افغان موج   

نورمحمد غفوري

 د مارچ د میاشتې په شپږمه نېټه د کابل په ښار کې د وطن د ترقۍ د ملي ګوند لخوا د مارچ اتمه نېټه، د ښځو نړیواله ورځ، و نمانځل شوه.

په دې پرتمینه غونډه کې چې د وطن د ترقۍ د ملي ګوند د تبلیغ او فرهنګ د کمیسیون په نوښت جوړه شوې وه، د ګوند د ښځینه غړو سربیره د بیلو بیلو سیاسی ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو، د هیواد د پوهنتونونو استادانو، د ښوونځیو معلمینو او د ښځو د حقوقو مبارزو پیغلو او میرمنو پکښې برخه اخیسته وه. په غونډه کې د ښځو د حقوقوملاتړو نارینه شخصیتونو هم ونډه درلوده.

غونډه د آغلې خاطرې لخوادقرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه او وروسته بیا د وطن د ترقۍ د ملي ګوند لومړی مرستیال ډاکتر محمد آصف بکتاش د ګوند درهبرۍ په استازیتوب ارزښتناکې خبرې وکړې. ده د ګوند لخوا په غونډه کې حاضرو میرمنو، د افغانستان او نړۍ ښځو ته ددې نړیوالې ورځې مبارکي وویله او دوی ته یې په نږدې راتلونکی کې د حق او عدالت په لارکې د سترو بریاوو هیله څرګنده کړه.  د وطن د ترقۍ د ملی ګوند لومړی مرستیال، ډاکتر محمد آصف بکتاش، د ښځو په اړوند د حامد کرزی د حکومت په سیاست نیوکې وکړی او د هیواد سیاسی چارواکې یې د ښځو د حقوقو د پلي کولو په اړوند د صداقت په نشتوالی تورن کړل او دولت یې د هغو د مدنی او حقه حقوقو په دفاع کې ناکام وباله.  نوموړي د میرمنو د مدنی حقوقو د ترلاسه کولو له پاره پخپله د ښځو پراخه هلې ځلې او منظمه سازمانی مبارزه لومړنی اړین شرط وباله. په داسې حال کې چې ښځې یې د مدني او سوله ایزې لارې د خپلو حقوقو د اخیستلو لپاره وهڅولې، په دې لاره کې یې د نارینه وو ملاتړ هم ضروری او ګټور وارزاوه.  ده په ډاګه کړه چې د وطن د ترقۍ ملي ګوند د هیواد پرمختګ، ټولنیز عدالت او د ښځو مدنی حقوقو ته ژمن دی او په دې لاره کې به له هر ډول هاند او هڅو دریغ ونه کړي. د وطن د ترقۍ ملي ګوند د ښځو له مدني سازمانونو او صنفی اتحادیو په ټینګه ملاتړ کوی او ښځې کولای شی چې د خپلې مبارزې په بهیر کې د دې ګوند په ځواک او امکاناتوتکیه او باور وکړي. 

ددې محفل دوهمه بیانیه د وطن د ترقۍ د ملي ګوند د ښځو د چارو د مسئولې- آغلې شیما خروټی وه. شیما خروټي چې د وطن د ترقۍ د ملي ګوند د اجرائیه شورا غړې ده،  د ښځو د نړیوالې ورځې په تاریخ او د هغو د یادولو او نمانځلو په اهمیت وغږیده او ددې غونډې د جوړولو قدرداني یې وکړه. شیما خروټي وویل چې د ښځو د نړیوالې ورځې جشن ټولو ته د ښځو د حقوقو په خاطر د مبارزې ضرورت ښکاروی او ددې لارې لارویان په دې ورځ خپل تعهد نوی کوي. د ګران هیواد افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یې د ښځو په ستونزو رڼا واچوله او د منظمې، دوامدارې او نه ستړی کیدونکی مبارزې ضرورت یې ښکاره کړ. دې د ښځو د حقوقو په لاره کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند صادقانه او رښتینې هلې ځلې وستایلې او د هیواد له ټولو ښځو یې وغوښتل چې په ملی کچه د هر ډول سیاسی، ژبنیو، محلی او قومی تبعیضونو پرته د ښخو د خوځښت په رامنځته کولو او استحکام کې زیار وباسی. آغلې شیما خروټي وویل چې د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټولې ښځینه غړی به ښځو د داسې ملی او سراسری تشکل په رامنځته کولو کې خپل ټول امکانات او تجربې په کار واچوی چې بې له تبعیض او تعصبه د هیواد د ټولو ښځو د مدنی حقوقو او دموکراتیکو آزادیو له پاره مبارزه کوي.

