افغان موج   

                                                              

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم          که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم

دا  څـــــه نــــــوې  خـــــبـر نـــه ده  نـازنـیـنې           هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم

چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم            هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم

د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته            زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم

څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري            دا  د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم

بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه            بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم

ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ           پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم

زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه           تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم

 

نورمحمد غفوری