افغان موج   

   بيابه رڼا راشي

 

شپه به خدای سبا کړي، خامخا به سحروبريښي

تيربه داتورتم شي ، بيا به څريکه دلمر وبريښي

دادخدای وعده ده، چې زحمت پسې راحت راځي

داخفګان به تيرشي، بيابه دلته اختـــــر وبريښي

زمونږ ماته بيړۍ به، دطوفان له څپو تېره شي

 بيابه دساحــــل په لوري، لار او ګودروبريښي

هرځای به رڼاشي ، دهــــرڅــــه پته به ولګي

بد به له ښو بيل شي، دهرڅه  به جوهروبريښي

اوس خوهرشيطان په ځان،دشيخ لباس اغوستئ دی

 څيرې به ماسکونه شي، دوخت کوډګر به وبريښي

اوس که توره شپه ده، نظر نه لګي،سبا به شي

 ورورته به پخپل ډز،دورور تکسورپرهروبريښي

ورورچې ورورته ګوته په ماشه،سنګرنيولی دی

هرورورته به خپل سنګر،دبل چا سنګر وبريښي

اوس که له يوبله مـــــروردي، سره جوړ به شي

يوافغــــان به بل ته، دځان ليچ او وزر وبريښي

ورک به شي دجنګ قاصد، شيطان به هم مختوری شي

 خپل منځکې به ټول هيواوال، يار اوياور وبريښي

تېر به سره هېرکړي، وروربه ورورپه غيږکې ونيسي

 وروربه دخپل ورورپه څنګ کې،بيرته سرلوړوبريښي

ورکه به جګړه شي،خدای به سوله په مونږ راولي

 ورځ به داختر په څېر شي،شپه به قدر وبريښي

اوس که دسيالانوپه قطارکې،افغان سيال نه دی

 دا افغان به بيرته،دهر سيال برابر وبريښي

اوس چې دوخت تورې،سيلۍ وړی بيدرکه دی

بيرته به قيامه،درک ستا ددلبر وبريښي

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

 

دربار

خوار ذليل دبل نوکروي،ځينوته واکدارښکاري

غوږکې يې لښتۍ دبل غلام وي،خوبادارښکاري

نوم ېي ددربار وي،پکې واړه غلامان اوسي

دادغلامانو کور،له باندې لوی دربار ښکاري

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

12.09.2011