افغان موج   

نورمحمد غفوری

«د افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنه»

«دافغانی مرستو ابتکاری ټولنه» ونومول شوه

د جون د میاشتې په دیرشمه نېټه «د افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنې» د غړو عمومی غونډه د آلمان د ماربورګ په ښارکې جوړه شوه. وروسته له هغې چې د غونډې ګډون کوونکو ته د ټولنې د رئیسې محترمې پوهندوی شیما غفوري لخوا ښه راغلاست او ستړی مشی وویل شول، د غونډې د پرمخ وړلو او د هغو د پروتوکول د لیکلو له پاره مسئولین وټاکل شول. د ټولنې د غړو له خوا د عمومی غونډې له پاره د وړاندې شوی اجندا سره سم د ټولنې د فعالیتونو رپوټ د هغې د رئیسې لخوا واورول شو. د مالی چارو مسئول  او د ارزونې کمیسیون هم خپل رپوټونه غونډې ته وړاندې کړل.  

د ټولنې د فعالیتونو په رپوټ کې یادونه وشوه چې د تیرې عمومی غونډې را په دې خوا تر ننه پورې د ټولنې په فعالیتونو کې ټولو غړو زغرده ونډه اخیستې او ډیرو مینه والو عملی مرستې کړی دی. په تیر کال کې د ټولنې غړیتوب ته هم غوښتنلیکونه را رسیدلی او نوی غړی هم منل شوی دی.

د افغانی لاسی صنایعو ټولنې په تیر کال کې د خارجیانو د شورا د سیاست په ټاکلو او د پرسونل په انتخاب کې غوره رول ولوباوه، په نوموړی شورا کې استازی لری او په فعاله توګه په آلمان کې د اوسیدونکو خارجی اتباعو له ګټو او غوښتنو دفاع کوی. د بهرنیانو او افغانستان د مینه والو سازمانونو سره یې ډیرې لیدنې کتنې کړی او د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره یې د شریکو تدبیرونونیولو ته یوځایی کار کړی دی.  د مختلفو ابتدایی، منځنیو او لیسو ښونخيو سره یې پروګرامونه نیولی، د آلمان اوسیدونکو ته یې د  افغانستان په اړه د معلوماتو د ورکولو  غونډې او سیمینارونه په مختلفو ځایونو کې جوړکړی او د افغانانو او افغانستان ستونخې یې د آلمان د سیاسی ګوندونو له استازو او پارلمان له وکیلانو سره طرحه کړی دي. د افغانستان په اړه د نورو سازمانونو له خوا په جوړو شوو غونډو او کنفرانسونو کې يې هم برخه اخیستې ده. د افغانی کلتور، افغانی محصولاتو او په تیره بیا د افغانی لاسی صنایعو د پیداوارو د معرفی کولو په لار کې یې زیار ایستلی او بریالی ګامونه یې پورته کړی دی. ټولنې د آلمان په ماربورګ ښار کې د اسلامی کلتوری مرکز (مسجد)  د طرحې په وړاندې کولو او د هغو په بنسټ ایښودلو کې فعال او رغنده رول لوبولی دی. په تیر کال کې د ټولنې فعالیتونو د آلمانی، افغانی او د ټولنې د ویبپاڼې او  چاپی نشراتو له لارې پوره انعکاس موندلی. په افغانستان کې سږکال یو نوی ښونځي هم د نجونو له پاره جوړ شو، چې اوس ټول پنځه کورنی ښونځي د ټولنې په مرسته فعالیت کوی. دا ښونځی هم د نورو په څیر د ولسی وګړو په غوښتنه او عملی فعال ګډون رامنځته شو.

په تیر کال کې ټولنې د کابل په ښار کې د ښځو له پاره د «ګټورو معلوماتو کورس» رامنځته کړی چې د ښځو ګډون ورپکې آزاد او وړیا دی، په هره اونې کې د یوې ټاکلې موضوع په اړه سیمینار وړاندې کوی، تر اوسه یې ۴۵ غونډې جوړې کړې او سږ کال به هم دا لړۍ دوام ومومی.

د ټولنې د فعالیت د راپور تر وړاندې کولو وروسته د ټولنې د اساسنامې د ځینو موادو او د هغې د نامه په بدلون خبرې وشوې او د رایو په اتفاق سره د «افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنې(IAH)  Initiative Afghanisches Handwerk» نوم، چې د ۱۹۹۴ میلادی کار راهیسی په آلمان، پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوی، د «افغانی مرستو ابتکاری ټولنې Initiative Afghanische Hilfswerk (IAH) » ته واوښت، ځکه چې اوس د ټولنې د فعالیتونو لمن پراخه او د افغانی لاسی صنایعو په پولو کې محدوده نه ده.

په پای کې د «افغانی مرستو ابتکاري ټولنې» رهبرۍ ته د راتلونکو دوو کلونو له پاره د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له لارې اوه نفره انتخاب شول. 

د ټولنې په اړوند د نورو معلوماتو له پاره کیدای شی لاندې پتې وکتل شی.

http://www.iah-ev.de

https://www.facebook.com/pages/Initiative-Afghanisches-Handwerk-Hilfswerk-eV-IAH/223520757676160

 

http://afghanmaug.net/images/abtekar.jpg

عکس: کورنی ښوونځی

 

 

http://afghanmaug.net/images/abtekar1.jpg

عکس: کورنی ښوونځی