لنډیز
لیبرالهسرمایهداري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم) د معاصرې نړۍ یو له اغېزمنو اقتصادي او سیاسي نظامونو څخه دی چې پر ازاد بازار، خصوصي ملکیت او فردي ازادیو ولاړ دی.
دا نظام د اروپا د فېوډالي جوړښت د زوال، د روڼ اندۍ د فکري غورځنګ او صنعتي انقلاب له پایلو څخه راټوکېدلی دی. په دې مقاله کې هڅه شوې چې په په لنډ دول لیبرال سرمایهداري د یوهعلمي او څېړنیز لیدلوري څخه وڅېړل شي، تاریخي رېښې یې را ښکارهشي، اساسي اصول یې تشریح شي او مهمې نیوکې او پایلې یې وارزول شي.
سریزه
اقتصادي نظامونه د ټولنو د سیاسي، ټولنیزواو کلتوري جوړښتونو له بدلونونو سره سم رامنځته کېږي. لیبرالکپيټالیزم (لبرال سرمایهداري)د هغو شرایطو محصول دیچې پکې فرد، بازار او پانګه د اقتصاد اساسي محورونه ګرځېدلي دي. د دې نظام پېژندنه نه یوازې د اقتصادي تیورۍ لپاره مهمه ده، بلکې د معاصروسیاسي شخړو، ټولنیزو نابرابریو او نړیوالو اړیکو د درک لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
۱. د لیبرال کپيټالیزمتاریخي شالید
۱.۱د فېوډالينظام زوال
پهمنځنیو پېړیو کې په اروپا کې فېوډالیزم حاکم و. ځمکه د اشرافو ملکیت وه او بزګران له سیاسي او اقتصادي ازادیو بېبرخې وو. له ۱۵مې پېړۍ وروسته، د ښارونو پراختیا، د سوداګرۍ پراخېدل او د پیسو اقتصاد (پولي اقتصاد) پیاوړتیا د فېوډالينظام بنسټونه کمزوري کړل او نوې سوداګره طبقه (بورژوازيطبقه) رامنځته شوه.
۱.۲د روڼ اندۍ فکري غورځنګ
په ۱۷او ۱۸میلادي پېړیو کې د روڼ اندۍ(Enlightenment) یا په جرمني ژبه د (Aufklärung)غورځنګ د عقل، فردي ازادۍ او طبیعي حقونو مفکورې مطرح کړې. فیلسوفانو لکه جان لاک د شخصي ملکیت او فردي حقونو دفاع وکړه او توماس هابز او ژان ژاک روسو د دولت او ټولنې د اړیکو نوې تیورۍ وړاندې کړې.
۱.۳صنعتي انقلاب
صنعتي انقلاب (۱۸–۱۹پېړۍ) د ماشینونو، فابریکو او ډلهییز تولید له لارې اقتصادي جوړښت بدل کړ. پانګه، کار او تولید جلا شولاو سرمایهداري په عملي ډول د اقتصاد غالب نظام شو پانګه(پیسې، ماشینونه، فابریکې)د پانګهوالو ملکیت شوه؛ کارد کارګرانو د مزدورۍ په بڼه وپلورل شواو تولیدهم د کورنۍ یا بزګرله واکه ووت اود فابریکو او بازار تر کنټرول لاندې راغی.په همدې پړاو کې د کارګرانواو پانګهوالوټولنیزې طبقې را څرګندېشوې.
۲. د لیبرالکپيټالیزمفکري بنسټونه
۲.۱کلاسیک لیبرالیزم
کلاسیک لیبرالیزم د فرد ازادي، محدود دولت او د قانون حاکمیت اساسي ارزښتونه بولي. دولت باید یوازې د امنیت، عدالت او ملکیت ساتنه وکړي.
۲.۲د ادم سمیت اقتصادي نظریه
ادم سمیت په خپل اثرد ملتونو د شتمنۍ سرچینېThe Wealth of Nations کې استدلال کوي چې ازاد بازار د "نامرئي لاس" له لارې توازن مومي. د شخصي ګټې تعقیب په غیرمستقیم ډول د ټولنې د سوکالۍ سبب ګرځي.
۳. اساسي اصول او ځانګړنې
لیبرال کپيټالیسمپه لاندې اصولو ولاړه دی:
- خصوصي ملکیت:افراد د شتمنۍ د لرلو حق لري.
- ازاد بازار:عرضه او تقاضا نرخونه تنظیموي.
- رقابت:اقتصادي موثریت او نوښت ته لاره هواروي.
- محدود دولت:لږ دولتي مداخله په اقتصاد کې.
- فردمحوري:فرد د اقتصادي پرېکړو اساسي واحد دی.
۴. ټولنیزې او اقتصادي پایلې
۴.۱مثبتې پایلې
- اقتصادي وده او صنعتي پرمختګ
- نوښت او ټکنالوژیک بدلون
- د تولید زیاتوالی او نړیوال تجارت
۴.۲منفي پایلې او نیوکې
سره له دې چې لیبرال سرمایهداري شتمني زیاته کړه، خو جدي نیوکې پرې شته:
- د شتمنۍ نابرابر وېش
- د کارګر استثمار
- ټولنیز طبقاتي واټن
کارل مارکس دا نظام د پانګهوالو د ګټو پر بنسټ ولاړ وباله او استدلال یې وکړ چې پانګه د کارګر د کار اضافیارزښت (Surplus Value) غصبوياو پانګوالان کارګران استثماروي.
۵. معاصر بدلونونه او اصلاحات
د شلمې پېړۍ له اقتصادي بحرانونو وروسته، خالص لیبرال کپيټاليزد هوساینېدولت(Welfare State) یا رفاهي دولت Sozialstaatپر لور بدل شو. دولتونه د مالیاتو، ټولنیزو خدماتو او مقرراتو له لارې د بازار منفي پایلې تر یوه بریده کنټرولوي.
پایله
لیبرال سرمایهداري د تاریخ، فکر او اقتصاد د اوږدو تحولاتو پایله ده. دا نظام که څه هم د اقتصادي ودې او نوښت مهم لامل شوی، خو د ټولنیزعدالت مسئله یې پر ځای پرېښې ده. له همدې امله، د معاصرې نړۍ ډېر هېوادونه د بازار ازادي د دولت له تنظیموونکي رول سره یوځای کوي، څو د موثریت او عدالت ترمنځ توازن رامنځته کړي
.
نور محمد غفوری
30.01.2026
.
.