په دې غونډه کې د جمهوری غوښتونکو د ګوند رهبرې آغلې عادلې بهرام هم په زړه پورې او لوری ورکوونکې بیانیه ورکړه. عادله بهرام په افغانستان کې لومړنۍ او یوازینۍ میرمن ده چې د یوه سیاسی ګوند رهبری په غاړه لري. عادلې بهرام د ښځو او نارینه وو د حقوقو د مساواتو په اړه د جمهوری غوښتنونکي ګوند پر موضع خبرې وکړې، ویې ویل چې د جمهوری غوښتونکو ګوند په هیواد کې لومړنی ملی او مترقی ګوند دی چې پخپله دریمه کنګره کې یې د انتخاباتو له لارې یوه ښځه د خپل رهبر په حیث وټاکله او دا څرګندوی چې دا ګوند په عمل کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر او تعصب نه پیژنی. عادله بهرام چې د منظم کورنی ژوند څښتنه او د شپږو اولادونو مورده،  له ښځو وغوښتل چې هم په کورنۍ او هم په ټولنه کې خپلو دندو ته پام وکړی. دې وویل چې سره له دې چې دا د یوه ګوند رهبری په غاړه لری، خو په کورکې هم د میرمنې او مور په حیث خپلې دندې په سمه توګه اجرا کوی او د خپلو اولادونو په وړاندې مسئولیتونه سرته رسوي.  دې وویل چې ښځو ته نه ښایی چې خپل ځانونه یوازې د ښځو د ځانګړو حقوقو د مبارزې په لارکې محدود او منحصر کړی، بلکې په عامه توګه ټولنیز عدالت او اقتصادی پرمختګ د دوی د حقوقو او مساواتو له پاره مرستندوی دی او ښځې باید تر نارینه و زیاتې د ټولنې په عمومی اصلاح کې ځانونه فعال وساتی. دا کار هغه وخت کیدای شی چې ښځې په ټولو سیاسی او ټولنیزو سازمانونو کې فعالې شی او د نارینه وو سره څنګ پرڅنګ خپلې مبارزې ته دوام ورکړی. دې له ښځو وغوښتل چې په هغو سازمانونو کې د فعالې مبارزې ته دوام ورکړی چې ورپکې غړیتوب لری، نه داسې چې ښځې یوازې پخپل منځ کې ځانګړي سازمانونه جوړ کړي. ددې په نظر د ښځو ځانګړي سازمانونه ښځي له نارینه وو بیلوی  او تجریدوی او دا د ښځو د حقوقو له پاره ګټور نه دي. 

عادلې بهرام د غونډې له جوړوونکو خوښي څرګنده کړه او مننه یې وکړه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ښځینه هیئت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. دې وویل چې اوس داسي رواج دی چې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو لپاره په قیمتی رستورانونو کې مجلل محفلونه نیول کیږی، خوندور خواړه پخیږی او ښځو ته چادر او یا نورې قیمتی تحفې ورکول کیږی، خو دا نننۍ مجلس له اخلاص او محبت نه ډک دی. دلته دې متواضع تالار ته رابلل شوو  ښځو  د وطن د ترقۍ د ملی ګوند صادقانه غږ ته د هغه ستر مسئولیت او رسالت له مخې په اخلاص لبیک ویلی دی چې د ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې یې لری.

استاد درخانۍ هم پخبل وار سره د ښځو د حقوقو او آزادیو په اړوند د وطن د ترقۍ ملی ګوندسیاست وستایه . دې وویل چې دا په دې ویاړي چې د داسې سیاسی معاصر ګوند غړیتوب لري چې په ټولنه کې د ټولنیز عدالت، دموکراسۍ او بشري حقوقو له پاره صادقانه او جدي مبارزه کوی او د ښځو د انسانی حقوقو او دموکراتیکو آزاديو لپاره یې هر وخت رښتینی زیار او زحمت ګاللی دی. استاد درخانۍ په افغانستان کې د ښځوپه ستونزو رڼا واچوله او هغه موانع او خڼډونه یې را وسپړل چې د ښځو د کار موندنې، د کار په چاپیریال او پرمختګ په وړاندې موجود دي. استاد درخانۍ هم په هیواد کې د ښځو د حقوقو او دموکراتیکو آزادیو د ترلاسه کولو له پاره پخپله د ښځو رول او مبارزه مهم وبلل او په ګوته یې کړه چې د ښځو له زغرد او فعال ګډون پرته په دې لار کې هرډول لاس ته راوړنې دوام نه شی موندلای. ښځې باید پخپله د خپلو حقوقو په دفاع کې مټې راونغاړی او په سراسری ملي کچه د هر ډول تعصب پرته په مستقله اراده جدي مبارزه وکړي. نور باید د ښځو صنفی سازمانونه د ګوندونو د سیاستونو لپاره وسیله نه شی، بلکې په مستقله اراده د کلیو او ښارونو د ښځو د ژوند د شرایطو د بهبود له پاره کار او فعالیت وکړی.

