افغان موج   

 

 

ګران افغانستان

نه فرهاد يم ،نه  مجنون، نه  ادم خان  يم

نه يوسف، نه فتح خان، نه مومن خان يم

زه  مين  دچا  په  تورو   سترګو  نه   يم

خو په  خپل  وطن  مين  يمه، افغان   يم

دسرو شنډو  ، تورو  زلفو عاشق  نه  يم

زه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم

زما ساه ده، زما زړه دئ، زما زان  دی

زما وياړ، زما ضمير، زما  وجدان  دی

دا مې مينه، دا عزت، دا مې غرور دی

دامې عقل، دامې سوچ،دامې ارمان  دی

له پلرو، نيکو راپاتې، په ميـــــراث  ده

اوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ ايمان دی

خړه  خـاوره  ېې، له  زرو ښائسته  ده

ګران وطن مې په دنيا،جنت نشان  دی

داوطن دې خدايه تل ترتل ژوندئ  وي

د قيام  دسترګو تور، افغــــانستان  دی

الجاج الهام الدین قیام