افغان موج   
اول به ووایو چې د عالم له دنیا څخه انسان هغه مخلوق دی چې خپل ربَ او خالق د قدر او عزت وړ ګڼلی دی لکه څرنګه چې قرآن هم د دې یادونه کړې ده؛

وَلَقَدْ کَرَّمَنا بَنِیْ آدَمَْ په تحقیق سره موږ انسان ته عزت ورکړی دی.

دا د انسانیت هغه فطرتی ستر نعمت او معنوي هستي ده چې د خپل ربّ له طرفه ورته عطاء شوې ده دا خو د ټول بشریت مقام او لوړه مرتبه شوه. اوس راځو دې خبري ته چې په اسلامي او مذهبي لحاظ نارینه پر ښځینه وو فوقیت او برتري لري که نه؟
د الله ج د قانون په وړاندي نر او ښځه یو شان دي لکه څرنګه چې قرآنکریم هم ویلي دي.
وَخَلَقْنَا کُمْ اَزْواجًا: ما تاسو جوړه پیدا کړي یاست.
کله چې انسانیت اول ځل د ځمکي پر مخ خپل ژوند پېلاوه نو الله ج آدم علیه السلام او د ده میرمن حضرت حوا رضی الله عنها هم ورسره یو ځای او جوړه پیدا کړه چې د دوې ګډ ژوند یو له بل سره لازم او تړلی وو، دا د انسان اول خلقت یا پیدایښت ؤ. د اسلام مبین دین نر او ښځي ته د حقوقو په اعتبار لږ شانته فرق ورکړی دی هغه دا چې الله ج د خپل حکمت پر بنیاد په فیزیکي ډول ښځه تر نارینه کمزوري پیدا کړې ده او نارینه يې ورته خادم ګرزولی چې د ښځینه طبقې د بنیادي چارو مسؤل يې ګرزولی او سره له دې يې د خپلي میرمنې په هکله بیا هم ورته حکم کړئ دی؛
وَعَا شِرُوْهُنَّ بِاالْمَعْرُوْفِ: یعني له دوی سره نیکي او ښه سلوک کوئ. او د مور حقوق يې هم د پلار د حقوقو په پرتله درې چنده زیات ټاکلي دي.
زه خپله دا وایم او نورو خویندو ته هم دا پیغام لرم اسلام چې ښځینه طبقې ته کوم حقوق ورکړي دي د ځمکي پر مخ هیڅ قانون ندي ورکړي او نه بې ورکړي. کله نا کله زموږ خویندي سوال کوي چې اسلام نارینه ته له یو څخه تر څلورو پوري د ودونو اجازه ورکړې ده خو دا د ښځو لپاره ستونزي پیدا کوي. د دوې دې سوال ته ځواب دا دی چې نارینه ته يې د دوی د خاص ضرورت پر بنیاد د څلورو ودونو مشروطه اجازه ورکړې ده چې عدل به کوې یعنی د میرمنو د حقوقو تر مینځ به برابري کوې خو که عدل نه شې کولای بیا ورته د یوې نکاح اجازه شته، لکه څرنګه چې قرآن حکم کړی دی
فَانْکِحُو مَا طَابَ لَکُمْ مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنا وَ ثُلاثَ وَرُبَاعَ فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّاتَعْدِلُوْ فَوَاحِدَةًْ یعنی په نکاح واخلۍ تاسو هغه ښځي چې ستاسو خوښي وي دوې، درې، څلور او که ویره لرۍ له دې خبري چې تاسو به عدل ونکړی نو بیا ستاسو لپاره یوه نکاح ده.
په اسلام کي هیڅ داسي حکم او عمل نشته چې د بشري ژوند لپاره ستونزي جوړي کړي. اسلام هر هغه څه مراعات کړي دي چې انساني ژوند ورباندي ښایسته او هوسا کیږي.
د اسلام دین چې نارینه د ښځینه طبقې لپاره خدمتګار وټاکو نو ښځینه به خپل وظایف په ډېراساني سره مخ ته وړه لای شي لکه د اولادو زیږیدنه او کورنۍ چاري خو ښځو ته هم اسلام د ضرورت پر اساس د کار کولو اجازه ورکړې په شرط ددې چې په حجاب کي به دباندي وزي خو آفسوس چې زموږ افغاني ټولني داسي دریځ غوره کړی دی چې انجونو ته د علم او زده کړې لپاره له اته یا لسو کاله عمر ورسته تعلیمي ادارو ته د تللو اجازه نه ورکوي نو کله چې دا انجوني لویاني شي او ودونه وکړي د افغاني بې سرپرسته ټولني په وجه ډېر ځوانان په نشه اخته چې د خپلي میرمني او ماشومانو ساتنه نشي کولای او یا خو د افغانستان د اوږدې جګړې په وجه هم ډېر ځوانان مري چې ډېری ښځي کونډیاني دي هیڅ سرپرست نلري نو موږ وینو چې دا خویندي په بازارونو کي د سړک پر سرناستي وي د ډیري مجبوري په خاطر يې کوچني بچیان هم مخته پراته د سړک ګرزونه او د موټرانو دوګی ورباندي لویږي دا خویندي پردو خلکو او ځوانانو ته د ډېر ذلت او خوارۍ په حالت کي د فقر او سوال لاس غزوي. اوس دي هغه پلار یا ورور قضاوت وکړي او دا پوښتنه هم ځیني کوو چې په اسلام کې کوم حالت غوره ګڼل شوی دی د ذلت، فقر،سوال کولو حالت او که په عزت سره کار او محنت کول؟ د پیغمبر علیه السلام د حدیث له رویه کسب او کارکونکي د الله ج دوست ګڼل شوی دی خو په حدیث کي د نر او ښځي تشخیص ندی کړی، خو په ډېر تاءسف سره چې زموږ بدبخته او بې انصافه ټولنه خپلو باشعوره او باغیرته ښځینه وو ته نه د علم زده کړې او نه د کار کسب لپاره اجازه ورکوي.