مینا فضلی چې په کابل کې د ښځو د یوه انجمن رهبري په غاړه لری، د ښځو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ تر وړاندې کولو وروسته یې د خپلو هغو اونیزو سیمینارونو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د «ګټورو معلوماتو د سیمینارونو» تر نامه لاندې یې هره چهارشنبې د ښځو او نجونو له پاره جوړوی. دې وویل چې دا ډول ناستې او لیدنې کتنې ښځو ته دا چانس ورکوي چې یو له بله سره دزړه خواله وکړي، خپل غمونه او اندېښنې او همداراز خوښۍ او خوشحالۍ له یوبل سره شریکې کړی. «د ګټورو معلوماتو سیمینارونه» ښځو ته دا امکان په لاس ورکوی چې یو د بل له تجربو څخه زده کړي او د کورني ژوند د ښه کولو او خپلو کاری ظرفیتونو د لوړولو له پاره  معلومات تر لاسه کړي. دې د دا ډول محلی ښځينه انجمنونو او مجلسونو جوړول چې ټولې مینه والې ښځې ور پکې په آزاده او آسانه ګډون وکړی ډیر ګټور وبلل.

مینا فضلی همدا شان په ټولنه کې د ښځو په رول خبرې وکړې او په ټولنیزو خدمتونو او ملی تولیداتو کې یې هم د هغوی برخه مهمه وبلله. دې د ښځو د حقوقو له پاره د دوامدارې مبارزې په ثمر خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې اړه په ملی او نړیواله کچه د قوانینو او کنوانسیونونو موجودیت د همداسې مبارزو لاسته راوړنې دي.

آغلې انجینر فریدې - د وطن د ترقۍ ملی ګوند د اجرائیه شورا غړې- د ښځو د جنبش تاریخ ته لنډه کتنه وکړه او د ښځو د نړیوالې ورځې د پیدایښت او ددې ورځې له پاره  د مارچ د اتمې نیټې د ټاکلو تاریخی بهیر یې د علمی تحقیقاتی مقالې په ترڅ کې څرګند کړ. دې په داسې حال کې چې د غونډې له جوړوونکو مننه څرګندوله، دا هم وویل چې دا ورځ د ښځو له دپاره خورا مهمه ده او کال په کال باید د هغو یادونه او تجلیل نه یوازې په ښارونو او مجللو قصرونو، بلکې په کلیو او بانډو او کارګري مؤسسو کې هم وشی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې په تر تیب سره هریوه استاد سعدالله رضایی، د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اجرائیه شورا غړی او آغلې استادې زرغونې هم خپل ښکلي شعرونه چې د هیواد سخت او پیچلی ټولنیز او سیاسی وضعیت او په تیره بیا د ځوانو نجونو ستونزې پکې انځور شوی وې،  حاضرینو ته واورول چې په چکچګو بدرقه شول.

غونډه د پوهنیار نورمحمد غفوری ـ د وطن د ترقۍ ملی ګوند د تبلیغ او فرهنګ د کمیسیون د مشر په وینا پای ته ورسیده. نوموړې پخپله وینا کې دهغې «دادنامې» په اړه هم معلومات وړاندې کړ چې د آواز په ویبسایټ کې د افغانی مرستو د ټولنې لخوا د افغانی میرمنو د اروپایی نهاد او د افغانستان د ښځو په مشوره او مرسته طرحه  او وړاندې شوی ده. د غونډې ګډون کوونکو په یوه آواز د هغو له محتوی ننګه وکړه.  

غونډه چې د وژمې جانې لخوا یې انانسري کیده، د ماسپښین د دوو بجو په شاوخواکې شروع او د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسیده.