افغان موج   

څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې         که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې

هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې          هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې

که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم           بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې

تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې             د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې

زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی            ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې

پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی            ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې

د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه              خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې

نور محمد غفوری

کابل- افغانستان

30.01.2018