افغان موج   

نورمحمد غفوری

د ۲۰۱۱ میلادی کال د می او د ۱۳۹۰ کال د جوزا میاشت

سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه

سیاسی سیستم او سیاسی اړیکې د عمومی ټولنیز سیستم او بشری اړیکو د غوره ګروپونو څخه دی او پدې سیستم کې لوی فرعی سیستم جوړوی چې دولت یې په مرکزی هسته کې ځای نیسی.

سره له دې چې د ځينو محاسبو اواحصائیو پر بنسټ د ځمکې د کرې عمر  دوه زره میلیونه کاله، د ځمکې پرمخ د ژوند را ښکاریدل اته سوه میلیونه کاله او د انسان عمر شپږسوه میلونه کاله اټکل شوی دی، خود دولت او منظم سیاسی سیستم د زیږیدونېټه نه شی پیژندل کیدای او په اړه یې اټکل هم ستونزمن دی. د دولت د پیدایښت په اړه نظریې د تاریخی کره معلوماتو پر اساس نه، بلکې د عقل او منطق پر استنتاج ولاړې دی. ځینې پوهان د دولت پیدایښت له جګړه ایز نظم او د نورو قبیلو او بهرنیو حملو په وړاندې له دفاعی چارو سره  تړی، چې دنده یې وروسته پراخه شوې او د ټولنې د وګړو ترمنځ د اړیکو د انتظام وظیفه یې هم په غاړه اخیستې ده.  نور یې بیا د حاکمو ټولنیزو ډلو او طبقو د ګټو دتأمین او د محکومانو د ترلاس لاندې ساتلو وسیله او افزار ګڼي.[1]


ویلای شو چې د ټولنیز تاریخی تکامل په ټاکلې مرحله کې دولت او سیاسی سیستم منځته راغلی  چې د زمانې په تیرېدو سره یې مضمون بډای او شکلونه یې نوی شوی دی. د دولتونو او سیاسی سیستمونو ټيپولوژی (تصنیف) او د ټاکلو شاخصونو پراساس یو له بله څخه د هغوی توپیرول ډیره پخوانۍ موضوع ده. د مشخصو معیارونو او بیلګو پر اساس د دولتی سیستمونو د بیلولو او په بیلا بیلو ګروپونو باندې د هغو د ویشلوهڅې په پرله پسې توګه له پخوا زمانو څخه را روانی دی. ارسطو پخپله زمانه کې دې بهیر ته قوی امپولز (ټکان) ورکړ، خو د نولسمې او په تیره بیا دشلمې عیسوی پیړۍ په جریان کې یې د ودې چټکتیا ډیره زیاته او ورپکې تازه او نوی بدلونونه راغلل.

ارسطو د دولتونو په کلاسیفیکاسیون کې په دوو معیارونو تکیه کوله چې یو یې په سیاسی ځواک کې د برخمنو حاکمانو شمیر (یو، لږ، ډیر)  او بله د سیاسی نظام اخلاقی ځانکړنې دی (چې تر نظر لاندې دولت د حاکمانو له پاره فعالیت کوی او که د هیواد دعامو وګړوګټو ته کار کوی). ددې معیارونو پر اساس ارسطو حکومتونه په دریو ډولو ویشی چې  د مونارشی، اریستوکراسی او دموکراسی حکومتونو څخه عبارت دی. دده دا نظریه د فرانسوی فیلسوف  شارل لویی مونټسکیو لخوا تر انتقاد لاندې راغله. هغه وویل چې په مونارشی، اریستوکراسی او دموکراسی باندې د سیاسی رژیمونو پخوانۍ ویش د هغوی خاصیتونه سم نه شی ښکارولای او د هغو پرځای یې دولتونه په مونارشی، استبدادی او جمهوری باندې وویشل چې په جمهوری رژیمونو کې یې دموکراسی او ارستوکراسی دواړه ځایول. د شارل مونټسکیو په نظر د مونارشی بنسټ ویاړ غوښتنې، د استبدادی وهم او ډار او د جمهوری نظام مدنی ښیګڼې جوړاوه. دده په نظر ښه او معتدل حکومتونه هغه دی چې د اجرائیه قوې، مقننه قوې او قضائیه قوې ترمنځ بیلتون راولی او هره یوه د ځانګړی مستقل ارګان لخوا پرمخ یوړل شی.[2]


د دولت د پیدایښت او د هغه د ماهیت او سرچینې په اړه په  غوره توګه دوې نظریې شته. يوه هغه نظریه ده چې دولت  د ټولنیز تکامل په بهیر کې دکورنۍ او مدنی ټولنو په شان د ټولنیز ژوندانه یو اړین  طبیعی ارګانیسم  بولی چې د نورو حیوانی او نباتی ارګانیسمونو په شان  د خپلو اجزاو تر منځ د داخلی اړیکولرونکی دی، د خپلو داخلی بهیرونو په نتیجه کې وده کوی او خپل ځانی نننۍ  (داخلی) هدفونه هم لری. ددې نظریې پیروان دولت داسې وسیله نه بولی چې د مشخص هدف له پاره د بشر او یا ټولنیزو ډلولخوا په مصنوعی ډول رامنځته شوی وی. ددې نظریې پر بنسټ دولت د فردی آزادیو دښمن نه دی، بلکې د وګړو د آزادیو او امنیت د تأمینولو او د ټولنیز یووالی او مدنی ټولنې د پرمختګ او ساتلو غوره او اغیزمنه وسیله ده.

