افغان موج   

داقصورځماديار،که مې دځان دی

چې مې يارنن دپردوپه لارروان دی

له پرديوبه په کومه خوله ګيله کړم

چې مې خپل وروردپرديوهمپيمان دی

دباباپه ټول جايداد،دده دعواده

خوله اصل ونسب،ټولونه پښيمان دی

په ښکاره نارې وهي چې افغان نه يم

افغان ندی خو،وکيل دپارلمان دی

دکړووړواختيارېې ټول دبل پلاس دی

هرعمل ېې دکوم بل چا  په فرمان دی

زه قيام له ټول جهان نه ګيله من يم

چې په مونږېې راتپلئ هرشيطان دی

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

27.07.2013