افغان موج   

لکه زرکه

وه ميده،ميده روانه لکه زرکه
تله،له نازه خرامانه لکه زرکه

کله يوخوا،کله بل خواتيليدله
تاويدله سرګردانه لکه زرکه

خدای په څه پلمه راوتي وه،له کوره
شرميدله،له حيانه لکه زرکه

خپله لارئې رانږدې نکړه،هيچاته
ترسيدله،له هرچانه لکه زرکه

چې دمينې په تهمت،تهمتي نشي
په هرچاوه بدګمانه،لکه زرکه

چې ېې لږڅه په څنګزن نظر،راپام شو
په هواشوه تراسمانه،لکه زرکه

بيادموربنديخانې ته،ورستنه شوه
شوه قفس کې بنديوانه،لکه زرکه

که دمينی په تورکوم ښکلی تورن شي
وژل کېږي بې پرسانه،لکه زرکه

ځکه ښکلي،ملامت نه دي قيامه
چې ترسيږي له انسانه،لکه زرکه

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
15.02.2013

ماوې کاشکې

چاوې خط دې په پښتو وای
کتابت دې په پښتو وای
داپردۍ ژبې دې هم وای
خوصحبت دې په پښتو وای

مورئې غلي ورته وې چې
عبادت دې په پښتو وای
دابه څومره ښه وای،خدايه
چې جنت دې په پښتو وای

پلارورچيغې کړې چې ځويه
شريعت دې په پښتو وای
داپښتودې شريعت وای
قضاوت دې په پښتو وای

ماوې کاشکې ائ پښتونه
لږغيرت دې په پښتو وای
که دې سل ژبې هم زده وای 
خو عادت دې په پښتو وای

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
21.02.2013
دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