افغان موج   

خزان تالان ګډ کړی په بھارد انسانیت

انسان پخپله چورکړونن ګلزارد انسانیت

بل څوک ندی،انسان دی لاتراوسه پری لګیادی

په سرولمبوکی سوځي اوس سینګارد انسانیت

جنګونه دي،وژنی دي،غمونه دي، ماتم دی

وتلی یی ھرکاردی له مدارد انسانیت

انسان چی پخپل لاس نوربیګناه انسانان وژني

په کوم ځای کی یی پروت دی افتخارد انسانیت؟

له مینی خدای اشرف المخلوقات انسان پیدادی

خوکړی یی پخپله اوس انکارد انسانیت

که داظالم انسان وي ، داد ظلم تداوُم وي

ورکیږي له نړۍ نه ټول آثارد انسانیت

ھرکاریی د وحشي دی،انسانیت خوداسی نه وي

اوس تللي له انسانه ټول افکارد انسانیت

حیران یم ورته خدایه،دایی څه نخری شروع دي؟

انسان به کله سم شي بیا په لارد انسانیت؟

وحشیان ورته ھروخت په توپک ګواښ کوي ملګرو

قیام چی کله پورته کړي شعارد انسانیت

الھام الدین قیام

20/05/2015