افغان موج   

دلته خواوس ھیڅ د حق بیان د اوریدو ندی

دلته د مظلوم آه اوفغان د اوریدو ندی

ھیڅوک د یتیم په باب د خدای حکمونه نه مني

دلته د یتیم ماشوم ګریان د اوریدو ندی

خدای پخپل کتاب کی د یتیم رټل حرام بولي

اوس چاته د خدای دغه فرمان د اوریدو ندی *

ھسی د انسان لباس آغوندي شیطانان دلته

دوی ته د غریب له خولی قرآن د اوریدو ندی

ھرڅومره چی دوی ته څوک د حق لاره وروښيي

دوی ته اوس د سم عمل اعلان د اوریدو ندی

دلته زورور اوس د کمزورو آوازنه اوري

دلته اوس د خوارمُلا اذان د اوریدو ندی

دلته اوس قیامه شتمن واړه کاڼه شویدي

ستا د حقپالنی ھیڅ داستان د اوریدو ندی

 

الحاج الھام الدین قیام

19/02/2015

سورة الضحى

فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ)*