د دولت د پیدایښت او ماهیت په اړه بله غوره نظریه وایی چې  دولت د انسانانو او یا د ټاکلی ټولنیزې ډلې یاډلو  د ارادی محصول او ځانګړو اهدافو ته د رسیدو وسیله ده. د دولت د رامنځته کیدو تر مخه امنیت نه ؤ او هرڅوک د هرچا په وړاندې د ځان په دفاع کې مشغول ؤ. له دې کبله ځینې پوهانو د ټولنې د عمومی نظم د رامنځته کولو په خاطر د ټولنیزو تړونونو په پایله کې دولت جوړ کړ او د ټولنیز نظم او د بهرنیو حملو په وړاندې دفاع یې هغه ته وسپارله.

 ددې دوو عامو نظریو تر منځ  نورې فرعی نظریې هم شته. د مثال په توګه، د دولت د ابزاری نظریې په چوکاټ کې  د کارل مارکس نظریه داده چې دولت د ټولنې د عامو وګړو ترمنځ د امنیت په خاطر د ټولنیز تړون په پایله کې نه دی رامنځته شوی، بلکې د حاکمې طبقې د ارادې په نتیجه کې په نورو باندې د واکمنۍ د چلولو او تر خپل لاس لاندې ساتلو لپاره جوړ شوی دی. کارل مارکس د دولت د رامنځته کېدو ولیې د تولید پروسایلو باندې د خصوصی مالکیت په رامنځته کیدو کې وینی چې په ټولنه کې د بیلا بیلو او دښمنو ټولنیزو طبقو د رامنځته کیدو سبب شوی. په هر تاریخی اقتصادی ـ ټولنیز فرماسیون کې دولت د حاکمې طبقې د ګټو دساتلو وسیله بولی. مارکسیستان په دې نظر دی چې د ټولنې د طبیعی تاریخې ودې،  د بشر د علمی او تخنیکی لاسته راوړنو، د تولیداتو د پریمانۍ او د کار د مؤلدیت او مؤثریت د لوړتیا په لړ او پایله کې به د کمونیستی ټولنې له جوړیدو سره سم د تولید پر وسایلو د خصوصی مالکیت د شتون اړتیا له منځه ولاړه شی او له هغو سره جوخت به د دولت  (د حاکمې طبقې په ګټه پر محکومانو دفشار ماشین) د موجودیت ضرورت ورک شی او د ټولنیز عامه نظم په اداره به واوړی. 

 مارکس او نور هغه فیلسوفان او د ټولنیزو سیاسی علومو پوهان چې د بشری ټولنې تکامل په پنځو تاریخی دورو (لومړنی کمون، د غلامۍ دوره، فیوډالیسم، پانګوالی او کمونیسم) ویشی، پدې نظر دی چې په لومړی کمون کې چې ټولنیزو طبقو وجود نه درلود، دولت هم د سیاسی ماشین په حیث موجود نه وو. د غلامۍ د اقتصادی – اجتماعی فرماسیون تر مخ، په لومړنی کمون کې د تولید پر وسایلو د خصوصی مالکیت نشتوالی د دولت شتون ته اړتیا له منځه وړې وه، همدا شان به تر پانګوالۍ وروسته په کمونیستی ټولنه کې هم د تولید پر وسیلو دخصوصی مالکیت د له منځه تلو سره یوځای د حاکمې طبقې د ګټو د ساتلو د وسیلې په حیث د دولت د موجودیت شرایط له منځه ولاړ شی. ددې نظریې پر اساس دولتی سیاسی سیستم له ټولنیزو طبقو سره ټینګ تړاو لری او د لومړی ځل له پاره د غلامۍ په دوره کې د بادارانو د ګټو د ساتلو په خاطر رامنځته شوی دی.  دوی دولت په اقتصاد کې د حاکمې طبقې سیاسی ماشین او د زور د عملی کولو اغیزمن سازمان بولی.

