افغان موج   

ھرګاوندی درته بمونه په زولۍ کی راوړي

ښکاري ګلونه خواورونه په زولۍ کی راوړي

دوی د وفاق په نوم مدام درته نفاق خوښوي

بولي یی مینه ، نفرتونه په زولۍ کی راوړي

تاپخپل کورکی د خپل ورورسره په جنګ اچوي

نوم وربدل کړي خوجنګونه په زولۍ کی راوړي

دوی ھمیشه ستا د غرور په ماتولو بوخت دي

تل درته کورته پیغورونه په زولۍ کی راوړي

ستاد جنت په څېروطن ېې جھنم جوړکړی

دوی د خوښۍ په نوم غمونه په زولۍ کی راوړي

ھرګاونډی دی د بچیانو سترقاتل جوړشوی

درته د ژوند په نوم مرګونه په زولۍ کی راوړي

ستاھر(قیام)د ژوند په نوم د مرګ په لاره بیايي

بیا ستا د خپل ولس سرونه په زولۍ کی راوړي

 

الحاج الھام الدین قیام

14/12/2014