افغان موج   

زما د دواړو سترګو تور افغانه

زما  تورزن ، زما  باتور افغانه

په زړه کی څو وړې پوښتنی لرم

درنه ځواب غواړم ضرور افغانه

دا کوم غیرت،کومه میړانه ده ستا؟

چی پخپل لاس وژنی خپل ورور افغانه

تا پدی کارکی څه ثواب لیدلی؟

چی ژړوی دی خپله مور افغانه

تا پدی غم کی څه خوښي لیدلي ؟

چی کونډوی دی خپله خورافغانه

پدی ورانیوکی دی ګټه څه ده ؟

چی ورانوی دی د پلارکورافغانه

وایه چی چا درباندی کوډي وکړل؟

چا کړی جنګونوته مجبورافغانه

تا خو له شانه په چا وارنه کاوو

له چا دې زده کړواوس تُرورافغانه؟

=============

تا خو د ځان په ضد قیام کړیدی

ځانته دی جوړکړوسترپیغورافغانه

الحاج الھام الدین قیام

30/05/2015