افغان موج   

 اماني توپان په متحده ایالاتو کې

محمد ایاز نوری

اکتوبر ۲۰۱۱ م

 

http://afghanmaug.net/images/topan.jpg

 

 یوه میاشت سفر، یوه میاشت خوښي، یوه میاشت ویاړ، لیدنې او ډېرې تودې کتنې او خاطرې، یوه میاشت کار او فعالیت او بلاخره یوه میاشت توپان د امریکې په متحده ایالاتو کې...!! زه تا رښتیني خپلواکي پال هیواد وال ته مخاطب کېږم او وایم، چې دلته زما له خوا دغه یو لنډ رپوټ ستا حضورته وړاندې کیږي، او دا څو خبرې زمونږ د ګرانې او درندې خور زمونږ د ګران او تاریخي افغانستان د ملي قهرمان اعلیحضرت غازي امان الله خان د لور والاحضرت پاچا لور محترمې هندیه جان ( د افغانستان ) د وروستي سفر په هکله دﺉ. اغلې پاچا لور هندیه د روان کال د سپتمبر د میاشتې په دریمه نیټه د امریکې د متحده ایالاتو د کلیفورنیا د صوبې میشته افغانانو د ښځینه ټولنې له خوا، چې مشري یې زمونږ یوه ملي خورمحترمه کوکي جان انورکوي، وربلل شوې وه. دا غونډه د جنوبي کلیفورنیا په یوه هوټل کې د سپتمبر د میاشتې په پنځمه د ګڼ شمیر افغانانو په حضور کې دایره شوله. د اعلیحضرت غازي امان الله خان وراره افغان ملي شخصیت حقوق پوه والاحضرت کبیر الله (سراج) هم په دې مجلس کې ګډون وال وه. پاچا لورهندیه جان ( د افغانستان ) حاضرو افغانانو ته  خپله لنډه ارزښتناکه تاریخي وینا واوروله او د ښځو د حقوقو په باب یې د خپلې مور مغفورې ملکه ثریا هلې ځلې یادې کړلې.  د سپتمبر په اومه نیټه پاچا لورد افغان ملي شخصیت او مبارز پروفیسور خلیل الله ( هاشمیان ) له خوا د صداء افغانستان د تلویزیوني شبکې سره افغانانو ته مخاطب وه، چې د پروګرام په ترڅ کې زمونږ وطن پالو هیواد والو د خپلې ژورې مینې تر څنګ امانی پاچا لور ته پیسې هم د افغان بې وزله هیواد والو سره د مرستې لپاره تقدیم کړلې. په ترتیب سره پاچا لور هندیه جان د اغلې مبارزې خورسجیه جان په تلویزیونی پروګرام کې او افغان خبریال او ملي شخصیت محمد عمرخطاب سره د پیام افغان په تلویزیونی شبکه کې حاضره شوله او ګڼ شمیر هیواد والو د افغانستان د فقیرانو لپاره ورته پیسې ورکړلې. په تعقیب پاچا لورد شمالي کلیفورنیا د سانفرانسسکو د بیریا ښار ته دعوت شوله چې هلته د دولسو افغانی ټولنې له خوا ، چې مشري یې افغان ملی شخصیت ډاکټرعبدالله ( کاظم ) کوله،ورته هرکلی وویل شو. دا افغاني غونډه دومره دبرم څخه ډکه وه، چې هرافغان غوښتل، چې د اغلې پاچا لور سره میلاو شي او ورسره تاریخي انځورونه  واخلي. خبره تردې ورسیده چې د غونډې رهبري هییت، د مجلس د امنیتي ګارد څخه د مداخلې خواهش وکړ، چې ګینې درنه شهزادګﺉ اذیت نشي...؟!. په همدې مجلس کې بل افغان ملي شخصیت او مبارزتکړه تاریخي لیکوال ډاکټرعبدالرحمن ( زماني ) هغه مستند یو فوټو انځور چې د اماني ویاړمن دور د بیلا بیلو مرحلو څخه یې حکایت کولو، د څلویشتو دقیقو په ترڅ کې لیدنې ته وړاندې کړ،چې اغلې هندیه جان او حاضرو افغانانو خورا خوښ کړ. په مجموع کې د پاچا لور څخه پنځه زره انځورونه واخیستل شول. دوه اتیا کلنې هندیه جان ما لیکوال ته وویل: زه ستړې شوم، لیکن په دې زما ستړیا کې ما هغه فرحت احساس کړ، چې ماته زما په ژوند کې ځانګړﺉ وه ... زه خو د دومره عالي عزت او قدر لایقه نه وم...؟!.

