افغان موج   
FacebookTwitterDiggDeliciousGoogle BookmarksRedditLinkedinRSS Feed

د افغانانو د تفاهم نهضت د خواخوږۍ پیغام

نېټه: ۱/۹/۱۳۹۹

د ۱۳۹۹لمریز هجري کال د قوس د میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښار یو ځل بیا تر راکيټي بریدونو لاندې راغی. د سهار د اتو بجو او څلويښتو دقیقو په شاوخوا کې د سرلوڅې مازدا لارۍ له منځه ۲۳ړانده راکټونه د ښارداوسیدونکو په مختلفو سیمو شلیک شول چې د خلکو تر منځ د ویرې د پیداکولو او مالې زیانونه سربیره یې لس ښاریان شهیدان او ۳۳نور زخمیان کړل.

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت دا ډول تروریستي پیښې په کلکه غندي او د شهیدانو له پاره لوړ جنتونه او د زخمیانو له پاره بیړنۍ روغتیا غواړي

.

څرنګه چې د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت له لومړنیو دندو څخه شمیرل کیږي، دولت باید ددې پیښې عاملین زر تر زره ومومی او د قانون سره سمه جزا ورکړي، نه چې د تیرو په څیر بې تفاوته ترې تیر شي.

اوس چې د افغانانو له پاره د خپل منځو مذاکراتو له لارې د سولې د راتلو او د تاوتریخوالي د کمیدو شرایط منځته راغلی، د افغانستان د خاورې په هر اوسیدونکي فرض ده چې د دوامدارې سولې او امنیت د راوستو او پایښت له پاره پخپل ټول توان مبارزه وکړي.

د افغانانو د تفاهم نهضت په دې نظر دی چې زموږ د ګران هیواد د اوسنیو ستونځو د حل لار یوازې او یوازې د تفاهم او یو له بله سره د پخلاینې او خبرو اترو، د مخالفو نظرونو د احترام، د سیاسي او عقیدوی توپیرونو د زغم او د هیواد د سمسورتیا او خلکو د هوساینې له پاره په دموکراتیکه فضا کې د ګډ کار کولو لار ده.

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت د ټولو وطنپالو شخصيتونو او کړيو د وحدت او د ټولو ملی او دموکراتو ځواکونو د اتحاد له پاره پرله پسې مبارزه کوي او پر دې باور دی چې له دې لارې کیدایشي چې د هیواد د اوسنیو ستونزو د حل له پاره غښتلی ځواک رامنځته شي.

زلمی کاشفي

د تفاهم د نهضت رئیس