افغان موج   

ھاغه چی ھیچا په خپل کلی کی لیدلي نه وه

ھاغه چی ھیڅوخت له خپل کوره راوتلي نه وه

چاچی ټول ژوند په کور د ننه په حیاکی تیروو

له کوم پردي سره په ژوندکی ږغیدلي نه وه

نن د شھید ورورجنازی پسی سرتوره زغلي

څوک چی په کورکی ھم سرتوره ګرځیدلي نه وه

که دی په پت کی مرګ راکړی وای،پروایی نه وه

خوچی په مونږدی خدایه دا ورځ راوستلي نه وه

که ددی ژونداومرګ ترمنځ دی انتخاب وای خدایه

قیام به ھیڅوخت د ژوند دا شیوه منلي نه وه

الحاج الھام الدین قیام