ورپسې زمونږ معظمې شهزادګۍ د متحده ایالاتو د ویرجنیا ایالت ته تشریف یووړ، چې هلته د افغاني یوې ټولنې له خوا، چې مشري یې افغان ملي مبارزې جناب ملالی موسی ( نظام ) کوي، ورته تود هرکلی وویل شو. ورپسې زمونږ ګرانې شهزادګۍ د نیویارک ښار ته ولاړله او هلته زموننږ د اغلې افغاني خور جناب شکیلا جان ( حمیدي ) او د ملګرو په ترتیب شوي مجلس کې یې ګډون وکړ. د  دې تاریخي او له ویاړه ډک سفر په ترڅ کې په هیواد مینو افغانانو له خوا درنې پاچا لور ته اضافه د یو لکو امریکایي ډالرو په اندازه د پیسو ژمنه وشوله، چې د هندیه جان په مهربانو لاسونو زمونږ بې وزله  وطنوالو ته ورسول شي.

درنو هیواد والو! د دې لنډ رپوټ په وړاندې کولو سره غواړم دومره عرض وکړم، چې پاچا لور هندیه جان خو نه کومه لویه شتمنه او میلیونره او یا هم دم ګړی د کوم سیاسي اوچتې مرتبې نه برخورداره ده، لیکن دا پدې کچه عزت او هرکلۍ، چې هغه اغلې د خپلو وطنوالو څخه ولید، دا ثابتوي، چې خدای ته رسیدلۍ اعلیحضرت غازي امان الله خان یو لوی انسان او لوی افغاني حقیقت وه، دﺉ او وي به، چې نن ورڅخه پاتې دا صالح اولاد یې د افغانانو د غوڅ اکثریت له خوا هغه هم د پردیتوب په ټاټوبي کې دومره عزت او قدر ویني...؟!. دا هم باید ووایم، چې یو کس ته دومره هم کفایت نه کوي، چې ووایي، چې زه د هغه او دغه لوی کس اولاد یم او بس... لیکن زه تاسو هیواد والو ته په ډاد سره وایم، چې پاچا لورهندیه جان په خپل ذاتي او شخصي احوال کې هم، یوه ځانګړې افغاني خانمه ده. جدیتوب، پوره رښتینوالي، زړه سواندي، تواضع او د خپل پلارني وطن سره لوړه لیونۍ مینه د اغلې د وینې په هر څاڅکي موجودیت لري. هندیه جان په اماني تواضع وایي، پوره څلویشت کاله شول، یعنی د ظاهرشاه د واکمنۍ د وروستیو کلنو څخه راپدې خواء ده، چې زه په خپل لاس مرستې برابروم او مستحقو هیواد والو ته یې افغانستان ته ورانتقالوم...؟!.

ګرانه پاچا لور دم حال د خپلې کشرې خور شهزادګۍ ناجیه جان ( د افغانستان ) سره د ترکیې په هیواد کې تشریف لري او د نومبر د میاشتې په اتمه نیټه به خوږ افغانستان ته روانیږي او هغه مرستې یې، چې بې وزلو افغانانو ته راټولې کړي، غواړي د ژمي د راتګ څخه مخکې یې هغوی  ته ورورسوي.

ویاړ کوو په هندیه جان او الله پاک دې زمونږ د داسې پاچا لورمل وي.