په خواشینی سره مو خو خبر ترلاسه کړی چه زمونږ د هیواد شمالی ولایتونه د لویو موسمی سیلابونو له امله د جدی ستونزو سره مخ شوی دی لویو سیلابونو زمونږ یوشمیر وطنداران وړی او کورونه یی ورویجاړ کړی په زرونو جریبو کروندی یی تخریب شوی تردی چه د هغه سیمو خلک او حیوانات د چښلو اوبو د نشتوالی یا کموالی سره مخ شوی دی .
دا اول ځل نه دی چه دلته دا ډول طبیعی افتونه رامنځته شوی، د ا طبیعی حوادث وخت ناوخت په ډیرو نوروهیوادو کی هم رامنځته کیږی ولی د هغو هیوادونو حکومتونه یی سمدلاسه چاره او غمزپلو ته سمدلاسه هر ډول انسانی مرستی رسوی له بده مرغه زمونږ د هیواد غلامه ، فاسده او بی کفایته اداره د یو څو عالی کوترو په ښودلو او انځورونو په جوړولو هم زمونږ هیوادوال ، هم نړیوال او هم الله ج تیرباسی او د منظمو، پوره او په خپل وخت مرستو رسولو څخه پاتی راغلی دی .
د حیرانتیا وړ ، ویل کیږی چه د حکومت په میلونونو ډالرو بودیجه د کاندیدانو د کمپیاین ، سکوریتی او د کمیسونونو د نورو بی مورده مصارفو د پاره بی له دی چه دهغه کاندید څرنګوالی او وړتیا پکی په نظرکی نیول شوی خرڅیږی مګر د داسی ناڅاپی طبیعی او غیر طبیعی تولنیزو پیښو د پاره یی لاسونه خالی ، ملاوی یی ماتی او پښی یی ستړی او ریږدی ؟
د یوی خوا خلک له دی لوی ستونزو سره مخ شوی او د بلی خوا د مفسد حکومت بی کفایتی مونږ دی ته اړ باسلو چه له ملګرو ملتو او نړیوالو نورو بشردوستو موسسو څخه د سمدلاسی هر اړخیزو مرستو غوښتنی اوهیلی ولرو چه زمونږ د غم زپلواو سیلاب وهلو وطندارانو سره یی تر سره کړی تر څو د نورو ستونزو د پیښیدو مخه ونیول شی.
دا به هم له یاده نه باسوچه د اسلامی مقاومت مجاهدینو سره د دی چه مادی او مالی امکانات یی د اشغلګرو او د هغو د غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری په تله د مقایسی وړ هم نه دی او د کومو هراړخیزو محدودیتونو سره چه دوی لاس او ګریوان د ی ، د هیلوو ډکی اعلامیی په نشرولو یی د خپلو غمزپلو ورونو د تسلی پیغامونه او د مرستو کولو اعلامیی یی خپری کړی د لمانځنی وړ او د هغو د خپلو غمزپلو وطندارانو سره د غم شریکول ، خواخوږی نښی او د ایمان نښی دی او زمونږ هیوادوالو ته په ډاګه شوه چه د ملت اصلی دوستان او دشمنان څوک دی .
د دی د پاره چه سیلاب وهلو ته انسانی مرستی له هره اړخه ژر ، پوره او په منظم ډول ( بی له دی چه د لاسپوڅی اداری فاسده مشرتابه او عمله پکی عیش و نوش وکړی او حق حقدار ته و نه رسیږی) زمونږ د افغان ملت د سولی ږغ اتحادیه د جنګ له ټولو خواوو څخه جدی هیله او تمنا لرو چه د د غه سیلاب زپلی سیمو په شاوخوا لږتر لږ دیوی میاشتی د پاره رښتینی اوربند اعلان کړی تر څو هر څوک په ارامه او مصونه فضا کی د سیلاب وهلو سره مرستی جاری وساتی . او له دی وروسته هر څای کی چه داسی پیښی رامنځته کیږی د همدی مثبت او انسانی تعامل څخه کارواخلی . ومن الله التوفیق