ددې شاخص پراساس چې کوم دولت په کومه تاریخی دوره کې منځته راغلی او د کومې طبقې له ګټو دفاع کوی، د تاریخ په اوږدو کې دولتونه په لاندې ډول په څلورو مختلفو ډولونو ویشل کیږی.[3]

۱ – د غلامۍ د دورې سیاسی – دولتی نظامونه

۲ – فیوډالی دولتی سیاسی نظامونه

۳ – بورژوازی دولتی- سیاسی نظامونه

۴ – سوسیالیستی دولتی  سیاسی نظامونه

دوی داسې نظریه وړاندې کوی چې د غلامی په دولتی سیستم کې دولت د بادارانو ، په فیوډالی کې د فیوډالانو، په پانګوالی کې د پانګوالو (سرمایدارانو) او په سوسیالیستی دولتی سیستم کې د کارګرانو، بزګرانو او نورو هغو خواریکښو طبقو او قشرونو د ګټو ننګه او ساتنه کوی چې په مستقیمه توګه د مادی نعمتونو او ټولنیزو خدمتونو د تولید او عملی وړاندې کولو په پروسه کې برخه لری.

له موجودو توپیرونو او ځانګړټیاوو سره، سره د دولتی سیاسی رژیمونو لپاره داسې اساسی او ګډې مشخصې  علامې هم شته چې په ټولو تاریخی دورو کې یې په ګردو دولتونو او د سیاسی سیستمونو په مختلفو شکلونو کې لیدلای شو او په ټولو باندې د تطبیق وړ دی. یوله دې ځانګړنو څخه د دولتی سازمان سیمه ایز اصل دی چې یوه ټاکلې جغرافیایی ساحه په غیږ کې نیسی. د دولت نورې عمومی بیلګې د برملا (علنی) دولتی ارګانو موجودیت، د مامورینو د حکومتی اداری څرخئ (دستګاه)  او  پوځ شته والی  او د مالیو راټولول، د زور او فشار ځانګړې وسیلې (پولیسو، زندانونو او نورو) لرل  او داسې نورې دی.

لکه چې مخکې یادونه وشوه، دولتی سیاسی سیستم د یوې ټولنیزې تاریخی پدیدې په حیث د بشری ټولنې  د تکامل په بیلا بیلو تاریخی پړاوونو کې تر ټاکلو شرایطو لاندې ډول ډول څیرې (بڼې) ځان ته نیولې دی چې د بیلو بیلو بیلګو پر اساس پر مختلفو ګروپونو ویشل کیدای شی.

د سیاسی نظام د ټیپولوژۍ له غوره تیوریو څخه یوه هم داده چې سیاسی نظامونه په پادشاهی او جمهوری دولتونو باندې ویشی.

جمهوری نظام د دولت هغه شکل دی چې په هغه کې د دولت اساسی ارګانونه د انتخاباتو له لارې تشکیلیږی. د جمهوری نظام یو تاریخی شکل هم د اشرافو او اعیانو جمهوری ده چې د دولتی مهمو ارګانونو د تشکیل او د مهمو چوکیو د نیولو حق په څو محدودو دولتمنو او سر شناسو اشخاصو پورې، چې معمولا د قبیلو او منطقو مشران وی، اړه لری. پدې ډول سیاسی سیستم کې دموکراسی تش په نامه وی. له هغې څخه د ټولنې د ممتاز قشر محدود کسان استفاده کولای شی، خو د ټولنې عادی افراد او پراخه کتلې (بزګران، کسبګر او نور خواریکښان) د خپلو سیاسی حقوقو څخه بې برخې پاتې کیږی.

د جمهوری نظام دا شکل لکه د مطلقه پادشاهی رژیم په څیر اساساً د ټولنې د تاریخي تکاملی بهیر له ټیټو دورو (د غلامی او فیوډالی دورې)  سره مطابقت لری او تر ډیرې کچې د بادارانو او فیوډالانو د ګټو ساتندوی هم بلل کیږی.

په پادشاهی نظام کې دولتی قدرت په میراثی توګه له پلرو څخه اولاد ته نقلیږی. په داسې میراثی انتقال کې د پاچا په اولاده کې اساساً د دولتی او حکومتی چارو د تر سره کولو لیاقت، د وطنپالنې د روحیې غښتلتیا، عمری فکټور، اخلاق، د خلکو په منځ کې د هغو محبوبیت او داسې نور څیزونه  عمده رول نه لوبوی، بلکې په ټولنه کې د میراث رواجی دودونه او د پاچا او پاچاهی کورنۍ اراده غوڅ رول لوبوی.

(نور بیا)

 



[1]  - حسین بشیریه، آموزش دانش سیاسی مبانی علم سیاست نظری و تأسیسی، چاپ سوم سال ۱۳۸۲، نشر نګاه معاصر ، (ISBN:964-7763-22-0) له ۹۰ تر ۹۷ مخه.

[2] -همغه ځای . ۱۵۵/۱۵۶مخونه.