افغان موج   

شتمن او مالدار تل د خپل ھوس په غم کی وي

په خیټه  وږي خلک د خپل نس په غم کی وي

زورواکي او چورواکي د وطن په چور لګیا وي

ریښتینی مشران تل د خپل ولس په غم کی وي

ھغوی چی په ځانو مین وي،ھرڅه ځانته غواړي

په ټول ملت مین خو د ھر کس په غم کی وي

وسي سړی مدام د بل وسي په حال خبروي

بی وسه ھم مُدام د بل بیوس په غم کی وي

قیامه مالیار ھغه دی چی ټول ګلبڼ ته رسي

د ھرګلاب ترڅنګ د ھرنرګس په غم کی وي

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۳/۰۷/۲۰۱۴