی حالت دقیق پیژنی او ان لا دهغو د ودې لوری او چټکتیا تر خپلې اغیزې لاندې راوستلای او کنترولولای هم شی. په دې ځای کې د یادولو وړ ده چې د هټلری نړۍ لید اساسی هسته په جهان کې د آریایی نژاد واکمنی او د سټالینی نړۍ لید اساسی مرکز د بې طبقاتو ټولنې جوړول ؤ.  په توتالیتاریسم کې مروج اخلاقی اصول مطلق حقیقت ګڼل کیږی . هر نظر او خوځښت چې د حاکمې ایدیولوژۍ او واکمنواخلاقی نارمونو سره په مخالفت او تضاد کې واوسی، په بې رحمانه توګه ټکول کیږی او له منځه وړل کیږی. په داسې رژیمونو کې رهبر او یا رهبری کړۍ د ملت له نظرغوښتنې پرته د ملت  غوښتنې ټاکی.  •    د مسلط نړۍ لید د منلو حتمیت :  په ټولواکه سیاسی نظامونو کې د حاکم ګوند نړۍ لید د هیواد د رسمی ایدیولوژۍ په حیث واکمن وی او منل او قبلول یې د ټولنې د ټولو غړو له پاره حتمی ګڼل کیږی. د نورو ایدیولوژیو پیروانو ته د سر د پورته کولو موقع نه وی.  په داسې رژیمونو کې د ټولنې ټول افراد مکلف ګڼل کیږی چې د نوموړې ایدیولوژۍ څخه دفاع وکړی. دوی ته دا اجازه او آزادی نه ورکول کیږی چې ددې نړۍ لید له منلو څخه ځان ګوښه کړی او په دفاع کې یې بې پروا واوسی، بلکې دوی د هغې فعالې ننګې ته د دولت لخوا رابلل کیږی. هر هغه څوک چې د حاکمې ډلې د ایدیولوژۍ فعالې ننګې ته پخپله خوښه او سمه رضا حاضر نه شی، نو بیا د حکومت لخوا د زور، فشار او ترور د بشپړ میخانیسم پواسطه  سره دې کارته مجبوریږی.  

۳واکپاله (اوتوریتار) سیاسی سیستمونه: د اوتوریتار (Autoritar) اصطلاح هم لاتینی جرړې لری او داوتوریتې (Authority) له کلمې څخه راوتلې ده چې په پښتو ژبه کې د نفوذ، ځواکمنۍ، اقتدار، اعتبار او شهرت مانا ورکوی.  په ټولنه کې تل اوتوریتې او د اوتوریتې څښتنانو وجود درلودلای دی. په ځینو مشخصو مسلکونو، کارونو او فعالیتونو کې ټاکلی ماهران او باتدبیره هوښیار کسان د ټولنې او ټاکلی کلکتیف د نورو غړو پر تله زیات اعتبار او شهرت تر لاسه کوی چې دا یوه طبیعی مسئله او د کار او فعالیت د پرمختګ له پاره ګټوره هم ده. ځینې کسان او ټاکلی جوړښتونه بیا داسې هڅه کوی چې د عامو خلکو د معلوماتو د کموالی او د ټاکلی کلکتیف له بې خبرۍ څخه د خپل ځان او خپلو اهدافو له پاره ناوړه استفاده وکړی. خپلو ځانونو ته د خلکو د باورونو او د هغوی د فهم د سطحې له په نظر کې نیولو سره د عصری تبلیغاتی او پروپاګندی وسایلو او پیچلی میخانیزم د پکار اچولو له لارې دروغی (ظاهری) اعتبار حاصلوی. په تش په نامه او دروغی اوتوریته کې د نوموړې اوتوریتې څښتن په رښتینی توګه له نورو افرادو او د خپل ګروپ له غړو څخه په ټاکلی مسلک او د کړو وړو په ساحه کې کوم فزیکی او معنوی لوړوالی نلری، بلکې دا ډول اوتوریته د خارجي فکټورونو او وسایلو (لکه تبلیغاتو، سن، لقبونو، ثروت، دولتی چوکیو، مدالونو، فوق العاده ترفیعاتواو امکاناتو، عنوانونو او نورو) له لارې په چالاکۍ، چل او فریب سره لاسته راوړل کیږی او یا د کوم غرض په خاطر د قدرتمندانو لخوا ورته «ډالۍ» بخښل کیږی. همدا اوس په افغانستان کې د زورمندانو او کم سواده قوماندانانو لخوا په پیسود تحصیلی اسنادو اخیستل او ډیر نور کارونه د همداسې دروغی اوتوریتې د تر لاسه کولو له پاره یوه ژوندۍ نمونه ده. د خارجی هیوادو او شبکو لخوا د خپلو طرفدارانو له پاره رنګارنګ عوام غولوونکی تبلیغات کول او خپلو «سیاسی یارانو» ته د پټو او ښکاره لارو دد ځواک، مادی او پولی امکاناتو په لاس ورکول هم د همداسې دروغی اوتوریتی د جوړولو بله نمونه ده. که د دا ډول اوتوریتې له څښتنانو څخه دا خارجی وسایل واخیستل شی، هغه نه یوازې دا چې خپله اوتوریته له لاسه ورکوی، بلکې له خپل چاپیریال څخه هم د رښتینې معنوی توان او اعتبار د نشتوالی له کبله منزوی او تجریدیږی او د ولس تر منځ په لوړو سترګو ژوند نه شی کولای.