علم د بشریت هغه اساسي او بنیادي حق دی چې خپل خالق انسان ته د ده له پیدایښت سره سم ورکړی دی لکه چې يې قرآن هم ذکر کړی دی،
وَعَلَّمّ ادَمَ الْاَسْمَاءَ کُلَّهَا: الله ج آدم علیه السلام ته ټول نمونه وښودل.
ددې علم په اعتبار سره الله ج د عزت وړ وګرزاوه او ملائکوته يې حکم وکړ چې آدم ته د تعظیم په خاطر سرټیټ کړئ او سجده ورته وکړئ. دا سجده د تعظیم وه د عبادت نه وه ځکه چې عبادت کي امید او ویره وي نو د ملائکو په سجده کي نه امید او نه ویره وه په حواله د تفسیر عزیزي. اوس بیرته راځو موضوع ته، که زموږ خویندي دیني مطالعه ولري نو دوی به خپله دا وپېژني او نورو خویندو ته به هم ورښیې چې موږ ته اسلام کوم حق راکړی او ټولنه راته کوم حق رسوي؟
قرآن په بل ځای کي د پوهي او ناپوهي په اړه داسي وايې،
قُلْ هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْن وَلَّذِیْنَ لَایَعْلَمُوْنَ اِنَّمَا یَتَذَکَّرُاُولُوالْاَلْبَابِ (سوره الزمر)
ووایه! آیا هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي سره برابر دی؟ بېشکه یوازي د پوهي څښتنان پند اخلي.
زموږ ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته هم اوله وحی د علم په اړه شوې ده چې د سورت علق لومړنی آیت دی؛
اِقْرآ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِیْ خَلَقَ: ووایه (ای پیغمبره) نوم د ربّ خپل هغه ربّ چې پیدا کول کوي.
او د دینی عالمانو په اړه يې دا هم فرمایلي دي؛
اِنَّمَا یَخْشَ اللهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَمَاءَ: بېشکه له الله ج څخه چې ویره لري د ده په بندګانو کې هغه علماء دي.
د پېغمبرعلیه السلام په وینا سره د عالم مثال داسي ورکړی شوی دی، د ابی امامه الباهلی څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو سړو ذکر وشو چې یو عابد او بل عالم وو چا ورڅخه پوښتنه وکړه چې په دوی کي کوم یو افضل دی مبارک پېغمبر ورته وفرمایل چې عالم پر عابد داسي فضیلت لري لکه زه چې په تاسو کي پر یو ادنا صحابی فضیلت لرم. (مشکوه جلد اول صفحه ۱۰۳)
د علم په اړه بل مشهوره حدیث چې د ډیرو مسلمانانو پر ژبه یاد او جاري دی؛
طلب العلم فرض علی کل مسلم و مسلمهٍ: د علم زده کړه فرض ده پر نر او ښځه دواړو باندی.
د اسلام دین چې علم د انسان بنیادي حق ګڼي نو بیا ولي زموږ چارواکي د بې وزلو او یتیمانو نجونو پر مخ د علم او معرفت دروازه وتړله آیا دا زموږ ښځینه وو اسلامي حق دی که افغاني حق؟
موږ ښځینه طبقه له اوسني چارواکو او مسؤلینو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې زموږ پر مخ دي د مکاتیبو دروازې بېرته پرانېزي ولي چې دا زموږ شرعي، بنیادي او انساني حق دی، نه یوازي دا بلکې موږ ته دي دیني مدرسي هم جوړي کړي تر څو مو د هیواد وګړي د علم په وسیله اول خپل رب او بیا ځان وپېژني او دې دنیا ته د راتګ په اصلی هدف باندی پوهه سي.
محترمو مسؤلینو که زموږ دا عرض او غوښتنه ونه منل شي نو د محشر په ورځ به د الله ج په وړاندي زموږ لاس ستاسي ګریوان وي.
په پای کي دا دعا کوم چې رحیم او مهربانه ربّ دي پر ټول ملت اسلام او بیا په خاصه توګه پر ټولو افغانانو د رحمت، هوسايې او عزت دروازه خلاصه کړي.
آمین یا ربّ العالمین
 
ستاسو خور صدیقه مشال
له تاند نه په مننی سره