بې ظرفیته کسان، زورور، مستبد او ظالمان د خپلې دروغی ـ ظاهری اوتوریتې څخه ناوړه استفاده کوی. د نورو په حقوقو او آزادیو باندې پښې ږدی او د خپل ثرُوت او شخصی نفوذ د زیاتوالی له پاره ترې کار اخلی.  اوتوریتار هغه چا او هغې کړۍ ته ویل کیږی چې په کړو وړو او معاملو کې د زور له پکارولو او استبداد څخه ګټه اخلی.  واکپاله سیاسی سیستمونه هم غیر دموکراتیک، ظالم او استبدادی رژیمونه دی او د ټولواکه سیاسی سیستمونو سره ډیرې شریکې وجهې لری. د (واکپاله) سیاسی سیستمونو اصطلاح نسبتاً عام مفهوم دی او پراخه محتوی لری، چې ډیر یو له بله سره بیلابیل سیاسی سیستمونه یې په غیږ کې ځائیږی. هغه سیاسی سیستمونه چې په وروسته پاتې هیوادونو کې د ښیو او کیڼو ځواکونو لخوا د پوځي کودتاګانو له لارې منځته راځي، اکثراً واکپاله دولتونه جوړوی. د واکپاله سیاسی سیستمونو غوره مشخصات کیدای شی چې په لاندې توګه ذکر شی:  •    په واکپاله سیاسی سیستمونو کې د ټولواکه سیاسی رژیمونو پر خلاف واحد نړۍ لید غوره رول نه لوبوی، بلکې د سیاسی قدرت ساتل او د هغو ټینګول اساسی هدف او مرکزی نقش لری    د مذهبی تقدُس تر کچې  د حاکمې ډلې د نړۍ لید لوړولو ته اړتیا نه لیدل کیږی. •    نه یوازې دا چې واکپاله دولتونه د خپل نړۍ لید فعالې دفاع ته د ټولنې د ټولو افرادو حاضرول حتمی نه ګڼی، بلکې دوی په دې خوښیږی چې د ټولنې وګړی پخپلو شخصی ساحو کې مشغول وی او د دولت او سیاست په چارو کې ونډه وانخلی.  لدې کبله ډیر ځله پخپله دولت هم د ټولنې د وګړو له پاره قصداً داسې نورې بوختیاوې را پیدا کوی، چې په سیاست کې د دوی د ګډون مانع ګرځي.  •    څرنګه چې د حاکم ګوند نړۍ لید او ایدیولوژی هم ستر رول نه لری، نو په سیاسی ـ ټولنیزو چارو کې د حاکم ګوند اساسی نقش هم حتمی نه وی، بلکې ډیر ځله داسې هم کیږی چې پخپله همدا ګوند د حاکمه محافلو د قدرت د ساتلو قربانی شی، د دولتی رهبرانو د خدمت په ساده وسیله واوړی، د ضرورت په وخت کې په یوه قومانده خپلو اهدافو، تشکیلاتو، د کار میتودونو او په یوه کلمه ځان ته تغیر ورکولو ته اړ شی او یا داچې د لزوم په وخت کې د قدرت مندانو د شخصی ګټو په خاطر تر مستقیمه ضربه لاندې راشی او ان منحل او ریز مریز شی. په اوتوریتار رژیمونو کې په حاکم ګوند کې د ګوند د غړو پر ځای د هغو رهبر او رهبری کړۍ تصمیم نیسی. د سیاسی قدرت د تر لاسه کولو او ساتلو په خاطر ټول ګوند د سیاسی اپراتیفی لوبو له پاره کاروی . په داسې شرایطو کې د حاکم ګوند داخلی دموکراسی هم تر پښو لاندې کیږی او پخپله  ګوندی رهبران د خپلو غړو نظریو ته پام او احترام نه کوی.  •    په واکپاله سیاسی سیستمونو کې د هیواد عادی اتباع د ټولواکه رژیمونو په نسبت تر کم فشار لاندې وی، ځکه چې دوی د حاکم نړۍ لید منلو او دفاع ته په زور نه مجبوریږی، بلکې یوازې د هغې زغم ورته کافی دی.  •    په واکپاله سیاسی سیستمونو کې اساسا  د داسې یوه محدود سیاسی پلورالیزم موجودیت د تحمل وړ وی چې د قدرت څښتنان ترې د کوم خطر احساس ونه کړی. داسې ګوندونو او سیاسی سازمانونو ته د فعالیت اجازه ورکول کیږی چې د حاکمې کړۍ د واک له پاره خطر ونه لری. داسې دولتونه د رښتینو سیاسی ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو له ودې او د هغو په نتیجه کې د واقعی دموکراسۍ له خپریدو سره جوړ نه دی.    د انتخاباتو بهیر د دولت تر کنترول لاندې وی. انتخابات تش په نامه وی او د لزوم په وخت کې ورپکې د دولت لخواجعل او  لاسوهنه کیږی.

 پای